سپورټ نړیوال کرکټ

کرکټ کې وایټ واش او کلین سویپ

کرکټ کې ډېر زیات اصطلاحات دي، لکه څنګه چې کرکټ د انګلستان لوبه ده، نو د دې لوبې زیاتره ترمېنالوژي هم په انګریزي ژبه ده.

د کرکټ په اصطلاحات کې به تاسې د نو ریزلټ ( بې پایلې)، ډیلېډ ( ځنډېدل)، انټرپټ ( مداخله) او داسې نور اصطلاحات اورېدلي او یا به د کرکټ اړوند وېب پاڼو کې لیدلي وي.

دا هره یوه اصطلاح به مونږ د یاران له لارې در پېژنو؛ خو اوس درته لومړی وایټ واش او کلين سويپ درپېژنو، چې په مسلکي کرکټ کې ورته اړتیا ده، چې باید زده مو وي.

هغه کسان چې غواړي ځان څخه د کرکټ مبصر جوړ کړي؛ دی مجبور دی، چې د کرکټ په تخنیکي اړخ پوه شي.

د کرکټ کمېنټري یواځې دا نه ده، چې بالر سټارټ واخېست، امپایر نه تېر شو او شاټ یوه منډه شوه.

دا یې یوه عادي برخه ده، که د یو چا دا خبرې زده وي، دی نو په ټوله معنا مبصر نه شي کېدای، دا که د لارې یو عادي کس یوې لوبې ته کېنوې هم پرې پوهېږي؛ خو کرکټ کې د خلکو پوښتنوته ځواب ویل ډېر مهم دي، چې څنګه وکولای شو، د ښه او غوره مبصر په توګه خلکوته د منلو وړ شو.

دا هغه وخت کېدای شي چې تاسې د کرکټ له هر اړخ څخه معلومات ولرئ او په تخنیکي اړخ یې پوه شئ، که چېري تاسې پوه نه شئ بیا به د اورېدونکو او مینه والو له پوښتنو تېښته وکړئ، کله چې مو له پوښتنو وېره او تېښته وکړه بیا ځان خجالت وېنئ.
او برعکس مو که د پوښتنې ځوابونه په ښه ډول ورکړل بیا کولای شئ لا پرمختګ وکړئ او په ځان وویاړئ.

وایټ واش
ایا کله مو د وایټ واش په اړه اورېدلي یا لوستي دي؟
وایټ واش په کرکټ لوبه کې هغه حالت ته ویل کېږي، چې یوه لوبډله له بلې لوبډلې سره لوبلړۍ ولري او ټولې لوبې یوه لوبډله وګټي او بله لوبډله هیڅ د لوبې ګټلو ته پرېنږدي، دېته وایټ واش وایي.
د مثال په توګه: که الف او بې لوبډلې پنځه یو ورځنۍ لوبې ولري او پنځه واړه لوبې سر په سر الف لوبډله وګټي؛ نو دې حالت کې بې لوبډله وایټ واش شوه، یعنې د صفر پر وړاندې په ټول سیریز کې لوبډلې ته ماته ورکول، د هغې لوبډلې وایټ واش کول دي. لکه افغانستان چې اوس تازه ایرلینډ ته په شل اوریز سیریز کې دریواړو لوبو کې ماتې ورکړې.
اوس به د وایټ واش په مطلب پوهېدلي واست، نو تمه ده چې دې برخه کې درته بیا ستونزه ونه اوسي.

کلین سويپ
د کرکټ په وېب پاڼو کې به مو د کلین سويپ اصطلاح لېدلي وي او یا به مو له نړیوالو مبصرینو اورېدلي وي، چې په خپلو خبروکې د کلین سويپ اصطلاح کاروي.

کلين سويپ د لوبلړۍ هغه حالت ته ویل کېږي، چې یوه لوبدله لوبې وګټي، خو یوه لوبه مساوي شي دېته کلین سويپ وایي.
د مثال په توګه: که الف او ب، لوبډلې پنځه یو ورځنۍ لوبې ولري او څلور لوبې الف لوبډله وګټي، خو یوه لوبه د بې لوبډلې سره ټای یا مساوي شي دېته بیا کلین سویپ وایي.

دا اصطلاحګانې په انګلیسي کې داسې لیکلای شئ:
White Wash.
Clean Sweep.

تاسې به لیدلي وي چې افغانستان او ایرلېنډ درې شل اوریزې لوبې د فبروري په ۲۴ مه نېټه پای ته ورسولې، افغانستان درې واړه شل اوریزې لوبې وګټلې؛ نو ایرلېنډ وایټ واش شو.

که یو ورځنیو لوبو کې افغانستان له ایرلېنډ څخه دوه نورې لوبې وګټي او یوه لوبه بیا مساوي شي، بیا ایرلېنډ د افغانستان له خوا کلین سويپ حسابېږي.

په ټېسټ لوبو کې هغه لوبې چې وخت پرې پوره او لوبډله ټول لوبغاړي له لاسه ور نه کړي او هدف هم پوره نه شي دې ته بیا د مساوي یا کرکټ کې ورته د ډرا کلمه کارېږي. (Draw)

یو ورځنیو لوبو کې بیا هغه لوبه چې منډې سر په سرشي، اورونه پای ته ورسېږي او یا هم د مقابلې لوبډلې لوبغاړي ټول وسوځېږي او سکورز مساوي شي، بیا ورته د ټای کلمه کارېږي او د ټای لوبې په صورت کې دواړو لوبډلو ته مساوي نومرې ورکول کېږي.
په اسیا جام سیالیو کې د افغانستان او هندوستان یوه لوبه ټای شوه، چې دواړو یو، یو پواینټ واخېست.
هغه مهال ډېری کسانو لیکلي وو، چې لوبه سوپر اوور ته ووته په یو ورځنیو لوبو کې سوپر اوور نشته.
د ټای کلمه په انګلیسي کې داسې لیکلای شئ: Tie

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی