بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند زده کړې

له منفي سره مبارزه مه کوئ، مثبت وټاکئ او پالئ !

ژباړه: نور احمد فضلي

ولي د ځمکې پر مخ د جنګ ضد کوښښونو سره سره بیا هم هره ورځ د هیوادونو ترمنځ جنګونه زور اخلي او د جنګي وسلو جوړول پرمختګ کوي؟ ولي سره له دې چي په ټوله نړۍ کي د نشه يي توکو د استعمال په وړاندي ضد تبلیغات کیږي، بیا هم هره ورځ وینو چي زیاتره انسانان په بېلابېلو برخو کي ورباندي روږدیږي؟

ولي د شنو خونو د اغېز، د ځمکي کُرې د تدریجي ګرمېدو او قطبي یخچالونو د ویلي کېدو په اړه د پوهاوي غونډو او ناستو او د ژوند چاپیریال مدافع ډلو ددې ټولو کوښښونو سره سره ځمکه لا هم ورځ تر بلي ګرمیږي؟

موږ څه دومره نړیوال ګړیږو، را به سو خپل دې کورني محیط ته – دلته موږ څومره بدرفتاریو، بد اخلاقیاتو او منفي حرکتونو ته اشاره کولای سو چي د ښکاره ضدیت او مخالفت سره سره د کورنۍ ټول مشران او د قوم غټان یې مرتکب دي او نسل پر نسل مو د بد رفتاریو او بد اخلاقیو شمېر زیاتیږي؟ خو رښتیا ولي د منفي سره د مبارزې یاد ټول ډولونه سرچپه راوځي او همېشه د یوه منفي له یوه ځایه، د منفي مبارزینو پر خلاف، لا زیاتیږي او دوئ د ننګونو سره مخامخ کوي.

ددې پوښتني ځواب باید د منفي سره د ناسم چلند په کړنلاره کي وپلټو
ویل کیږي چي مشهوري راهبې ترزا چي خپل عمر یې د هندوستان او نړۍ فقیرانو او محرومو کسانو ته وقف کړی و هیڅکله یې د جنګ ضد یوه خوځښت کي ګډون ونه کړ. داسي څخه چي نوموړې د جنګ سره جوړه وه بلخوا په دې خاطر چي باور یې درلود د منفي سره مبارزه په یوه بڼه تاریکې ته هویت ورکول او د هغې را ژوندي کول دي او سمه لاره یې دا ده چي د منفي سره د مخامخ کېدو پر ځای د رڼا پر لور راوګرځي او د رڼا او روښنايي په تبلیغ پسي ولاړ سي. وايي راهبې ترزا به همېشه ویل:” هرکله چي د سولې د تبلیغ خوځښت ترتیب سو، زما نوم د نوملړ په سر کي ولیکئ! “

د” پرم راوات “ په نوم د هندوستان یو نوموتی ویناوال چي په انګلیسي ژبه د (word of Peace) یاني د سولې خبري په ځانګړي کانال کي هره شپه د بېلابېلو میاشتنیو کانالونو او د نړۍ په ګوټ ګوټ کي د ټلوېزیوني پروګرامونو له لاري ویناوي کوي، نوموړی همېشه ډېره جالبه پوښتنه کوي، دی وايي:” ولي ټول هیوادونه د دفاع/جنګ وزارتونه لري خو هیڅ یو هیواد د سولې وزارت نه لري؟ ولي په ټولو هیوادونو کي د وسلې جوړولو کارخوني سته، خو په هیڅ یوه هیواد کي د سولې او آرامي وسایلو جوړولو کارخوني نه دي جوړي سوي!؟ “په بل عبارت، پرم راوات هم په دې باور دی چي د منفي یا تور سره د مخامخ کېدلو پر ځای غوره ده چي برعکس یاني د روښنايي او سپین واله پر لور وګرځو او روښنايي انتخاب کړو.

که په نړۍ کي منفي مقالې، نامناسب فلمونه، ویناوي او ناسم درسونه ډېر سوي دي، ولي یې د محکومولو له پاره وخت تلفوی!؟ پر ځای یې مثبتي او سېک بخښوونکي لیکني وکړئ! له پند او مفهومه ډک فلمونه جوړ کړئ! سم، هیله بخښوونکي او سېک ورکوونکي درسونه خپاره کړئ او په یوه پلا خپل پېرودونکي د منفي څخه د مثبت او سېک ورکوونکو اثارو پر خوا را واړوئ. وبه وینئ چي د وخت په تېرېدو سره به منفي او تور خپل رنګ پیکه کوي او له منځه ځي او فضاء به ټوله روښنايي نیسي.

که چیري د نهیلي کوونکو او منفي افکارو څخه ځورېږئ او د منفي کسانو د خبرو او ویناوو اورېدلو څخه ستړي او خسته کېږئ، خوشي د ځمکي سره ددې کسانو په وهلو کي ځانونه مه ښکېلوئ. ځکه چي د منفي تفکر سره هر ډول مبارزه په غیر مستقیمه توګه د یادې پدیدې را ژوندۍ کول او د هغې عمر زیاتول دي او ددې منفیاتو له شر څخه د خلاصېدو تر ټولو ښه لار، د دوی پر خلاف، یاني پر مثبتو افکارو او هیله بخښوونکو خبرو باندي پانګونه کول دي. وبه وینئ چي د مثبتو پر لور په محضی اوښتلو او له مخه مو د منفیاتو په لیري کولو سره، سکون ورکوونکی جریان مو ټول ژوند پوښي او د مثبت پر لور د هر ګام په اوچتولو سره، د منفي سېوری ستاسي او ستاسو د ژوند پر وړاندي کم رنګه کیږي او کم عمره کیږي او بالاخره هغه وخت رارسیږي چي ستاسو پر شاوخوا به د برکت، اُمید، سکون او ارامښت څخه پرته نور شی نه وي.

بناً په هیڅ رقم خپل قېمتي وخت د منفي کسانو د منفي رفتارونو، کردارونو، او سلوکونو سره په مخامخ کېدا او مبارزه کي مه تلفوئ. پر ځای یې خپل وخت او انرژي د نېکو خبرو تولیدولو او پیاوړي کولو ته ورکړئ. وبه وینئ چي په خارق العاده ډول مو د ژوند له ټولو عرصو څخه شر او منفیات محوه کیږي او پر شاوخوا مو ټول کسان د آرامښت او برکت په سمندر کي لامبو وهي. یوازي همدلته پوهېږئ چي ولي د ژوندي پاته کېدو په خاطر منفیات زما او ستا پاملرني ته اړتیا لري!

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي