اقتصاد ټولنیز ژوند

کاري ماحول او ناخوښي؛ څنګه پکې خوښ واوسو؟

لیکنه: بشر درویش

ژباړه: بشر دروېش

کاري ماحول که هغه دفتر وي، یا کومه کارخانه، دوکان یا د مزدورۍ ځای؛ په هر یوه کې موږ حق لرو چې خوشاله اوسوو.

خو کاري ماحولونه څه د دغه ماحول او څه زموږ له لاسه ډېرځله خوشالونکی څه، چې خپه کوونکی وي.

ځینې خلک دې موضوع ته په کمه سترګه ګوري، یانې هر ډول فضا سره جوړیږي.

دا ښه عادت دی، چې هر ډول ماحول سره انسان عادت شي؛ مګر ایډیال حالت دا دی چې په هر ماحول کې ترممکنه حده د خوشالۍ فضا درته رامنځته کړئ.

دا له یاده مه باسئ، چې که وغواړئ په هر ماحول کې خوښي رامنځته کولای او ځان له رواني او نورو نارامیو ساتلی شئ.

د کاري ماحول خوښي او ناخوښي دواړه ستاسې پر ژوند خورا اغېزې لري؛ که ستاسې کارې ماحول خوشالونکی و، خامخا به تاسې په کور، شخصي ژوند، زده کړو او بل هر موقعیت کې خوشاله یاست.

برعکس که کارې ماحول مو خواشینونکی و، تاسې به هرچېرته خواشیني او نارامه یاست.

دلته د کاري ماحول د خوښۍ درې مهم اصلونه او رازونه بیانوو.

هڅه وکړئ، چې دغو اصلونو ته کار وکړئ او خوشاله شئ.

هدفمندانه کار خوښي زېږوي
د کاري ماحول ټولې خوښۍ د کار له هدفمندۍ سره مانادار کیږي.

کاري ماحول مو که ستاسې د کوم اوږدمهاله هدف د لاسته راوړلو مرستندوی نه وي؛ د کار په خوند او مانا هیڅ نه پوهیږئ.
مثلا: که تاسې د طب په برخه کې زده کړې کوئ او په یوه ساختماني شرکت کې دنده لرئ، هیڅ دا کار دې مانادار کیدای او خوندوریدای نه شي.

البته دا جلا بحث دی، چې دغه کار درته ډېر عاید راوړي او دا عاید د زده کړو په ښه ترسره کیدو کې مرسته درسره کوي.

له دې پرته که هر کار کوئ، هڅه وکړئ چې په اوږدمهاله او ستراتیژیکو موخو کې درسره مرسته وکړای شي.

ماحول باید هیله بښونکی وي
هغوی چې هیله نه لري، یا یې د ژوند او کار ماحول هیله ورنه کړای شي؛ خوشاله ژوند ورته ستونزمن دی.

تاسې داسې ځای ځان مصروف کړئ، چې هیلې درکړای شي.

د پرمختګ هیلې، د ښې راتلونکې هیلې او د ښو لاسته راوړنو یا شخصیت جوړیدو هیلې.

که خپله د کومې ادارې مشري کوئ، هڅه وکړئ چې کارکوونکو ته مو تر بر هر څه ډېر ښې او زیاتې هیلې ورکړئ.
ځکه چېرته، چې هیلې نه وي، ژوند او کار خوند نه کوي.

کاري ماحول کې ملګري ولرئ
د ملګرو لرل په عام ډول د ښه او کامیاب ژوند له مهمو اصلونو او ضرورتونو څخه دی.

په کاري ماحول کې هم دا اصل باید مراعت او عملي کړئ.

په دغه ماحول کې د ښو ملګرو لرل سبب کیږي، چې یوه تکیه او د زړه خوالې څوک مو موجود وي.

هغوی هم په کارونو کې مرسته درسره کولای شي، هم ښې مشورې درکولای شي او هم مو درک کوي، طبیعت دې درسره پالي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي