سپورټ نړیوال کرکټ

هغه اته نړیوال لوبغاړي چې ځوانۍ کې یې کرکټ پریښی

د کرکټ په نړۍ کې تکړه او ځوان لوبغاړي، چې د کرکټ لوبو ته یې د پای ټکی اېښی.

د همدغو ځوانو لوبغاړو په لړکی یو ځوان لوبغاړی انګلستانی کرکټر ګېبسن دی، چې د ۱۹ کلنۍ په عمر کې یې له کرکټ سره مخه ښه وکړه او لوبې یې پرېښودې.

ګېبسن په ۲۰۱۱ م کال کې د دورهم پوهنتون پر وړاندې لوبه وکړه او په ۲۰۱۵ م کال کې یې کرکټ سره مخه ښه وکړه.

کیوین پېټرسن


د انګلستان بل تکړه توپ وهونکي کیوین پېټرسن په ۳۳ کلنۍ کې په ۲۰۱۴ م کال کې تقاعد واخېست او لوبې یې پرېښودې.

کیوین پېټرسن اصل د سهیلي افریقا دی او بیا د انګلستان لوبډلې ته راغلی دی.

کیوین پېټرسن اوس هم نړیوالو سوداګریزو شل اوریزو لوبو کې لوبېږي.

سیمن کوک

دا اسټرالیایي لوبغاړی دی، چې یواځې یې دوه ټېسټ لوبې کړي او بیا یې استعفا کړې ده، نوموړي په ۱۹۹۷ م کال کې دوه ټېسټ سیالۍ کړي او له هغې وروسته یې په ۲۰۰۴ م کال کې د ۳۲ کلنۍ په عمر کرکټ سره مخه ښه کړې ده.

ده د سخت ټپ له امله لوبې پرېښودې.

سیمن کوک اسټرالیایي توپ اچوونکی و او د موټرو د ټکر پېښه کې یې څلور پُښتۍ هم ماتې شوې وې.

همدارنګه د پښو د ښنګرو یا بیجلکونو ماتېدو او د ملا د تیر درد هغه د کرکټ لړۍ ته د پای ټکی په اېښودو مجبور کړ.

بیو کاسن
کاسن د اسټرالیا کیڼ لاسی څوکه یا کرار توپ اچوونکی و، چې د اسټرالیا لپاره یې یواځې یوه ټېسټ لوبه کړې وه او د زړه د ناروغۍ له امله یې په ۲۰۰۸ م کال کې د ۲۸ کلونو په عمر لوبې پرېښودې.

نوموړي د زړه عملیات وکړ او د ویسټ انډیز خلاف یې د لومړۍ ټېسټ لوبې پیل کړی و، چې حالت یې ښه نه و او لوبه یې پرېښوده.

ډاکټرانو کاسن ته وویل که لوبې ته دوام ورکړي ژوند یې له خطر سره مخ کېږي.

کرېګ کی سوېټر
د انګلستان پیلوونکی او وېکټ ساتونکی لوبغاړی و، چې په ۲۰۱۰ م کال کې یې د اسټرالیا خلاف شل اوریزه نړیوال جام پایلوبه کې د ده ښې توپ وهنې له امله اسټرالیا بهر کړه او اتلولي انګلستان واخېسته.

په سلو کلونو کې دا لومړی ځل و، چې انګلستان د کالېنګ ووډ په لوبډلمشرۍ کې شل اوریز جام وګاټه.

کی سوېټر په ۲۷ کلنۍ کې لوبې پرېښودې او نوموړی په یو بانسر توپ په مخ لګېدلی و او له همدې امله یې روغتیایي حالت ښه نه و.

نوموړي اوس د ګلف لوبه شروع کړې.

مارک بوچر
افریقايي وېکټ ساتونکی لوبغاړی دی، چې په پنځلس کلنۍ کې یې کرکټ لوبې سره مخه ښه وکړه.

نوموړی په ۲۰۱۲ م کال کې د انګلستان خلاف په یوه دوستانه یا تمریناتي لوبه کې د سترګې په برخه کې ټپي شوی و او له هغې وروسته یې له لوبو سره خدای پاماني وکړه.

ظفر انصاري


ظفر انصاري د انګلستان مسلمان ال راونډر و، چې په ۲۵ کلنۍ کې یې لوبو سره مخه ښه وکړه.

انصاري په خپلې استعفا سره د انګلستان کرکټ بورډ په لړزه کړ، نوموړی کرار کیڼ لاسی توپ اچوونکی او کیڼ لاسی توپ وهونکی و، چې په دواړو برخو کې یې پوره وړتیا لرله.

انصاري ویلي غواړي چې د قانون په برخه کې کار وکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې