سپورټ نړیوال کرکټ

نړیوال جام کې دغو لوبغاړو دغه لاسته راوړنې لرلې

اعلان

په ۲۰۱۹ م کال نړیوال پنځوس اوریزجام کې ټولې ۴۸ لوبې شوې، چې دوه یې نیمه پایلوبې او یوه یې پایلوبه وه.

په دې جام کې یوه لوبه کې ډېرې منډې اسټرالیایي کيڼ لاسي توپ وهونکي ډېوېډ وارنر کړي دي، ده په یوه پاڼۍ کې په یواځې ځان ۱۶۶ منډې وکړې او دا په یواځې ځان په سږ کال جام کې زیاتې منډې وې.

په نړیوال جام کې تر ټولو زیاتې منډې بیا روهېټ شرما وکړې، هغه د پنځه سلیزو په ملتیا ۶۴۸ منډې وکړې او مخکښ منډې جوړوونکی ووت.

تر ټولو زیاتې وېکټې اسټرالیایي مېچل سټارک واخېستې، هغه دا نړیوال جام د ۲۷ وېکټو په اخېستلو سره پای ته ورساوه.

تر ټولو لوړ هدف د افغانستان پر وړاندې انګلستان اېښی و، دې لوبډلې ۳۹۷ منډې  جوړې کړې وې.

تر ټولو په ستر توپیر ماته هم افغانستان خوړلې وه، انګلستان؛ افغانستان ته په ۱۵۰ منډو ماته ورکړې وه.

world cup.PNG

د غوره بریاوو سلنه یا فصدي د نیوزیلېنډ سره وه، نوموړې لوبډلې په ۷۵ سلنه لوبې ګټلې وې او له شاندارې پایلوبې وروسته یې د پولو د لوبوg, پر سر ماته وخوړه.

په یوه لوبه کې چې زیاتې منډې شوې؛ هغه د بنګله دېش او اسټرالیا په لوبه کې وې، دواړو پاڼیو کې ۷۱۴ منډې جوړې شوې وې.

سږ کال نړیوال ۵۰ اوریز جام کې ټولې ۳۵۹ شپږیزې لګېدلې وې.

او په ټول نړیوال حام کې ۶۷۶ وېکټې اخېستل شوې وې.

تر ټولو زیاتې ماتې پکې افغانستان وخوړې او اتلولي بیا هغې لوبډلې یوړه، چې تر دې دمه یې یاد ډول نړیوال جام نه و ګټلی.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی