ډېر بختور او ډېر بدبخته خلک؛ افغانان یې په لیست کې کوم ځای لري؟

لیکنه: صادق طارق

ملګرو ملتونو د خوشالۍ د نړیوالې ورځې له تېریدو سره فینلینډ د نړۍ د ترټولو خوشاله هېواد په توګه اعلان کړ.
دا دویم کال دی، چې په پرله پسې ډول پکې فینلینډ دغه مقام ګټي.

ولې فینلینډ؟
د فرانسې خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، چې فینلینډ پينځه میلیونه او پینځه سوه زره نفوس لري.

دا هېواد د نړۍ د ۱۵۶ هېوادونو له ډلې د نړۍ د تر ټولو خوشاله هېواد په توګه اعلان شوی.

په هغو معیارونو کې چې د یوه هېواد خوشالي پکې ارزول کیږي، دا برخې شاملې دي:

ـ خلک یې په اوسط ډول څومره عمر لري؟
ـ د خلکو د عاید اوسط کچه یې څومره ده؟
ـ د خلکو ټولنیز وضعیت یې څنګه دی؟
ـ په رواني لحاظ څومره خوشاله دي؟
او…

نور بختوران
له فینلینډ څخه علاوه هالینډ، سویس، کاناډا، نیوزیلینډ او اتریش هم د نړۍ له ترټولو زیاتو خوشاله هېوادونو څخه ګڼل شوي.

په دغه لیست کې د سیاسي ستونزو ځپلی انګلستان له مخکیني څلورم مقام څخه پينځلسم مقام ته تللی.

امریکا متحده ایالات د دغه لیست له مخې د نړۍ نولسم خوشاله هېواد دی.

نا بختور هېوادونه
د ملګرو ملتونو په دغه راپور کې جنوبي سوډان د نړۍ تر ټولو غمجن او له خوشالیو بې برخې هېواد یاد شوی.

سرچینه وایي د دغه هېواد ۶۰ سلنه خلک د ملاماتونکې کورنۍ جګړې له کبله، چې ۴ سوه زره تنه پکې ووژل شول، د خوراکي توکیو له سخت بحران سره مخ دي.

افغانستان چېرته دی؟
افغانستان په دغه لیست کې له یمن او مرکزي افریقا سره په نیږدې او ورته حالت کې یاد شوی.

دا هېوادونه د نړۍ له هغو هېوادونو یاد شوي، چې کمه خوشالي پکې موجوده ده.

د براعظمونو له مخې وېش
ملګرو ملتونو په دغه راپور کې ویلي، چې په اسیا او افریقا کې ورځ تربلې نهیلۍ، غمونه او خپګانونه مخ په زیاتیدو دي.

دا وضعیت د انسانانو د احساساتو د منفي کیدو او په خپګانونو د خوشالۍ د بدلولو سبب ګرځیدلی.

په راپور کې زیاته شوې، چې د نړۍ د ۲۰ خوشاله هېوادونو نېمایي یې په مرکزي او ختیزه اروپا، ۵ یې په افریقا او ۳ نور په لاتینه امریکا کې موقعیت لري.

له ۲۰۰۵ راهیسې یمن، هند، سوریه او ونزویلا هغه هېوادونه ګڼل شوي، چې خوشالي پکې کمه ده.