ټولنیز ژوند ژوند بڼه کورنی ژوند

میرمن باید هیڅلکه له خاونده دا ۷ تمې ونه لري

لیکنه: ياران

د حسیب پاچا ژباړه

په ګډ ژوند ډېری وخت ستونزې له دې امله وي چې خاوند له مېرمنې او مېرمنه له خاوند نه لویې هیلې او غوښتنې لري، که دا تمې او هیلې همداسې دوام وکړي ښايي په ګډ ژوند کې لویې ستونزې رامنځته شي، که مخنیوی یې ونشي ښايي ستونزې د جدایۍ او طلاق لامل شي، ښه ده چې خاوند او مېرمنه شرایطو ته په کتو له یو بل نه مناسبې غوښتنې او تمې ولري تر هرڅه مهمه دا ده چې باید یو بل درک کړل شي او پدې فکر وکړي چې له خاوند\مېرمنې نه مې کومې تمې او غوښتنې کیدای شي؟ دلته هم د مېرمنو د لا پوهاوي لپاره د هغه څه یادونه کوو چې باید یوه مېرمن یې هېڅکله له له خپل خاونده د کولو تمه ونه لري څو یو خوښ ګډ ژوند ولري:

۱-له خاوند نه دې دا تمه مه لره چې له تا او مور نه یې د یوه انتخاب کړي
ښايي ځینې وخت دې خاوند د خپلې مور ننګه وکړي خو تاسو هېڅ عکس العمل مه ښيئ، د خپل خاوند سره مو د اړیکو په خاطر دا مسایل پریږده، د هغه مور چې هر څه درسره کوي ته یې په مقابل کې ښه کوه، هېڅکله د خاوند ته د خواښې شکایت مه کوه، له هغه نه هېڅکله دا غوښتنه مه کوئ چې ستا په خاطر يې خپله مور خپه کړي ځکه هغه ستا د خاوند ښوونکې، روزونکي او پالوونکې ده، د هغې سره داسې چلند وکړه څنګه دې چې له خپلې مور سره کوې.

۲- له خاوند نه دې دا تمه مه لره چې هغه دې د یوې ملګرې (ښځې) په څېر خبرې واوري
کله چې ناراحته او خپه وۍ باید خاوند دې د زړه درد او خبرې واوري، خو هېڅکله دا تمه ترې مه لره چې هغه دې د یوې ملګرې په څېر ټولو ترخې او احساساتي خبرې واوري، دا په یاد ولره چې نارینه په حل لارو فکر کوي او ښځې تر ډېره په تشو او حساساتي خبرو تکیه کوي، که دې خاوند کمې خبرې اورېدلې مه احساساتي کیږه
ښايی هغه ستا په کمو خبرو ستا د زړه په درد او ستونزو پوه شوی وي پریږده چې هغه د ستونزو په حل لارو فکر وکړي.

۳- له خاوند نه دې دا تمه مه لره چې له نور ښځو سره دې اړیکې ونه لري
غوره او بریالي کسان ټولنیز ژوند لري، هغوی په ټولنه کې پراخې اړیکې لري، هغوی له خلکو سره راشه درشه لري، په ډېرو ښځو بده لګي چې خاوند یې له نورو ښځو سره اړیکې لري هغه پدې فکر نه کوي چې د خاوند مې له نورو ښځو سره اړیکې څه ډول دي؟!

باید هره مېرمنه پدې پوه شي چې خاوند یې له نورو ښځو سره څه ډول اړیکې لري هغوی باید درک کړي چې خاوند یې له کومو ښځو سره اړیکې لري ښايي ټولګيوالې یې وي، ښایي همکارانې یې وي ښايي هم مسلکې یې وي او… ښايي له خاوند سره یې د همصنفیتوب، همکارۍ او هم مسلکۍ اړیکې پالي. هو؛ کله دې چې په خاوند پوه شوې چې له تا سره یې چلند بدلیږي، پاملرنه یې درته کمیږي، له مقابل کس سره اړیکې تر حده ډېرې پالي او له هغوی سره اړیکې لرل یې ستا ژوند تریخ کړی بیا اړینه ده چې خاوند دې پوه کړې او ورته ووایې (خیانت پریږده، خپل ژوند مه خرابوه).

۴- له خاوند نه دې دا تمه مه لره چې خپلې موخې او هیلې پریږدي
ډېرې مېرمنې دي چې کله یې خاوند ډېر کار کوي نو دوي پرې غوسه کیږي او دا ګیله ترې کوي چې د هغه ټول فکر خپل کارو بار ته دی، که ستا خاوند هم ډېر کار کولو، مه پرې غوسه کیږه ښايي خاوند دې لوړې هیلې او موخې ولري او هغه ته رسېدل به غواړي، ته یې هم پرېږده چې خپلو موخو ته ورسیږي، ملاتړ یې وکړه او ویې هڅوه ځکه د هغه په هوساینه کې ستاسو هوسیانه ده.

۵- له خاوند نه دا تمه مه لره چې هغه دې یو متفاوت کس وي
دا طبیعي ده چې کله دې له خاوند سره یوه وړه ستونزه رامنځته کیږي نو له ځان سره وايې( له ده سره به مې ولې واده کولو؟) او کله چې ته دا خبره کوې دا د ضیعفي اخري حد دی، ځکه تا هغه خبره هېره کړې چې وايي( هېڅ انسان پوره نه دی) هر انسان یو نېکمړتیا لري او هر انسان یوه ستونزه لري، هېڅ انسان هغسې نه دی څنګه چې فکر کوې. که دې خاوند کومه ستونزه او نیګمړتیا لري ښه ده چې پر هغو سترګې پټې کړې او د یو غښتلي او پوه خاوند په حیث یې قبول کړې، خاوند دې هېڅکله له نورو سره مه پرتله کوه په یاد ولره نور د تر خاوند څو برابره ستونزې او نېکمړتیاوې لري.

۶- له خاوند نه دې دا تمه مه لره چې له ملګرو او دوستانو سره یې اړیکې پرې کړي
د غوره ملګرو او دوستانو لرل نېکمرغي او بریا ده، که دې د خاوند غوره او نېک کسان ملګري و او له هغو سره یې اړیکې پاللې ته پرې مه غوسه کیږه، ښايی هغه ملګري یې داسې څوک وي چې په ژوند کې یې ډېر څه ورکړي وي، ښايي هغه یې د بریا او پرمختګ پر لور د سفر ملګري وي. هېڅکله دې له خاوند نه دا غوښتنه مه کوه چې له ملګرو او دوستانو سره یې دې اړیکې پرې کړي.

۷- له خاوند نه دې دا تمه مه لره کومې شېبې چې تاته خاصې وي هغه دې حتمي په یاد ولري
تر نارینوو ښځې تر ډېره رومانتیکې او هیجاني خاطرې په یاد ساتي، ته حتمي د کوژدې او د واده نېټه په یاد لرې خو که د له خاوند نه پوښتنه وکړې ښايي د هغه هېره وي، دا فکر مه کوه چې خاوند ته دې ګډ ژوند مهم نه دی بلکې د نارینوو دا طبیعي ځانګړنه ده چې هغه خاطرې تر ډېره په یاد نشي ساتلی ځکه هغه په تېر وخت ډېر فکر نه کوي همدا وي چې خاطرې یې ژر له یاده ووځي. نو له خاوند دې هېڅکله دا هیله مه لره چې څه شی تا ته خاص وي هغه ته د هم خاص وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران