ساینس او ټیکنالوژي سفر

دا نقشه نړۍ کې د هوايي ډګرونو د انیټرنیټ پاسورډونه درښيي

په داسې حال کې چې انیټرنیټ په نړۍ کې د اړیکو په تر ټولو مهمې وسیلې بدل شوی، د ګڼو خلکو لپاره له اینټرنیټ پرته ګڼ کارونه ستونزمنیږي. دا ستونزه هغه مهال سخته شي چې د سفر موزې پښو کړئ.

کله چې په سفر ځئ او په ګرځنده فون کې مو نیټ کار نه کوي، نو په هوايي ډګرونو کې وړیا نیټ ( Wi Fi ) موندل داسې دي لکه په پخوا زمانو کې به چې تږي مساپر په دښته کې چینه وموندله.

خو په هوايي ‌ډګرونو کې د هوايي ډګر د وړیا انیټرنیټ پاسورډ موندل هم اسانه کار نه دي.

د انیل فولاد په نوم د سفر یو لارښود لېکوال د ګوګل نقشې یو داسې اپلیکشن جوړ کړی چې د نړۍ د ګڼو هوايي ډګرونو د وایرلس انیټر نیټ ( Wi Fi ) پاسوروډونه درکوي.

دا نقشه چې په منظمه توګه تازه ساتل کیږي د سفر پر مهال له تاسو سره مرسته کوي چې د هوايي ډګرونو د وړیا اینټرنیټ پاسورډ تر لاسه کړئ.
نقشه دلته کتلئ شئ


که پورته لینک کار نه وي، د انیل فولاد د هوايي ډګرونو د اینټرنیټ پاسورډونو د موندلو لپاره دلته کلیک وکړئ

په نقشه کې پر هغه هوايي ډګر چې تاسو ورځئ د الوتکې پر نښه کلیک وکړئ. نقشه به خپله درته ووايي، چې ایا په دې هوايي ډګر کې وړیا اینټرنیټ شته کنه؟ که شته پاسورډ یې څه دی؟ او ایاد کارولو وخت یې محدود دی کنه.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */