اقتصاد ژوند بڼه کورنی ژوند

د ښځو مالي استقلاليت؛ ګټې او تاوانونه یې!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

د ننني نوي عصر د ژوند دوه خورا مهم او ټاکونکي عاملونه، د درس او تعلیم زمینې مساعدول او بل اقتصادي ستونزي دي چي دا دواړه ددې سبب سوي دي چي ښځي له کور دباندي د نارينه وو سره اوږه په اوږه کار وکړي. د ښځو له پاره له کورو دباندي د کار کولو لومړنۍ انګېزه یوازي د مادياتو په لاس راوړل نه دي.

ډېری په دې خاطر خوښوي چي له کورو دباندي کار وکړي، چي له دې لاري” د خاطر ډاډمنتوب/رضایت “ حاصل کړي، دا ځکه چي بېکاري لټي رامنځ ته کوي. د نن ورځي عصري او ماشيني ژوند د ښځو له پاره ډېر فرصتونه چمتو کړي دي چي د کور کارونه په لږ وخت کي وکړي؛ په همدې خاطر زیات اضافي وخت لري چي کولای سي په هغه وخت کي د خپلي ټولني په خیر کار وکړي. له بلي خوا څخه، ډېری ښځي په دې خاطر چي نارينه ئې دباندي کار کوي او د کور له کارونو چشم پوشي کوي، وروسته فکر کوي چي د دوئ سره ظلم کېږي او په تاسف سره وايي: که مي کار کولای د عمل آزادي به مي زیاته وه. “

کار کول او په کور کي د ښځو حضور نه درلودل، د نننۍ ورځي د زوجینو د زیاتو اختلافاتو منشاء ده. د نن ورځي ښځي د پرون د هغې سره چي یوازي به د خپلو مېړنو سره کښت او کروندې ته تللې، فرق لري. د ټکنالوژۍ عصر ډېر څه سره ګډ او تغیر و تبديل کړي دي.

له کوره دباندي د ښځو د کار کولو زيانونه

  • – له کوره دباندي د ښځي کار کول مسلماً د هغې زیاته انرژي مصرفوي او دا طبیعي خبره ده چي په دغسي رواني او جسمي ستړیا سره هغومره وخت ( د هغي ښځي په نسبت چي د کور له کار پرته دباندي کار نه کوي)، په کور کي حضور او هغه انرژي چي باید د خپل مېړه او اولادو له پاره ئې ولګوي نه سي ورکولای.
  • – یو بل لامل چي یو له بل سره د مېړه او ماینې د زیاتو جروبحثونو سبب کېږي، اقتصادي او مالي مسایل دي. دا په داسي حال کي ده چي په کار کوونکو ښځو کي د مالي استقلال لرلو په خاطر، د یادو مسایلو په باره کي د خبرو اترو مېزان کم وي نو په همدې خاطر کولای سي چي د ماینې او مېړه په منځ کي د عاطفي جلاوالي سبب وګرځي.
  • – له کوره دباندي کار کوونکي ښځي لاچاره دي چي د کور دننه عمده کارونه هم یوازي په خپله غاړه واخلي. دا ځکه چي ډېری نارينه وو خو يا د کور کارونو اړوند مهارتونه نه دي زده کړي او يا د خپلو مېرمنو سره چي له کوره دباندي هم د دوئ سره اوږه په اوږه کار کوي، لازمه همکاري نه لري. دا موضوع له يوه طرفه د ښځي په تر حد زیاتي خستګۍ تمامېږي چي په پایله کي هغه خپل مېړه او اولادو ته لازمه توجه او رسېدګي نه سي کولای او له بلي خوا څخه کولای سي چي د ماینې او مېړه ترمنځ د اختلاف لاملونه وزېږوي.
  • – او په پای کي ډېر مهم زیان چي له کوره دباندي ښځو کار کول ئې په ځان پسي لري، د اولاد یا اولادونو د روزني او تربیې مشکل دئ. په ډېرو مواردو کي د مور کار او اولادونه ئې یو له بل سره په ټکر کي واقع کېږي. د مثال په توګه: د یوې مور هغو ژمنو او تهعداتو ته په کتلو سره – په کارځای کي او هغه مسئوليتونه چي يوه مور ئې پر عهده لري همېشه دا اندېښنه ورسره وي چي آیا کولای سي د خپلو اولادو سره وخت تېر کړي او ورسره خبري وکړي؟ کولای سي چي د هغه/هغو په روزنه کي اصلي او اساسي نقش ولري؟ او…

طبیعي خبره ده چي له کوره دباندي مسئوليتونه او کارونه خورا سخت دي؛ او چي بیا د کور کارونه هم ورسره جمع سي؛ دلته دئ چي ښځه په خطرناکو ناروغیو اخته کېږي – که د ښځي کار د نارينه وو سره ګډ وي، ښځه د وخت په تېرېدو سره خپل ښځني خاصیتونه بايلي.

له کوره دباندي د ښځي د کار کولو ګټي

  • – له کوره دباندي کار کول د ښځو سره دا مرسته کوي

چي له خپلو تعليماتو او تحصیلاتو ګټه واخلي چي دا مسله ئې د رواني خوندیتوب او د دوئ د اغېزناک توب احساس له پاره خورا موثره ده.

  • – له کوره دباندي کار کوونکي ښځي د خپلو مېړونو له

اوږو څخه د اقتصادي ستونزو پېټی لېري کوي او سبب کېږي چي کورنۍ له مالي اړخه هوسا ژوند وکړي.

  • – د سپين سرتوب او د زیات عمر لرلو او د مېړه په

نشتون کي له فوق العاده معاش یا هم تقاعد لرلو په خاطر به، په اولادونو پوري تړلي نه وي چي دا کار ئې خپله د سپین سرتوب پر مهال په رواني سلامت او خپل لا زیات استقلالیت کي ورسره مرسته کوي.

  • – په ټولنه کي د ښځي اجتماعي برخه اخیستنه، پراخي

ټولنیزي اړیکي او په خاصه بیا په فرهنګي برخو کي کار کول د ښځي د پوهاوی سطحي د لوړېدو سبب کېږي او له هغې څخه د اولادونو په روزنه کي خورا زیات حمایت کوي.

  • – هرکله چي ښځه له کور دباندي کار کوي، د عوایدو یا

په اصطلاح د پیسو ګټلو له مشکلاتو سره بلدېږي، په همدې خاطر د خپل مېړه کار ته زیات ارزښت ورکوي او هغه لا زیات درک کوي.

  • – د سپين سرتوب په دوره کي به پر لور یا زوی باندي

نه بارېږي، ولي چي د خپل سپین سرتوب دورې له پاره به خپل حقوق او تقاعد تر لاسه کوي؛ ځکه به نو له یوه څخه بل کور ته نه لېږدول کېږي چي د پیرۍ په عمر کي له وژونکو ناويلو دردونو څخه دي.

  • – دا چي د کورنۍ له اقتصاد سره مرسته کوي، په کور

دننه سپما کولو او ذخیره کولو کي هم شریکېږي. همدا مشارکت، هغې ته د لا زیات خوندیتوب او امنیت احساس ورکوي.

  • – له کوره دباندي ئې د ورځنیو معلوماتو او اجتماعي

پوهي سطحه لوړېږي؛ په خاصه بیا هغه وخت چي په کار کي د پرمختګ په خاطر اړه وي چي لږ مطالعه او تحقیق هم وکړي. له بلي خوا څخه ئې مطالعه د اولادونو په تربیت او روزنه کي د زیاتي آګاهۍ سبب کېږي.

  • – د ښکلا، اندامونو د تناسب او ښه پوښاک ساتني له

نظره به تر يوه حده د عصر د دود او فرهنګ سره مطابق وي. همدا کار ئې د روحیې له شادابۍ او خوشحالۍ سره خورا زیاته مرسته کوي.

  • – د ډېرو ښځو دا نه خوښېږي چي د خپلو مالي اړتیاوو

د پوره کولو په خاطر، چي نن ورځ خورا حیاتي هم دي، همېشه له خپلو مېړونو پیسې وغواړي. هغوی غواړي چي د کورنۍ یو لړ اړتیاوي پوره کړي.

  • – هغه ښځه چي له کوره دباندي کار کوي او له کار

کولو څخه رضایت لري، تر ډېره بریده ئې په مېړه پوري د افراطي وابستګۍ اندازه کمېږي، داسي چي کولای سي له رواني پلوه هم د ځان پر اداره کولو توانا وي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي