خواړه

که د مېرمنې پخلی خوند نه درکوي داسې وکړئ

لیکنه: صادق طارق
اعلان

د مېرمنې د لاس له پخلي خوند نه اخیستل نه یوازې په افغانستان؛ بلکې هرځای کې یوه عامه ستونزه حسابیږي.

د کورنیو ستونزو یو لوی دلیل تر ډېره دا وي، چې نارینه د خپلو مېرمنو له پخلي او د کور سمبالولو له کاره راضي نه وي.

زموږ په وطن کې خو عامه خبره ده، چې که کومه نجلۍ د کور په چارو لکه:پخلي او نورو کې لایقه نه وي، مرکچیان او غوښتونکي یې لا کم وي.

دا بحث ډېر اړخونه لري، دلته پردې غږیږو چې که ستاسې مېرمنې پرپخلي سمې برلاسې نه وي، څه باید وکړئ؟

دا مطلب راسره ولولئ، په همدې اړه به مشورې درکړو.

د روزنې هڅه یې وکړئ

حتمي نه ده، چې له اولې ورځې به ټولې مېرمنې په پخلي کې ماهره وي.

پخلی یو هنر دی، د چا به له پيله زده وي، د چا به وروسته زده کیږي او د چا به ترپایه زده نه شي.

البته په دې برخه کې هڅونه او کوششونه بې پایلې نه دي.

که ستاسې مېرمنه سم پخلی نه شي کولی، پخپله کورنۍ او خپلوانو کې تکړه مېرمنو سره یې راشه ـ درشه زیاته کړئ څو د ښه پخلي لارې چارې ورڅخه زده کړي.

دوستانه نقد وکړئ

د پخلي لپاره نه باید د ګډ ژوند اړیکې زیانمنې شي. تاسې کولای شئ له مېرمنې سره د پخلي په اړه یې دوستانه نقد وکړئ.

ښه لاره یې دا ده، چې پاخه کړي خواړه یې وارزوئ، مشورې ورکړئ خو دا هرڅه باید په نرمه او دوستانه ژبه وي، څو ستاسې ترمنځ د ګډ ژوند نازکه رشته زیانمنه نه شي.

مرسته ورسره وکړئ

ځینې مېرمنې بې پروا وي، پخلی به یې زده وي، خو سمه پاملرنه به نه ورته کوي.

تاسې د دې لپاره، چې د هغې د بې پروایۍ څارنه وکړئ او یو ډول یې پوه کړئ، چې داسې دې نه کوي، د مرستې لپاره یې لاس په کارشئ.

مناسب وخت دې ته بېل کړئ، چې مېرمنې سره په پخلنځي کې اوسئ او د چارو د څارنې ترڅنګ یې مرسته ورسره وکړئ.

په دغه وخت کې کولای شئ د هغې د ستونزو عوامل معلوم او په حل کې یې عملي مرستندویان شئ.

کتابونه او یوټوب وکاروئ

د پخلي اړوند اوس زیات کتابونه چاپیږي. همدا شان په یوټوب کې ګڼې ویډیوګانې د مختلفو خوړو د پخلي په اړه موجودې دي.

کولای شئ په فارغ وخت کې مېرمنه مو د دغو کتابونو لوستو او د ویډیوګانو کتلو ته وهڅوئ.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صادق طارق