ټولنیز ژوند کورنی ژوند

جنسي اړیکه کالري سوزوي او ایا دا اړیکه ښه ورزش کیدای شي؟

لیکنه: شمیم اتل

ژباړه :شمیم اتل

په هغو فعالیتونو کې چې ستاسې د خوله توییدو سبب کیږي، تر ټولو جالب یي ښایي جنسي اړیکه وي.

له دې سره دا پوښتنه ولاړیږي، چې دا فعالیت د څومره کالرۍ د سوزیدو سبب ګرځي؟

د څېړنو له مخې په دغه اړیکه کې د نارینه وو ۱۰۰ کالري سوزي. په یوه څېړنه کې د جنسي اړیکې پرمهال د کالري سوزیدو پرتلنه د منډې وهلو له کالري سوزیدو سره پرتله شوې ده.

د څېړنې په پایله کې موندل شوې، چې د منډې وهلو پر وخت کالري سوزیدل د جنسي فعالیت له کالري سوزولو څخه ډېر دی.

د نارینه وو کالري ولې ډېره سوزي؟
د دې دلیل، چې د جنسي اړیکې پروخت د نارینه وو کالري د ښځو په پرتله ډېره سوزي دا دی، چې د نارینه وو وزن معمولاً له ښځینه وو څخه ډېر دی.

سربېره پردې په جنسي اړیکه کې د نارینه وو تحرک له ښځینه وو څخه ډېر وي.

جنسي اړیکه ښه ورزش کیدای شي؟
جنسي اړیکه سره له دې، چې د نړۍ یو ښه ورزش نه دی، خو له هر ځل جنسي اړیکو سره نارینه کولای شي چې له ۷۰ تر ۱۰۰پورې کالري وسوزوي.

خو دا هم په یاد ولرئ، چې هر وخت له جنسي اړیکې څخه د کالري سوزیدو په هدف ګټه مه اخلئ .

ځینې خلک په دې ګومان چې جنسي اړیکه د ګالري سوزولو ښه وسیله ده، د دې اړیکو زیاتولو ته مخه کوي.

دوی پر دې اړیکو د زیاتې پانګونې لپاره داسې خوراکونه کوي، چې وزن زیاتونکي دي.

د جنسي اړیکو د پیاوړتیا ډېر مرستندوی هخوراکونه لکه: وچه مېوه یا روغتیایي درمل داسې شیان دي، چې د وزن زیاتیدو سبب ګرځي.

د جنسي اړیکو څېړنه د کومو خلکو په اړه شوې؟
د جنسي اړیکو د کالري سوزیدو کوم حد چې مخکې یاد شوی، د هغې اړیکې له مخې محاسبه شوی چې تر ټولو اوږده جنسي اړیکه (۲۵ دقیقې) وي.

په یاده څېړنه کې هغو کسانو برخه اخیستې، چې عمرونه یې ۲۳کاله او د جنسي فعالیت شدت یې د نورو خلکو په پرتله ډېر دی.

له دې عمر لرونکو خلکو پرته نور کسان چې عمرونه یې له دغه حد څخه لوړ او د جنسي فعالیت کچه یې له دوی څخه کمه ده، د فعالیت پرمهال یې د زړه درزا کمه ده. همدا دلیل دی، چې د دوی کالري یا انرژي د ۲۳ کلنو په پرتله کمه مصرفیږي.

څنګه پوه شوو چې ډېره کالري مو مصرف کړې؟
له جنسي اړیکې وروسته د خپلې کالرۍ د مصرفولو اندازه په دې ډول معلومولی شئ:
ـ لږ که ډېر خوله شوي یاست؟
ـ فعالیت مو چټک و کنه؟
ـ د زړه درزا مو ډېره وه، که کمه؟
د دې پوښتنو له ځوابولو سره د خپلې کالرۍ اندازه معلومولی شئ.

وروستۍ خبره
له جنسي اړیکې یوازې د ورزشي فعالیت او پایلو تمه نه ده په کار، دا اړیکه ډېرې نورې ګټې لري.

دا اړیکه ستاسې جنسي تنده خړوبوي، رواني نارامۍ کموي، په منظم او مشروع ډول دوام یې د سرطان په مخنیوي کې ونډه اخلي او نورې ګټې لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شمیم اتل