ټولنیز ژوند روغه سټه

روغتيا ته د يواځیتوب د احساس جدي ګواښونه

لیکنه: عمران لمر

ژباړه: عمران لمر

د يوې څېړنې د معلوماتو له مخې ۴۰ سلنه هغه خلک چې په ژوند کې د يواځيتوب په احساس اخته وي؛ نه پوهېږي چې دا موضوع پرې کوم تاثير غورځوي.
په همدې اساس مونږ غواړو د يواځيتوب د احساس باره کې ځينو حقيقتونو ته اشاره وکړو:
د سايکالوژي ټوډی د راپور پر اساس يواځيتوب د انسان د ملګرو او ټولنيزو اړيکو په شمېرې پورې اړه نه لري؛ يواځيتوب په ټوله کې د انسان په اړيکو کې د هغه د فردي کيفيت پورې تړلی دی، ځکه هغه ممکن د ټولنې له خلکو سره په اړيکه کې وي؛ خو د احساساتو يا ټولنيز فکر له نظره له شاوخوا خلکو بېل وي او سخت د يواځيتوب احساس وکړي.

له ۶۰ سلنه زيات هغه خلک چې د يواځيتوب احساس کوي؛ واده کړي خلک دي.
کله چې ښځه او خاوند له خپلو ژورو احساساتو، فکرونو او تجربو له يو بل سره خبرې نه کوي؛ د احساساتو له نظره له يو بل بېلېږي او د يواځيتوب له ستونزې سره لاس او ګرېوان وي.
دا خلک فکر کوي چې د ژوند ملګري يې د دوی ژور احساسات نه شي درک کولای؛ په دې اساس له يو بل سره ډېرې کمې خبرې کوي.

يواځيتوب له اړيکو زمونږ درک بې لارې کوي.
څېړنو ښودلې ده؛ د دې لپاره چې يو څوک بېرته د يواځيتوب احساس وکړي او له نورو سره اړيکې ورته بې ارزښته ښکاره شي؛ همدا بس ده چې ترې وغواړئ، هغه شېبې رايادې کړي چې دوی په کې د يواځيتوب احساس کولو.
په حقيقت کې ډېری هغه خلک چې د يواځيتوب احساس کوي؛ په اړيکو جوړولو کې کم مخکې کېږي او خپل ځان د ژور يواځيتوب په دام کې نښلوي.

د يواځيتوب احساس ساري دی.
د هغه خلکو پېژندل چې د يواځيتوب د احساس ښکار دي؛ ډېر آسانه دي او په دې بايد پوه شئ چې څېړنو ښودلې ده؛ هغه خلک چې د يواځيتوب احساس کوي؛ کولای شي خپلو ملګرو او شاوخوا خلکو ته هم دا حس ولېږدوي.

يواځيتوب د يخني د احساس سبب ګرځي.
په يوه څېړنه کې له رضاکارانو وغوښتل شول چې د يواځيتوب د ورځو خاطرې په ياد کړي. ګډون کوونکو د دې خاطرو د رايادولو په وخت د يخنۍ احساس وکړو؛ تر دې چې د پوستکي د رښتينې تودوخې درجه يې هم ښکته راغله.
زمونږ وجود د يواځيتوب په وړاندې ډېر ژر غبرګون ښايي.

يواځيتوب روغتيا ته زيان رسوي.
يواځيتوب د وينې فشار، لوړ کلسترول او نورو ناروغيو سبب ګرځي. همدارنګه د اسټرېس هورمون په زياتېدو سره رواني او فزيکي ستونزې زېږوي. له بلې خوا يواځيتوب د زړه او رګونو د حملې احتمال زياتوي؛ ځکه کله چې انسان د يواځيتوب احساس کوي؛ وجود يې له زيات فشار او خفګان لاندې وي.

يواځيتوب د سګرټو څکولو په اندازه خطرناک دی.
پوهان دې پايلې ته رسېدلي چې يواځيتوب د سګرټو څکولو په اندازه د انسان عمر رالنډوي او د ژر مړينې وېره تر ۱۴ سلنه زياتوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عمران لمر

عمران لمر خپلې منځنۍ او ثانوي زده کړې په چپلیار عالي لېسه کې کړي او لوړې زده کړې يې د ننګرهار پوهنتون د شرعياتو پوهنځي په فقه او قانون څانګه کې بشپړې کړې دي.
نوموړی اوس مهال په جلال اباد کې د مزل راډيو د سيمه یيز خبريال په توګه دنده پرمخ وړي.