ټولنیز ژوند

ښځې دې خپل غږ په خپله پورته کړي

لیکنه: شپنه سلګۍ

د تېر په څېر اوس هم په کليو او بانډو کې زموږ ښځینه قشر د ګڼو ستونزو سره لاس او ګريوان دی، او لا هم پر یو او بل نوم یې حَقَّه او اسلام ورکړي حقوق ترې سلبیږي.

د وهلو، ترټلو او سپکولو تر څنګ حتی د انسان په سترګه ورته هم نه کتل کيږي.

د خپل حق له پاره یې له خولې هره راوتونکې ناره تر راوتو وړاندې د جبر پر منګولو په ستوني کې زیندۍ شي.

تور، تهمت، بد نسبتونه او جنسي ځورونې خو یې هسې هم د بدمرغه ژوند پر ټنډه لیک دي.

په ډېرو عادي او وړو وړو خبرو ترې د خدای ورکړي ژوند حق اخیستل کیږي. لنډه دا چې زموږ په ټولنه کې د ښځې مثال داسې دی، لکه دیو مادام العمر بندي، چې ظاهراً ژوندو ته ورته وي، خو حقیقت کې یې د ژوند واګې له بل چا سره وي.

دا چې تر څو به زموږ په ټولنه کې ښځې دغه د زور زياتي څپې د خپل صبر په ساحل ماتوي، معلومه نه ده، خو هغه خويندې چې د ټولنيزو رسنيو د استعمال زمينه ورته مساعده ده او کولای شي چې د خپلو روا غوښتنو او حقّه حقوقو د إعادې لپاره خپل غږ د نورو تر غوږونو ورسوي، نو چوپ دې نه پاتې کیږي. ځکه که دوی خپلې غوښتنې په مثبت ډول مطرح کړي او هڅه وکړي، نو لرې نه ده چې يو شمېر هغه نارينه چې د ناپوهۍ او یا هم پر قصدي ډول یې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي، خپله غلطي درک او د جبران لپاره یې لاس په کار شي. او د خپلې خور، مور، لور او ميرمن تلف شوي حقوق بېرته هغوی ته إعاده کړي.

د ټولنیزو رسنیو ښځینه فعالانې د توندو بحثونو او جدلونو پر ځای دا مسایل له بیلابیلو ټولنیزو، علمي او اجتماعي لورو په داسې ډول یادولی او مطرح کولی شي چې په ټولنه کې د ښځو د منلو لپاره خلکو کې پوهه او درک زیات کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شپنه سلګۍ