د نړۍ بریالي انسانان دا ۷ خبرې نه کوي

ژباړه: عطا محمد میاخېل

بریا نه یوازې ستاسو د دندې او مسلک لپاره ارزښت لري، بلکې ستاسو د ژوند په ټولو برخو کې مهمه ده، لکه شخصي اړیکې، خوښي او هغه تجربې چې ترلاسه کوئ یې. په دې برخه کې د بریا ترلاسه کول، له هغه څیز سره نږدې اړیکه لري، چې هره ورځ یې په ژبه راوړئ. یو کس دا ټاکي، ترڅو له مثبتو کلمو څخه لکه: هو! زه کولای شم، چې ترسره یې کړم، یا درد لنډ مهالی دی، سر لوړي تل پاتې ده. ګټه واخلي او په وړاندې یې یو بل کس دا ټاکي، ترڅو له منفي کلمو څخه لکه: آیا دا زما په درد خوري یا نه؟ دا کار ناشونی دی. ګټه واخلي، څه فکر کوئ، چې له دې دوو کسانو څخه کوم یو یې په ژوند کې د بریا لپاره، ډېر چانس لري؟ د هغو افکارو او جملو په بدلون سره، چې هره ورځ یې په خوله راوړئ، ځانته د بریا تګلوری ټاکئ. یوازې بسنه کوي، د دې ۷ جملو له ویلو څخه ډډه وکړئ او د هغو څیزونو ویل پیل کړئ، چې بریالي کسان یې وایي:

۱ ـــ دا عادلانه نه دی
راځئ چې واقع بین واوسو، په ژوند کې هېڅ څیز عادلانه نه دی. انسانانو له هماغه پیل څخه، په ډېرې سختۍ سره کولای شول، چې د یوه ګټور او عادلانه وضعیت په اړه فکر وکړ