ټولنیز ژوند ژوند بڼه کورنی ژوند

نارینه دا ډول ښځې نه خوښوي

لیکنه: مریم شریفي

ژباړه: مریم محمدي

هر ښځه غواړي چې له ټولو مخکې په خاوند ګرانه وي، خو که چیرې دا عادتونه ولري نو د خاوند نه خوښيږي:

۱- هغه ښځه چې ډېرې خبرې کوي
د میرمنو معمولا خوښيږي چې ډېرې خبرې وکړي، په یوه وړه موضوع ډېر بحث کوي، چې دا کار د نارینو لپاره ستړی کوونکی وي، همدا ده چې د نارینو نه خوښيږي.

۲- هغه ښځې چې ژاړي
ښځې په ذاتي لحاظ ډېرې حساسې دي، زر ځوریږي او زړه یې ډېر نازک دی همدا لامل دی چې په ډېره وړه مسله به ژاړي، مګر دا ژاړ د نارینه و لپاره د تحمل وړ نه ده، دوی له داسې ښځو ډېر زر زړه تورن کیږي.

۳- هغوی چې ډېر شکایت کوي
هغه ښځې چې ګیلې او شکایت کوي، د نارینه و د سرخوږي لامل کیږي.

د میرمنو د ګیلې او شکایت سبب دا دی چې دوی نه شي کولای مستقیل اوسي، دا یې خوښیږي چې په نارینه تکیه وکړي له هر ستونزې یې خبر کړي، مګر نارینه بیا هغه ښځې خوښوي چې مبارزې وي.

۵- بې مینې ښځې
نارینه د هغو ښځو ډېر خوښوونکي دي، کوم چې مینه ناکې دي، بې احساسه او بې مینه ښځه، نارینه د ځان لپاره یوه ناروغي ګڼي نو د همدې لپاره له داسې ښځو ځان لرې ساتي.

۶- هغه ښځې چې د خاوند په شخصي کار کې مداخله کوي
یوشمېر میرمنې په خاوند باندې د شک له امله په شخصي حریم تجاوز کوي، تل د هغه موبایل کمپیوتر او بیک چک کوي خو دوی په دې نه دي خبرې چې دا کار یې د نارینه و د نفرت لامل کیږي.

۷- هغه ښځې چې تل پیرل یا اخیستل کوي
نارینه هغه میرمنې نه خوښه وي چې تل د اخیستلو په حال کې وي، مګر مېرمنې خپل خاوند دې ته مجبوره وي چې هر څه واخلي، که په کور کې په کار و یا نه، خو نارینه په ژوند کې له داسې میرمنې ډېر ستړی وي.

۸- هغه ښځې چې په نفس کم باور لري
یوه بله اخلاقي ځانګړتیا چې نارینه له هغې کرکه لري، هغه د ښځو په خپل نفس کم باور دی. نارینه د ځان لپاره داسې میرمنه غوره کوي اعتماد په نفس ډير ولري.

۹- هغه ښځې چې کلکې نښلي
د نارینه وو دا خوښيږي چې ځینې وختونه له خپلو ملګرو سره له کوره بهر په چکر لاړ شي، کومې ښځې چې شله کیږي او ځان ورسره نښلوي، د تګ مخه یې ونیسي له دې ډول میرمنو یې بد راځي.

سرچینه: چطور

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم شریفي