اقتصاد سیاست له نړۍ

د نړۍ ۵ بریالي رهبران ځوانانو ته دا سپارښتنې لري

لیکنه: بشر درویش

ژباړه: بشر دروېش

ځوانانو ته به نصیحتونه ډېرشوي وي. په دې مطلب کې د نړۍ د مختلفو برخو د ۲۵ بریالیو رهبرانو مشخصې او پرتجربو ولاړې سپارښتنې شریکوو.

۱- وارن بافټ (Warren Buffett)
بافټ د نړۍ یو مشهور پانګوال دی. هغه په ۲۰۱۰ کې یاهو وېبپاڼې ته وویل: تراوسه مې ترټولو ښه نصیحت د برکاشیر کمپنۍ له یوه مشر توماس مورفي څخه اوریدلی.

Warren Buffett

د بافټ په وینا مورفي ورته ویلي:

« دا مه هېروه چې یو چا ته سبا هم ویلی شې: له مخې مې ورک شه! چې داسې ده نن ورته دا خبره مه کوه، سبا وګوره که دې د دې خبرې احساس درلود ورته وکړه!»

د دې خبرې پيغام دا دی، چې په هره سبا ورځ کې د نن په پرتله زموږ چلند بدلیدونکی او موږ بدلون منونکي یوو. دې ته په کتو سره باید انسان هیڅکله بېړنۍ او احساساتي پریکړې ونه کړي.

۲- مایا آنجلو


مشهور لیکوال کیتی کوریک پخپل کتاب «ترټولو غوره نصیحتونه چې تراوسه مې موندلي » کې د هنرونو د مطرح نوم مایا آنجلو (Maya Angelou) په حواله داسې ویلي:

« د پلار نیا مې راته یو نصیحت کړی، چې ما تر ۶۵ کلنۍ ورڅخه ګټه اخیستې. هغې راته ویلي وو: که په داسې موقعیت کې ایسار شوې، چې نه دې خوښیږي، شاته تګ هم خوند نه درکوي او اصلي ځای ته دې هم بیرته نه غواړې وګرځې په داسې وخت کې له شته سړکه ووځه او یوه نوې لاره درته پيدا کړه»

۳- ریچارد برانسون:


ریچارد برانسون (Richard Branson) د ویرجین ګروپ رییس او موسس دی. هغه په یوه مرکه کې ویلي:

« ځينې خلک د دې پرځای چې پر نوې پروژې فکر وکړي، د مخکینۍ ماتې په اړه تمرکز کوي. زه د دا ډول تمرکز مخالف یم».

د برانسون په وینا دا خبره یې له خپلې مور څخه زده کړې ده.

۴- جي. کي. رولینگ


جي. کي. رولینگ (J.K. Rowling) د هري پاتر د زیاتو خرڅ شویو کتابونو له لیکوالو څخه دی.
هغه این بي سي تلویزون ته په یوه مرکه کې وویل:

« زه فکر نه کوم چې د ماتې په اړه ډېرې خبرې وکړای شوو. ماتې په ژوند کې حتمي پېښیږي خو مهمه دا ده چې تر ماتې وروسته وضعیت باندې تمرکز ولرو او چمتووالی ورته ولرو».

مېرمن رولینگ مخکې له هغې چې یوه ترټولو شتمنه ښځه شي یوه ځانته اوسیدونکې مېرمنه وه. دې د برتانیې د دولت په خیریه مرستو ژوند کاوه. همدا وخت یې لیکوالي شروع کړه، کله یې چې لیکنې خپرنیزو ادارو ته ورسیدې له تاوده هرکلي سره مخ شوه.

رولینګ په ۲۰۰۸ کې د محصلینو یوې فراغت غونډې ته وویل:

«زما لنډ مهالی واده له ماتې سره مخ شو. زه هم وزګاره، هم یوازې او هم یوه فقیره مور وم. د معیارونو له مخې ما ځان د نړۍ تر ټولو ناکامه انسانه ګڼله».

د دې په وینا هغې خپله ماتې پخپل بریالیتوب بدل او ځان یوه خاص ځای ته پرې ورساوه.

۵- اریک اشمیت:


کیتي کوریک د غوره نصیحتونو په نوم پخپل اثر کې د ګوګل د مدیره پلاوي د ریس اریک اشمیت په حواله لیکلي:

« داسې لاره پیدا کړه، چې مختلفو موضوعاتو، نویو دوستانو، د نویو شیانو زده کولو، نوو دندو او هر نوي شي ته پرې بلې ووایې.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي