ټولنیز ژوند کورنی ژوند

۷ رازونه، چې ښځې نه غواړي، نارینه پرې پوه شي

ژباړه: عطا محمد میاخېل

آیا تر اوسه مو په دې اړه فکر کړی دی، چې د ښځو په ذهن کې څه تېرېږي؟ آیا پوهېدئ، چې کله وخت د ښځو موخه هغه څه نه دي، کوم چې په خوله یې راوړي؟ هغوی ښایي کوم څه په خوله راوړي، خو موخه په بشپړه توګه برعکس وي، مګر ښځې واقعاً څه غواړي؟ په دې مقاله کې له هغو رازونو څخه پرده پورته کوو، چې ښځې اصلاً نه غواړي، نارینه پرې پوه شي!

۱ ـــ د ژېړو وېښتانو لرونکې ښځې هم نا پوه نه دي، که چېرې فکر مو کاوه، چې د ژېړو وېښتانو لرونکې ښځې ټولې ناپوه دي، نو باید ووایم، چې په بشپړه توګه مو تېروتنه کړې ده. د وېښتانو رنګ په هوښیارتیا پورې تړاو نه لري، هغوی یوازې پخپله ځان ناپوه ښکاره کوي، چې ښې او جذابې معلومې شي او تاسو ورته ډېرې پیسې مصرف کړئ او که چېرې دا کار وکړئ، نو هغه وخت باید ووایو، چې تاسو نا پوه یاست، نه هغوی.

۲ ـــ مېرمنې هم ډیرې کینه کښې وي، ښایي انکار وکړي، خو واقعیت دا دی، چې ډېر سخت حسادت کوي، که چېرې له یوې نا پېژاندې ښځې او یا هم له خپلې میرمنې سره خبرې کوې، ښایي ځان بل ډول ښکاره کړي، خو ډاډه اوسئ، چې په وجود کې یې د حسادت اور ټوپونه وهي.

۳ ـــ زه د نړۍ تر ټولو جذابه مېرمن یم، ټولې ښځې د فکر همدا بڼه لري، حتا که چېرې هڅه وکړي، چې ترې انکار وکړي. کابو د ټولو ښځو خوښېږي، چې داسې احساس وکړي، چې په نړۍ کې د ښکلا یوازنۍ ملکې دي او په نړۍ کې بل هېڅ څیز ورسره سیالي نه شي کولای.

۴ ـــ زه چاغه یمه؟ په ډاډ سره ویلی شم، چې دا جمله به مو څو څو ځله اورېدلې وي، خو اجازه راکړئ، چې په ډېرې آسانۍ سره یې ومنم. مېرمنې، چې هرڅومره ډنګرې هم وي، نو په هېڅ وجه ځان ډنګر نه ګڼي. کابو ټولې ښځې دا عادت لري، هر ډول جامې چې اغوندي، له خپل زړه څخه پوښتنه وکړي، چې چاغ یې ښکاره کوي او که نه.

۵ ـــ تل د خپل پېرونو ( خریدونو ) په اړه دروغ وایي. ښايي د خوړنیزو توکو د اخیستلو په موخه بهر تللي وي، خو په ډاډ سره ویلی شم، چې د ځان لپاره هم کوم څه اخلي، له دې وروسته هڅه کوي، چې پټ یې کړي او یا یې هم د بیې په اړه دروغ وایي.

۶ ـــ څه ډول بوټان مو پښو کړي دي؟ هو دا سمه ده، چې ښځې د نارینه و په اړه د هغوی د بوټانو له مخې پرېکړه او قضاوت کوي، نو غوره ده، بل ځل چې له کوره بهر کېدلئ، نو ښه او پاک بوټان واغوندئ.

۷ ـــ کله چې خیانت وکړئ، نو درباندې پوهېږي. د ښځو احساسي او عاطفي سیستم دومره پیاوړی او ځواکمن دی، کله چې خیانت وکړئ، نو په چټکه توګه یې هغوی ته لېږدوي. که هرڅومره هم په دې کار کې ځیرک واوسئ، نو ډاډه اوسئ، چې له هغوی څخه پټ نه شي پاتې کېدای.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل