ساینس او ټیکنالوژي سیاست له نړۍ

د نړۍ سیاسي رهبران کوم ډول ټلیفونونه کاروي؟

لیکنه: بشر درویش

د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د چین جاسوسي شبکې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټلیفوني مکالمې څاري.

د چین د بهرنیو چارو وزارت له دغې ادعا وروسته په طنزیه انداز ویلي، چې که ټرمپ غواړي د ټلیفون جاسوسي یې ونه شي، د هواوي له ګرځنده ټلیفون څخه دې ګټه واخلي.

د ټرمپ په اړه دغه راپور دا پوښتنه رامنځته کړې، چې د نړۍ مهم سیاسي مشران کوم ډول ټلیفونونه استعمالوي؟
په دې مطلب کې به په همدې اړه معلومات درکړو:

باراک اوباما
د امریکا مخکیني ولسمشر بارک اوباما د بلک بري له سمارټ فون څخه ګټه اخیسته.

د لاسته راغلو معلوماتو له مخې، د اوباما ټلیفون ۳ زره امریکایي ډالره بیه لرله.
کیدای شي فکر درشي، چې دغه ټلیفون څه ځانګړنې لرلې او ولې دومره ګران بیه و؟
د اوباما سمارټ فون د نړۍ له ترټولو خوندي ټلیفونونو څخه و. دغه ټلیفون نه واټس اپ درلود او نه کامره.
په یاد شوي ټلیفون کې د پيغام استولو وړتیا هم نه وه.
دا ټلیفون د ترټولو لوړ امنیت لرلو لپاره په نړیوال معیارسمبال شوی دی.

هیلري کلینټن
د امریکا د بهرنیو چارو مخکینۍ وزیره او په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د ټرمپ سیاله هیلري کلینټن هم د اوباما په شان بلک بري ټلیفون کاروه.
هیلري کلینټن په ټولنیزو شبکو کې د عکس خپرولو عاشقه وه، په همدې دلیل یې ځينې ټولنیزې شبکې هم پخپل فون کې فعاله کړې وې.

ولادیمیر پوتین
د پوتین په اړه ادعا شوې، چې له ګرځنده ټلیفون څخه ګټه نه اخلي. خو د تلګراف ورځپاڼې په یوه راپور کې ویل شوي، چې هغه د ګلوناس په نوم ګرځنده ټلیفون څخه استفاده كوي.

د برتانیې سلطنتي کورنۍ
دا کورنۍ ټوله پر ایفون ټلیفون مېنه ده. په وروستي ځل له پرنس ویلیام سره یو ایفون ټلیفون په لاس کې لیدل شوی. هغه د ۲۰۱۳ په المپیک سیالیو کې دا ټلیفون له ځان سره لرلو.

کیم جونگ اون
د شمالي کوریا د رهبر ټلیفون ډېر مشکوک دی. د هغه د فون په اړه هیڅ معلومات نشته، چې کوم ماډل دی.

د هغه له یوه خپاره شوي عکس څخه څرګندیږي، چې اچ‌تی‌سی باترفلای ماډل سمارټ فون کاروي.
په شمالي کوریا کې خلک د «آریرنگ» په نوم د ټلیفونونو داخلي تولیدات لري.
له دغو داخلي تولیداتو څخه محدود خلک، چې د ټولې شمالي کوریا ۱۰ سلنه او مهم خلک دي، ګټه اخلي.
یو ګومان دا هم دی، چې د شمالي کوریا رهبر هم له دغه ټلیفون څخه استفاده کړې ده.

آنگلا میرکل
د المان د صدراعظمې او مقتدرې سیاستوالې انګلا میرکل په اړه ویل شوي، چې له نوکیا ٦٢٦٠ او بلک بريټلیفونونو څخه ګټه اخلي.
ویل شوي، چې د هغې د دفتري کارونو ټلیفون نوکیا دی.

ډونالډ ټرمپ
وېل کیږي، چې ټرمپ خپل ټویټونه د عمومي اړیکو له لارې ترسره کوي.
ټرمپ له ولسمشرۍ څخه مخکې له سامسونګ ګلکسي ټلیفون څخه ګټه اخیسته.
ټرمپ سپینې ماڼۍ ته له ننوتو وروسته له ایفون ټلیفون څخه ګټه اخیستل پيل کړل.
دا خبره د ده د ټولنیزو رسنیو مدیر دان اسکاوینو هم په یوه ټویټ کې تایید کړې ده.

امانوئل مکرون
د فرانسې د ترټولو ځوان ولسمشر د دفترخپاره شوي تصویرونه څرګندوي، چې د هغه پر مېز دوه ایفونونه هم ایښودل شوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي