سپورټ فوټبال

فوټبال: د نارینه وو په یوه مهمه لوبه کي ښځه لوبڅاري کوي

اعلان

د روان ۲۰۱۹م کال د اګسټ میاشتي په ۱۴مه نېټه دوې انګلستانۍ لوبډلي لیورپول او چلسي فوټبال لوبډلي د اروپا سوپر کپ پایلوبه ترسره کوي.

چلسي د اُروپا لیګ او لیورپول بیا د اُروپا د اتلانو لیګ ګټلی، چي په دې آساس یادي دوې لوبډلي د ترکیې په استانبول ښار کي د اُروپا د سوپر جام لپاره لوبیږي.

ددې لوبي لوبڅاري به د استفاني فراپارت په نوم یوه ۳۵کلنه فرانسوۍ ښځه وکړي.

د هغې سره به دوې نوري ښځي نیکولوسي او میشل اونیل د دوهمي لوبڅارۍ(لاین مینۍ) دنده پر مخ یوسي.

تر دې مخکي د نارینه وو ترمنځ د فوټبال په لوبو کي ښځو لوبڅارې ترسره کړې، خو دا لومړی ځل دی، چي د نارینه ترمنځ د فوټبال پایلوبي قضاوت یوې ښځينه لوبڅاري ته سپارل کیږي.

له همدې امله به د اُروپا د سوپر کپ دا پایلوبه یو تاریخي پایلوبه وي.

یادي ۳۵ کلني فرانسوۍ لوبڅاري تیره میاشت د ښځینه وو ترمنځ د فوټبال نړیوال جام د پایلوبي لوبڅاري هم وکړه.

هغه پایلوبه د امریکا او هالنډ ترمنځ ترسره سوه، چي امریکا پکښي اتلولي خپله کړه.

808x539_cmsv2_4c27696b-ac28-5fcf-aa6f-e6dac14fe782-4071896.jpg

د یوفا د لوبڅارانو رئیس روبرتو روزتي په دې اړه وویل، چي استفاني په تیرو څو کلنو کي دا ثابته کړې، چي یوازي په اروپا کي نه بلکي په نړۍ کي یوه ښه ښځینه لوبڅاره ده.

استفاني فراپارات تر دې مخکي په لوبڅارۍ کي یو ریکارډ جوړ کړ، هغه دا چي لومړۍ ښځینه لوبڅاره سوه، چي د فرانسې په یو لیګ کي ئې د یوې لوبي لوبڅاري ترسره کړه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړې پر دې سربیره د کندهار ولایت د ښوونې او روزنې د پوهنتون د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.