بریا او پرمختګ

د نړۍ د زحمت کشه او برياليو کسانو ۵ ګډ عادتونه

اعلان

ژباړه: محمد عزيز پردېس

پرته له شکه چې موږ ټول د نړۍ د زحمت کشه او برياليو کسانو د ژوند، کړه وړو او کړنلارو په هکله علاقه لرو چې ترې ځانونه خبر کړو. ښايي ځيني وختونه داسې فکر وکړو چې ځانګړې او مخصوصه نيرو د برياليو او زحمت کشه کسانو د پرمختګ او برياوو لامل ګرځي، خو که واقع بينه واوسو او په دې هکله زير شو نو متوجه به شو چې چانس، سحر، جادو او کومه ځانګړې نيرو د دوی په برياو کې رول نه لري. په دې ليکنه کې به تاسو ته د نړۍ برياليو او زحمت کشه کسانو ۵ ګډ او مشترک عادات دروپېژندل شي.

۱) ترڅو چې خپلو ټاکلو موخو ته ونه رسېږي، نو له هڅو څخه لاس نه اخلي
د نړۍ زحمت کشه ا وبريالي کسان خپلو موخو ته د رسېدو لپاره ډېر مينه وال او هڅاند وي، هغوی تل هڅه کوي چې خپلې ټاکلې موخې تعقيب کړي او ورته ورسېږي. همدغه شور، شوق او علاقه دوی ته يو ډول انرژي ورکوي او هيله مند کوي يې، ترڅو خپل مسوليتونه په ښه توګه مخ ته يوسي. همدارنګه دوی عادت لري ترڅو چې خپلو ټاکلو موخو ته ونه رسېږي، نو له زحمت او هڅو لاس نه اخلي.

۲) هغوی موخې لري او تعقيبوي يې
آيا کولی شئ چې خپلې موخې مو ساده کړئ، يوازې په درې برخو يې ووېشئ او تمرکز پرې وکړئ؟ زحمت کشه او بريالي کسان يوازې خپلو مهمو او ارزښتمنو موخو ته لومړيتوب ورکوي. دوی په شهرت پسې نه ګرځي، دوی په دې پوهېږي چې که يوازې خپلې موخې تعقيب کړي؛ نو شهرت به خپله دوی پسې ورشي.

۳- هغوی کولی شي چې موقتي خوښي او خوند وروسته پرېږدي
د نړۍ زحمتکشه کسان په دې پوهېږي چې برياليتوب يو ځل نه رامنځ ته کېږي او وخت نيسي. هغوی په دې پوهېږي، چې مخکې له دې چې د خپلو هڅو ثمره ترلاسه کړي، بايد خپلو هڅو ته دوام ورکړي او په صبر او برده بارۍ سره خنډونه يو د بل پسې شاته کړي.
دا ډله کسان کولی شي چې لنډمهاله خوندونه پرېږدي او خپل حرکت ته دوام ورکړي.

۴- دوی د ځانګړو ارتباطي مهارتونو لرونکي دي
دا ډله کسان کولی شي چې د خپلو افکارو او نيتونو ترمنځ ګټوره اړيکه وساتي. دوی په دې پوهېږي چې په يوازې ځان نشي کولی خپلو موخو ته ورسېږي او په دې باور لري چې د نورو ملاتړ او هڅونه کولی شي خپلو ټاکلو موخو ته يې ورسوي. همدارنګه هڅه کوي چې خپلو کارونو کې د رښتينو ملګرو او همکارانو نظر له ځان سره ولري.

۵- دوی زړور او شجاع دي
راځئ چې دې حقيقت سره مخ شو. د دې لپاره چې پاخه شئ او د نړۍ مختلفو ستونزو او ربړو سره مبارزه وکړئ، زړه ور واوسئ. هېره دې نه وي چې داسې هم نه چې خپل ارامښت او مسير له لاسه ورکړئ او د هر ډول نظريو په منلو سره مو ځان به جنجال اخته کړئ. زحمتکشه او زړه ور کسان تل د په زړه پورې پايلو په لټه کې وي او که اړتيا وي خپلو موخو ته د رسېدو لپاره خطر او ستونزي هم پرځان مني او پرې بريالي کېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی