ټولنیز ژوند ژوند بڼه نړۍ

د نړۍ قهرجن، خپه او خوشاله هیوداونه دا دي

لیکنه: مریم محمدي

ژباړه: مریم محمدي

خوشاله او غمجن خلک د نړۍ په کومو هیوادنو کې ژوند کوي، او کوم څه د دوی د خوشالۍ او خپګان لامل شوی؟
دا لیکنه چې ځینو نړیوالو څیړونکو ډلو کړې، د نړۍ د ۱۴۰ هیوادونو له ډلې ۲۰ خوشاله او د ۲۰ خپه کوونکي هیوادونو د اوسېدونکو په اړه معلومات درکوي:

د نړۍ خوشاله هیوادونه:
ډنمارک، ناروې او سویډن د شمالي اروپا، هغه درې هیواونه دي چې له ډېرو کلونو راپه دې خوا د نړۍ د خوشاله هیوادونو په لیست کې ځای لري.

په دې هیوادنو کې ټولنیزې اسانتیاوې، یووالی، مدني او بشري حقوقونو ته درناوی، د لوړ مز تر لاسه کول او په کاري ځایونو د ښونیزو زده کړو تر لاسه کول ددې لامل شوی، دغه خلک له خپل ژوند نه راضي اوسي.

دغه راز نیوزیلند او استرالیا بیا د جنوبي نیمې کرې هغه دوه هیوادنه دي چې د نړۍ په څلورم او پنځم د خوشاله هیوادونو مقام خپل کړی دی.

په دې هیوادنو کې هم د ښونیزو کارونو شتون، د کار په مقابل کې لوړ مز اخیستل، ښه اقتصاد او مدني ازادۍ هغه څه دي چې د یادو هیوادنو د خلکو د خوښۍ لامل شوی.

همدارنګه هالند، فنلند، کانادا، سوییس، د آمریکا متحد ایالات ، انگلستان، آلمان، بلجیم، سنگاپور او تایوان بیا د نړۍ له شپږم نه تر اتلسم پورې د خوشاله هیوانو په لیست کې ځای لري.

په دې هیوادونو کې اقتصادی پرمختګ، مدني ازادۍ، د خلکو رښتینی یووالی، د تکړه ډاکترانو او با کیفته درملو شتون، امنیت او سوله هغه څه دي چې د خلکو د خوښ ژوند سبب شوی.

په دې هیوادونو کې هغه اصلي عوامل چې د خلکو د ښه ژوند یو لوی لامل دی، هغه لوړعاید او ټولنیز پرمختګ ښودلی شو.

په نړۍ کې قهرجن هیوادونه:
سره له دې چې د خوښو هیوادونو د اوسېدونکو په اړه پلټنې شوي، ترڅنګ یې بیلا بیلو موسسو د هغو هیوادنو په اړه هم څیړنې کړي چې اوسېدونکي یې قهرجن یا غوسه ناک دي، تر څو یې عوامل ترلاسه کړي.

په دغو څیړنو کې د عراق، ایران او سوډان هغه هیوادونه دي چې اوسېدونکي یې د نړۍ غوسه ناکو خلکو په لیست کې راغلي دي.

د دې هیوادونو خلک ډېر تشویش کوي، منفي فکر لري او جسمي دردونه بیا هغه څه دي چې د یادو هیوادنو د خلکو قار اوغوسې لامل شوی.

د نړۍ خپه هیوادونه:
د نړۍ په خپه هیوادنو کې د افریقا مرکزي هیوادونه لومړی مقام لري.

دغو هیوادونو کې په سلو کې له لسو ډېر ماشومان د روغتیايي اسانتیاوو د نشتون او د کورنيو د ناپوهۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

همدارنګه بې ګټې او غیر موثرې زده کړې چې د هرو ۸۹ زده کوونکو لپاره یوازې یو ښوونکی ګمارل شوی. راتلونکې ته نه هیله مندي، د کار او روزګار نشتون نور هغه دلیلونه دي، چې د دغو هېواد وګړي، ناخوښ او غمګین ښودل شوي دي.

زیمبابوې او اتیوپیا هغه دوه افریقايي هیوادنه دي چې د افریقا له مرکزي هیوادونو نه وروسته په لست کې ځای لري.

لوړ مالي او سیاسي فساد، بشري حقونو ته نه لاس رسي، د سواد نشتون، صحي خوړو ته نه لاس رسی، د خوراکي توکو لوړې بیې او د کار نشتون هغه څه دي چې د دې هیوادونو خلکو ژوند یې تریخ کړی.

پاکستان د امنیت نشتون، د نرخونو لوړوالی او په ټولنه کې د بهرنیانو شتون نه زغمل هغه سببونه دي چې د نړۍ د قهرجنو هیوادنو څلورم مقام یې خپل کړی دی.

همدارنګه یمن، سوډان، نیجِر، موزامبیا، کنیا، زامبیا، اوگاندا، کمرون او رواندا بیا د هغه هیوادنو له ډلې دي چې له ۵ نه تر ۱۳ مقام پورې ځای لري.

د دې هیوادونو کې خلک بشري ازادي نه لري، بې کاري په کې زیاته ده، زده کوونکي یې پرمختللو یا موثرو زده کړو ته لاس رسی نه لري، د پاکو اوبو نشتون، لوړ اداري فساد ، په سیاسي او اقصادي پرمختک د باور نشتون، دا هغه علتونه دي، چې د یادو هیوادونو د خلکو ژوند یې خپه کړی دي.

کیدای شي افغانستان به هم په ځینو کټګوریو کې وي، خو داسې څیړنې یې په اړه نه ده شوې.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم محمدي