ژوند او ژواک

د میرمنو د بوې حس د هغوې د ټولنیز ژوند سره اړیکه لري

څیړونکي وايي، چې د میرمنو د شامعې (بوې) حس او د هغوې ټولنیزې اړیکې یو له بل سره ارتباط لري.

دوې په یوه تازه څيړنه کې موندلې، چې هغه میرمنې چې د بوې حس يې کمزوری دی او د عطرو او یا هم د ګلونو د ډولونو بوې سره نه شي بیلولی؛ په ټولنیز ژوند کې يې دوستان کم دي او د خپل خپلوانو سره يې هم اړیکي سستې دي.

دا څیړنه په امریکا کې د یو غیرې انتفاعي څیړنیز مرکز له لوري په ۳۰۰۵ او میرمنو چې عمرونه يې ۵۷ تر ۸۵ کلونو پورې وه، تر سره شوې ده.

څیړونکو د میرمنو د بوې حس ته نمري ورکړي او د هغوې د ټولنیز ژوند په اړه يې هم مالومات راټول کړي دي.

له دې وروسته دوې د ګډونوالو د بوې د حس نمرې د هغوې د ټولنیزې راشه درشه نمرو سره پرتله کړي او دې پایلې ته رسیدلي، چې هغه میندو چې د بوې کمزورې حس يې درلود په ټولنیز ژوند کې هم دوستان کم و او د خپلو خپلو سره يې هم راشه درشه په میاشتو او کلونو وه.

څیړنه وايي، هغه میرمنو چې د بوې غوره حس درلود، په ټولنیز ژوند کې فعاله او او اړیکې پراخې او د خپلوانو سره يې راشه درشه هم ښه وه.

څيړونکې وايي، چې هغه میندې، چې عمرونه يې زیات دي، اکثره د بوې حس يې هم کمزوری دی. دوې سپارښتنه کوي، چې ددې میرمنو د ذهني سلامتۍ لپاره دوې باید ښې ټولنیزې اړیکې وساتي او په دې برخه کې دې دوې سره مرسته وشي.

څیړنې د نارینه و په اړه نه دي ویلي، چې ایا ددوې د بوې حس هم ددوې په ټولنیزو اړیکو اغیز لري او که څنګه.

دا څیړنه په ساینسي ژورنال کې هم خپره شوې ده.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */