سپورټ نړیوال کرکټ

سبا یکشنبه د کرکیټ نړیوال جام پایلوبه ترسره کیږي

راپور: صابر حیمدي

د کرکیټ یو ورځني نړیوال جام پایلوبه سبا یکشنبه ماپښین ۲ بجې د کوربه انګلستان او نیوزیلېنډ کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د لندن ښار په لارډز کرکیټ لوبغالي کي ترسره کیږي.

د ۲۰۱۹م کال د کرکیټ نړیوال جام د مې میاشتي په ۳۰مه نېټه د انګلستان په کوربتوب پيل سو، چي پکښي ۱۰ هیوادونو افغانستان، آسټرالیا، هندوستان، انګلستان، نیوزیلېنډ، سریلانکا، سویلي افریقا، پاکستان، ویسټ انډيز او بنګله دېش ګډون کړی وو.

ددې سیالیو نیمه پایلوبي ته د انګلستان او نیوزیلېنډ ترڅنګ هند او آسټرالیا لاره پیداکړې وه، چي نیوزیلېنډ ـ هند ته او انګلستان بیا آسټرالیا ته سخته ماته ورکړه.

افغانستان، پاکستان، بنګله دېش، سریلانکا، ویسټ انډيز او سویلي افریقا بیا هغه ۶ لوبډلي وې، چي دوهم پړاو ته ئې لاره نکړه پیدا.

افغانستان په دې نړیوال جام کي ۹ لوبي ترسره کړې، چي ټولي ئې وبایللې.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې