ټولنیزې مسالې رسنۍ سیاسي شننې عمومي نړۍ

لویدیځوال: درېیمه نړیواله جګړه پیښیدونکې ده

لویدیځ ملتونه فکر کوي، چې دریمه نړیواله جګړه بیخې ژر پیښیدونکې ده او سږ کال په اروپا کې د نورو زیاتو تروریستي بریدونو وړاندوینه کوي.

په لویدیځو هیوادونو کې یوه ترسره شوې نظر پوښتنه ښيي، چې دغلته زیاتره خلک د خپل راتلونکي په اړه خوشبین نه دي او د نړۍ په کچه له پیښدونکي کړکیچ څخه ویره لري.

د سوريي په کړکیچ کې د نړۍ د سترو قوتونو ښکیلتیا؛ په منځني ختیځ کې د داعش روانه جګړه؛ د نړۍ په بیلابیلو برخو کې تروریستي حملې، او د ولادیمیرپوتین او ډونالډ ترمپ جنجالي لوبه؛ هغه ستر لاملونه دي، چې لویدیځ ملتونه يې د دریمې نړیوالې جګړې د پیښیدو ډار ته کینولي.
د یو ګو (You Gov) په نوم د یوې څیړنیزې ادارې نظرپوښتنه، چې پکې په ۹ هیوادونو کې له ۹ زره کسانو سره خبرې شوي، وايي چې د نړۍ د سولي او ټیکاو په برخه کې کوم ځانګړی پرمختګ نه ته سترګو کیږي.

که څه هم د فرانسي، جرمني، او انګلستان خلک د دریمي نړیوالي جګړې پیښیدل اټکلوي؛ خو امریکان بیا بیخي زیات د دریمې نړیوالې جګړې د پیښیدو ویره لري.

څلورشپیته ۶۴ سلنه امریکان په نړۍ کې د سخت کړکیچ د پیښیدو اټکل کوي؛ په داسې حال کې چې یواځې ۱۵ سلنه يې سولې ته نیسبتا خوشبین ښکاري.

برتانیا کې بیا ۱۹ سلنه خلک د سولې د راتلو په امید شپې او ورځې رڼوي؛ خو ۶۱ سلنه يې د جګړې د پیښیدو وړاندوینه کوي.

د سویډن، فینلینډ، او ناروي خلک بیا د جګړې د پیښیدو په اړه نیسبتا لږ اندیښمن دي. هغوې په ګرانه باور کوي، چې ګوندي نړۍ دې د جګړۍ په ژۍ ولاړه وي.

ډنمارکیان بیا سولې ته بیخي زیات خوشبین دي. یو کم څلویښت (۳۹) سلنه خلک يې د سولي تمه لري؛ خو ۴۵ سلنه يې بالعکس د جګړې د پیښیدو ویره لري.

د یو ګورمینټ You Gov د سیاسي او ټولنیزې پلټنې مشر، انتوني ویلز وايي، چې د نړیوالې جګړې د پیښیدو ډیره ویره د امریکانو او فرانسویانو ترمینځ خوره ده؛ خو لاملونه يې سره جلا دي.

د انتوني په باور، د امریکانو ویره شاید په نوي منختب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شکمن باور له مخي وي.

نوموړی زیاتوي: ”زما په باور، فرانسویان له ترهګرو څخه ویره لري. د فرانسي عام خلک روسیه په ټوله کې اروپايي ټولنې ته ګواښ نه بولي؛ اما په مخکې پروت کال کې په خپل هیواد کې د یو بل ستر تروریستي حملي ډار پسې اخیستي.“

ورته نظرپوښتنه په اروپا او امریکا کې هم شوې. زیاتره اروپایان او امریکان روسیه د ځان لپاره ستر پوځي ګواښ بولي. برتانویان بیا له بل هر چا څخه ډیر له مسکو څخه ویریږي.

یو اویا (۷۱) سلنه برتانویان له روسیې ویریدلي ښکاري؛ امریکا کې بیا ۵۹ سلنه خلک له روسیې څخه ویره لري.

د پلټنې په اساس، یواځينی هیواد فیلینډ دی، چې په ۲۰۱۷ کال کې يې کمو خلکو د تروریستي حملې وړاندوینه کړې، پاتې ټولو ملتونو کې ګڼ شمیر خلکو په خپلو هیوادونو کې د د ډیرو ترویستي حملو اټکل کړی.

فرانسویان تر ټولو زیات ترهیدلي دي. د دوې ۸۱ سلنه په روان کال کې د کم تر کمه یوې تروریستې حملې د پیښیدو وړاندوینه کوي. یوولس (۱۱) سلنه يې بیا باور لري، چې هیڅ به هم نه کیږي.

جرمني، انګلیستان او امریکا کې هم ګڼ شمیر خلکو دغلته د ترویستي بریدونو اټکل کړی. د فنلیډیانو ویره بیا نیسبتا کمه ده. شپږویشت ۲۶ سلنه فنلیډیان سږ په خپل ملک کې د ترویستي برید ویره لري؛ ۶۳ سلنه خلک بیا باور لري، چې قراره قراري به وي.

په لویدیځ کې د دریمې نړیوالې جګړې د پیښیدو ویره وروسته له هغې ډیره خوره شوه، چې په دې وروستیو کې امریکا او یو شمیر اروپايي هیوادونه د تروریستانو د زورورو بریدونو هدف وګرځیده.

بل پلو ویل کیږي، چې د امریکا او روسیې اړیکې له سړې جګړې څخه راوروسته تر بل هر وخت خرابې شوې دي.

د نویو اټومي وسلو ازمایښت بله ستره انددیښنه ده، چې په لودیځ کې زیاتره خلکو ته د دریمې نړیوالې جګړې د پیښیدو ویره پیدا کړې. تر اوسه په نړۍ کې تر ۲ زرو زیاتې اټومي وسلې ازمایل شوي دي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */