سیاست

د ملګرو ملتونو غونډه؛ د نړۍ مشرانو ولې ټرمپ پورې وخندل؟

لیکنه: بشر درویش

بشر دروېش

د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وینا پرمهال د نړۍ مشرانو د هغه وینا پورې خندلي.

خو ډونالډ ټرمپ دا راپور نه مني؛ هغه وایي د غونډې ګډونوالو ده پورې نه دي خندلي، بلکې له ده سره یې خندلي دي.

ټرمپ پورې ولې وخندل شول؟

ټرمپ د خپلې وینا پرمهال وویل: د امریکا په تاریخ کې یوه دولت هم د ده د دولت هومره ډېرې بریاوې لاسته نه دي راوړي.

له دې خبرې سره، د غونډې ګډونوال په خندا شول.

ټرمپ له خندا سره یوه شېبه غلی شو او بیا یې وویل: د دې غبرګون تمه مې تاسو نه نه لرله، خو پروا نه لري.

معلومه نه ده، چې د نړۍ د کومو هېوادونو ټرمپ پورې خندلي، خو دا مسئله د نړیوالو رسنیو په سرټکو کې ده.

د ټرمپ غبرګون

ټرمپ د ملګرو ملتونو له غونډې وروسته په یوه خبري ناسته کې دا رد کړه، چې ګواکې د نړۍ مشرانو د ده خبرو پورې خندلي دي.

ټرمپ وویل، چې په دې اړه خلکو ته غلط معلومات ورکړل شوي.

د هغه په وینا د ده وینا پرمهال د ملګرو ملتونو غونډه پر ټولو په خوښۍ تېره شوه او یو بل ته درناوی پکې موجود و.

ټرمپ دا هم وویل، چې په ملګرو ملتونو کې یې د نړۍ مشرانو ته وینا کوله، هغوی مسلکي خلک دي او له چکو وهلو، هڅونې یا موسکا سره چندان بلد نه دي.

د نیکي هیلي توجیهات

په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې مېرمن نیکي هیلي د ټرمپ په خبرو کې صراحت او صداقت د غونډې د ګډونوالو د خندا سبب ګڼلی.

هغې له فاکس نیوز سره د مرکې پرمهال د ټرمپ د وینا ننګه کړې.

مېرمن هیلي ویلي:« رسنیو په دې اړه ډېره تېروتنه کړې، آیا نور هېوادونه امریکا نه خوښوي؟ نه، آیا امریکا ته احترام لري؟ هو، چې داسې ده نو کله چې هغه (ټرمپ) خبرې کولې، د هغه سپینې او صریحې خبرې د نړۍ د مشرانو خوښې شوې، ځکه دا ډول خبرې دیپلوماتیکې نه وې، دوی له همدې وجې وخندل»

د امریکا سفیرې زیاته کړې:« هغه ډېر ریښتینی غږیده، د نړۍ مشران هک پک شول، ځکه د داسې خبرو تمه یې نه لرله. وروسته تاسې ولیدل، چې هغوی ټول ورته د عکس اخیستو لپاره ورغلل او ویې ویل چې ډېره لوړه وینا یې وکړه».

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي