بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند زده کړې کورنی ژوند

په کورنۍ او ټولنه کې د میرمنې د بریالیتوب رازونه

لیکنه: الما افغان

زموږ په ټولنه کې هره میرمنه دا خوښوي چې یوه بریالۍ میرمن واوسې، خو ډیرې لږې میرمنې به داسې وي چې خپلې دغې موخې ته د رسیدو لپاره يې کار کړی وي.

اوس پوښتنه دا پیدا کیږي چې څنګه کولای شو په کورنۍ او ټولنه کې یوه بریالۍ او موافقه میرمن شو او خپلې دغې موخې ته د رسیدو لپاره څه وکړو؟

ځوابونه بیلابیل دي، زما که لاندې څو ټکو ته پام وکړئ او په ژوند کې يې عملې کړئ، نو ښکاره ده چې خپل یاد آرمان ته رسیدلي یاست.

۱. د ګډ ژوند لپاره د سم ملګري ټاکل
ددې لپاره چې په ژوند کې مو د یوې روښانه راتلونکې لپاره ښه رول لوبولی وي او لا ډیر پرمختګونه وکړئ لازمه ده ښه د ژوند ملګری وټاکئ.

که د یو کامیابه نارینه ترشاه د بریالۍ میرمنې لاس وې، خو برعکس زموږ په ټولنه کې د ډیری میرمنو د ناکامیو او شاتګونو ترشا د هغې د خاوند لاس وي، ځکه ډیری نارینه د خپلې میرمنې پرمختګ لکه د هغې تعلیم، دنده او دې ته ورته نور پرمختګونه د ویاړ پرځای عار ګڼې او همدا لامل وي چې میرمنه پرمختګ نه شي کولای.

تر ټولو ښه لاره داده چې د ژوند د ملګري په ټاکلو کې دقیق واوسئ او د ګډ ژوند د پیلولو سره سم د خپل د پرمختګ رازونه ورسره شریک کړئ او خپل حقوق پرې له اوله ومنئ.

۲. مه پریږدئ چې نور مو په ژوند کې لاسوهنه وکړي
زموږ په ټولنه کې دا یو له ناسمو عادتونو څخه دی چې ډیری وګړي خپل ژوند شاته پریږدي او د نورو په چارو کې لاسوهنه کوي او دا لاسوهنه تر ډیره د هغو میرمنو په ژوند کې کیږي چې ځان ناپوه، بې واکه او تر ډیره بې مسوولیته احساسوي.

ستاسې په ګډ ژوند کې د نورو مداخله مو ژوند تریخوي او دا ددې لامل ګرځي چې ستاسې فکر ګډوډ شي او د پرمختګ له خیالاتو وغورځیږئ.

۳. ویره او کم جرئتي مو د لمنځه یوسئ
ویره او کم جرئتي مو په ژوند کې داسې معنا ورکوي چې تاسې د خوب په بستر ویده شئ او د ژوند چارې، مسوولیتونه او ماشومان مو د بل په هیله پاتې شي، خو دا ومنئ چې تاسې د خپل ژوند د ښه پرمختللو ضامن او د خپلو ماشومانو د سمې روزنې مسؤول یاست.

ددې ترڅنګ کم جرئتي او ویره لرل مو ژوند کول په زور د مقابل لوري لخوا درباندې تحمیلیږي او دا ددې چانس ډیروي چې تاسو دې د نورو په خوښه ژوند وکړئ او خپلې هیلې او موخې مو د نورو د زورواکۍ له وجې وسوځوئ.

۴. په خپل ځان حاکمیت ولرئ
په خپل ځان حاکمیت لرل مو د بریالیتوب چانس لا ډیروي هڅه وکړئ تل پدې فکر اوسئ چې تاسې هر ډول پرمختګ کولای شئ که څه هم ورته د رسیدو لپاره ډیرې سختۍ هم وګورۍ او که خدای مه کړه تاسې داسې فکر درلود چې یوه میرمنه هیڅ نشې کولای، دا نو ستاسې په خپل ځان د نه حاکمیت او بې باورۍ معنا لري او ددې زمینه مساعدوي چې تاسې له هیلو وروسته پاتې شئ.

۵. نور مطالعه کړئ
د نورو میرمنو د ژوند او تجربو مطالعه هم درسره مرسته کوي، څو پرمختګ وکړئ.

په تاریخ کې زموږ د نامتو میرمنو مطالعه وکړئ، په کور کلې کې د بریالیو او ناکامو میرمنو رازونه وڅیړئ او پرې د غور او فکر وروسته په خپل ژوند کې يې عملي کړئ.

د بریالیو میرمنو د پرمختګ تجربې په خپل ژوند کې عملي کول او ورسره په څنګ کې د وروسته پاتو میرمنو د ژوند په کیسو پوهیدل او ترې عبرت اخیستل مو د شاتګ دروازې بندوي او د پرمختګ لارې درته خلاصوي.

یادونه:
لکه څنګه چې هره میرمن د خپل خاوند په پرمختګ خوښیږي په مقابل کې خاوند هم باید د خپلې میرمنې په پرمختګ خوشحاله شي، څو په راتلونکې کې یوه خوښه او پرمختللې کورنۍ ولري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

الما افغان

الما افغان ننګرهار میشتې لیکواله او د حقوقو د څانګې محصله ده