ټولنیز ژوند روغه سټه

په ځوانۍ کې د ویښتانو سپینیدل

دا سمه ده چې د عمر په لوړېدو سره د انسان وېښتان سپینېږي، خو ډېری کسان مخکې له دې چې زاړه شي، ان په ځوانۍ کې یې وېښتان سپین شي.
لامل او د حل لارې یې څه دي؟

تجربو ښودلې چې په بدن کې د فلزاتو کمښت، لکه مګنيزیم، روي، تیتانیوم او اوسپنه د سر د وېښتانو د سپینوالي او ماتېدو اصلي لامل دي.

متخصصان په دې اند دي، هغه کسان چې له وخته مخکې یې وېښتان سپین شوي وي، باید په خپل غذایي رژیم کې مڼې، ناک، شفتالو او هغه مېوې ور زیاتې کړي چې ډول ډول فلزات په ځانګړي ډول مګنيزیم ولري.

دغه راز ځینې سابه لکه اوږه، پیاز، موسیر او ګندنه چې د مګنيزیمو ښه سرچینه بلل کېږي، وکاروي.

مټر، مرخېړي، لوبیا، نسک، سره بانجان، کېله، الو، سویا او کچالو هغه خواړه دي چې په زیاته اندازه مس لري.

یوازې زړښت مو وېښتان نه سپینوي، بلکې د ويټامین B12 کمښت، د ټایرويید ناروغي او سګرېټ څکول د وېښتانو د سپینېدلو کچه څلور برابره لوړوي.

د وینې کمښت، سخت او د ډېر وخت لپاره غذایي رژیم او ارثي لاملونه هم له وخته مخکې د وېښتانو د سپینېدو لامل کېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حمیدالله حمیدي

حمیدالله حمیدي په 1388 کال کې په کابل کې د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت (ATVI) کې د کمپیوټر ساینس ډېپارټمنټ څخه فارغ شوی. له ۲۰۱۱ م کال راهېسې سپوږمۍ راډیو سره دنده پیل کړې.
له سپوږمۍ راډیو سره د کار کولو پر مهال یې د پښتو ادبیاتو د شپې پوهنځی لوستی او په ۱۳۹۶ کال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغ شوی. حمیدي پر سپوږمۍ راډیو سربیره له نورو رسنیو سره هم همکاري کوي. په دې لړ کې له څه مودې راهېسې د یاران لپاره هم لیکنې چمتو کوي. په یاران کې د ښاغلي حمیدي د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق د یاران له ادارې سره خوندي دی.