ژوند بڼه کورنی ژوند

په داسې ښځو به نه مېنیږئ

لیکنه: صادق طارق

هسې خو نارینه له ټولو ښځو شکایت لري، چې ګوزاره نه ورسره کیږي، خو یوه ډله یې ریښتیا هم د ګوزارې نه دي.

هغوی کومسې دي، ځانګړنې یې څه دي او څنګه یې باید وپېژنو او ځان ترې وساتو؟

په دې مطلب کې به مو په همدې مسئلو سر خلاص کړو.

هغه چې ډېرې حساسې دي

له حساسو څخه هدف هغه ښځې دي، چې په یوه وړه مسئله هم ډېره ځوریږي او زړه خوري.

داسې ښځو یا نجونو سره ګوزاره ګرانه ده، ښه ده چې له زود رنجو لیرې اوسئ.

دوی هم ځان ځوروي، هم تاسې او تل یې په عامه اصطلاح په تندي شپاړس لیکلي وي.

داسې نجونې/ ښځې که هرڅومره ښکلې، پوهې او جذابې وي، ګوزاره  ورسره نه شي.

هغوی چې زر اړیکې جوړوي

داسې نجونو او ښځو نه هم ځان ساتئ، چې له پېژندلو او اشنا کیدو سره دستي درسره ډېره مخته ځي او اړیکې ژوروي.

د دوی دا نښه ښيي، چې د کوم پټ او وار د مخه جوړې کړې اجنډا په تطبیق پسې راغلي او کار درته ګوري.

نو هوښیاري وکړئ، داسې ښځو او نجونو نه هم ځان ساتئ.

هغوی چې زیاته سیالي ـشریکي کوي

داسې ښځو سره هم ګوزاره نه شي، دوی په هرڅه کې درته یو څوک مثال راوړي او وایي: هغه هغسې ده، دغسې ده او زه باید داسې نه اوسم!

د ژوند بڼه، خوراک، څښاک، پوښاک او هرڅه کې به سیالي او شریکي کوي. ستاسې وضعیت ته به نه ګوري او ملا به در ماته کړي. نو دوی نه هم لیرې ګرځئ.

هغوی چې پیسه پرسته دي

پیسې د هرچا خوښیږي، خو ځينو ښځو هم سم ایمان پرې راوړی.

داسې ښځو نه بیخي ځان لیرې ساتئ. دوی تاسې نه؛ ستاسې پیسې غواړي او که پیسې درسره خلاصې شوې، اړیکه هم درسره تماموي.

هڅه وکړئ، چې دوی نه تل لیرې اوسئ او ځان ورڅخه وساتئ. دغسې ښځې مو نه په حثیت صرفه کوي، نه په عزت او نه په شخصیت!

هوښیار اوسئ، بیخي لیرې ترې تښتئ او امان ورڅخه غواړئ.

هغوی چې منفي بافه دي

ځینې ښځې بیخي په منفیاتو کې مور راوړې دي.

دوی په هرڅه کې خبرې لټوي، پلمه غواړي چې یو جنجال جوړ کړي او زړه درباندې تش کړي. دوی نه هم لیرې تښتئ او ژوند مه ورسره تریخوئ.

هغوی چې آمریت درباندې غواړي

ښځینه او نارینه دواړه د یو بل درناوی باید وکړي، مشورې یې واوري او د یو بل لازمې خبرې ومني.

خو ځینې ښځینه بیخي داسې نارینه غواړي، چې پوره آمریت یې ومني.

دوی غواړي د ژوند ملګری یې څلیریشت ساعته دوی ته ځواب ګویه وي، به هرڅه کې اجازه وغواړي، وضاحت ورکړي او بالآخره بیخي د دوی په ولکه کې وي.

داسې ژوند نو ریښتیا هم ستونزمن دی.

خدای مو ترې ساته، خپله هم ترې ځان ساتئ او داسې ښځو نه لیرې تښتئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صادق طارق