ټولنیز ژوند ژوند بڼه

څنګه کولی شو يو منظم کاري مېز ولرو؟

اعلان

ژباړه او زياتونه: محمد عزيز پردېس

باور وکړئ يوازينی کس چې کولی شي تاسو سره د يو منظم کاري مېز په رامنځ ته کولو کې ترټولو ښه همکاري وکړي، پخپله تاسو ياست. يوازې يو څو ټکو ته اړتيا ده چې بايد ورته پاملرنه وکړئ. تاسو په دې ښه پوهېږئ چې د مېز په هره برخه کې مو خپل کوم اړين توکي په څه ډول کېږدئ.

دلته به تاسو ته د څو مهمو ټکو يادونه وکړو چې درسره د منظم کاري مېز په درلودو کې مرسته کولی شي:

خپل د کار مېز مو مشخص کړئ

د کمپيوټر مېز هېڅکله نشي کولی چې د مطالعې، قلم او کاغذ لپاره مناسب مېز واوسي. غوره ده چې د هر کار ځای مشخص او معلوم وي. يا هم که مو لېوالتيا وي مېز مو څو جانبه وي، نو د توکو په سمبالښت او کېښودو کې يې پام وکړئ.
د مېز فضا مو دسته بندي کړئ او که مېز مو تمه ده چې په مختلفو اوقاتو کې يو مشخص کاربرد ولري، نو د مېز مرکز د اساسي فعاليت لپاره وټاکئ. خو که له مېز څخه مو متفاوت کار اخلئ، مېز مو په څلورو برخو ووېشئ او د هر فعاليت لپاره مناسبه فضا تنظيم کړئ؛ ترڅو ګيچ مو نکړي.

د اړينو وسايلو يو لېست برابر کړئ

په کاري مېز کې مو چې څومره اړين وسايل يا توکي ايښي دي، لېست ترې برابر کړئ. له کمپيوټر او کتابونو څخه نېولې سنجاقونو او نورو وړو وسايلو پورې. کله مو چې لېست برابر کړ نو ځان سره پرې فکر وکړئ چې کوم وسايل درته تل پکارېږي او تل مو د مېز پر سر وي او همدارنګه هغه توکي چې ډېر لږ پکارېږي په روک کې يې کېږدئ. په هر صورت ستاسو مېز معمولا د لږ شمېر توکو ظرفيت لري.

د تمرکز ماجرا مه هېروئ

ستاسې کاري مېز د کور يا دفتر هغه طاقچه نه ده چې له یوعالم تزئيني وسايلو څخه دې ډکه وي. دا مېز تمه ده چې ستاسو د حواسو د تمرکز ټکی وي او تل له همدې ځايه خپلو کارونه تعقيب او منظم کړئ. په همدې اساس هڅه وکړئ چې د داسې توکو له ايښودلو څخه ډډه وکړئ چې ستاسې د حواسو د ګډوډۍ سبب کېږي.

شنه بوټي، با معرفته ملګري

د طبعيي ګلدانونو له معجزې څخه مه غافله کېږئ. د مېز پر سر د يو طبعيي ګل يا بوټي د ګلدان ايښودل ستاسې په کار کې خلاقيت رامنځ ته کوي. د ورځې په جريان کې همدا ګلدان د دې سبب کېږي چې تاسو ورته کله ناکله متوجه شئ او ترې خوند واخلئ.

لنډ يادښتونه

د مېز په يوې برخه کې مو د يادښتونو د ليکلو لپاره ځای بېل کړئ او هلته يوه وړه کتابچه يا يو څو واړه رنګه کاغذونه کېږدئ او هغه موضوعات چې غواړئ له ياده مو ونه وځي هلته يې وليکئ.

هره ورځ مو د مېز پاکوالی په پام کې ونيسئ

هره ورځ مو پر مېز نرمه ټوټه راکش کړئ، حتی کې څومره ضرور کار هم ولرئ. که صفا کار يا کلينر ستاسې د مېز پاکول هېر کړي وي، هېڅ خبره نشته؛ خپله لاس په کار شئ او پاک يې کړئ. مطمينه اوسئ چې په دې کار سره به مو شخصيت ته هېڅ صدمه ونه رسي.

کاري مېز مو شخصي کړئ

که ممکن وي او د ادارې رضايت وي، تاسو کولی شئ خپل مېز په ځينو زينتي توکو لاپسې ښکلی او په زړه پورې کړئ. هڅه وکړئ چې د خپلو څو ماشومانو، د کورنۍ د نورو غړو او يا هغه څوک چې تاسو ورسره ډېره مينه لرئ؛ انځورونه يې منظم چوکاټ کړئ او په مېز کې مو ځای پرځای کړئ.
که مو د مېز پر مخ کاغذونه زيات وي او يا يې ډېر کاروئ، نو هڅه وکړئ چې د کاغذونو يو روک ورته برابر کړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی