کلتور او هنر

د بالیووډ فلمي ستوري ورن داوان د ژوند لومړنۍروژه

د بالیووډ وتلي فلمي ستوري ورن دهون د روژې مبارکې میاشتې د رارسیدو له امله خپلو مینه والو ته ددې میاشتې مبارکۍ تر څنګ ویلي چې د خپلو مسلمانو مینه والو سره یو ځای يې یوه ورځ روژه هم نیولې.

ورن دهون په خپله انسټاګرام پاڼه په یوه ویډيوي خپره کړې چې په کې يې خپلو مینه والو ته د روژې میاشتې مبارکي ویلې ده.

ددې ویډیو په شروع کې نوموړي خپلو مینه والو ته د سلام ترڅنګ وايي:” ټولو ته معلومه ده چې روژه شروع شوې ده او دا ډېره مقدسه میاشت ده، دا چې زما ټول مسلمان ورونه او خویندو روژه نیول شروع کړي دي.”
ویډیو؛:

نوموړي دا هم ویلي چې نن روژه ده او ملګرو يې هم روژه نیولې ده.

ورن دوهون په فلمي دنیا کې ورځ تر بلې خپل ځای پراخوي او مینه وال يې ډېریږي. د هغه دا ویډیو هم خلکو ډېره خوښه کړې او په ډېر شمېر شیر شوې هم ده.

د ورن دوهون سربېره ځينې نورو فلمي ستورو هم په خپلو ټولنیزو پاڼو د روژې مبارکې میاشتې د رارسیدو له امله مسلمانانو ته مبارکۍ ورکړي دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

تورپیکۍ سادات