ټولنیز ژوند ژوند بڼه کورنی ژوند

۱۰ هغه لویې تېرونې چې ځینې جوړې یې د واده په لومړي کال کې کوي

لیکنه: حسیب نورمل

ژباړه: حسیب الرحمن نورمل

کوم څه چې په ګډ ژوند د مېړه او مېرمنې ترمنځ اختلافات او ستونزې رامنځته کوي د واده په لومړي کال کې ځېنې تېروتنې دي چې دوي یې کوي، موږ ټول دا وایو چې (په ګډ ژوند کې باور او اړیکې د بریا راز دی) خو د واده په لومړیو شپو او ورځو کې د مېړه او مېرمنې ترمنځ اعتماد او باور لرل او همدا راز ښې اړیکې جوړل خورا ستونزمن کار دی، ځکه یو طرف هم پدې نه پوهیږي چې څنګه له یو بل سره ښې اړیکې ولري او څنګه پر یو بل باور وکړي، دا او دې ته ورته لاملونه دي چې مېړه او مېرمنه د ګډ ژوند په پیل کې دا لس تېروتنې کوي، کې دې تېروتنو ته له پیله پام ونشي او مخه یې ونه نیول شي ښايي د مېړه او مېرمنې ترمنځ لویې ستونزې او اختلافات رامنځته شي.

۱- پرته د یو بل له خبرېدو له دوستانو او خپلوانو کره تګ
لومړی تېروتنه پرته له دې چې مېړه\مېرمنه خبر کړي له خپلو دوستانو او ملګرو کره تګ دی، چې دا کړنه د خاوند او مېرمنې په اړیکو خورا منفي اغېز کوي ځکه هغه داسې احساس کوي چې مېړه\مېرمنې ته یې ارزښت نه لري، که مېړه یا مېرمنه دا احساس وکړي ښايي د یو بل ترمنځ ستونزې او بې باوري رامنځته شي چې همدا ستونزې او بې باوري ګډ ژوند بدمرغه کوي.

۲- له یو بل نه د مالي وضعیت پټول
ښه خبره دا ده چې د واده په لومړیو کې د ځینو مسایلو سربېره د مالي مسایلو په اړه له یو بل سره خبرې وکړي او د خپل مالي وضعیت په اړه ورته ووايي، خو ډېرې جوړې دي چې له یو بل نه د مالي چارو او وضعیت د پټولو هڅه کوي هغوی نه غواړي چې
په پانګه، سپما او عایداتو یې مېړه\مېرمنه خبره وي، چې دا ستره تېروتنه ده، که خاوند او مېرمنه له یو بل نه مالي چارې او وضعیت پټ کړي ښايي تر منځ یې سترې ستونزې راولاړې شي.

۳- په خپلو تېروتنه اعتراف نه کول
په خپلو تېروتنو اعتراف ضیعفي نه ده بلکې جرئت او زړورتیا ده، چې له بده مرغه دا جرئت ډېر کم خلک لري، ځینې جوړې دي چې د ګډ ژوند په پیل کې یو بل ته په خپلو تېروتنو اعتراف نه کوي، دا سمه ده چې په خپلو تېروتنو اعتراف کول ګران او سخت کار دی، خو دا کار مقابل طرف ته ښه احساس ورکوي، بر عکس خپلو تېروتنو ته توجیه لټول او هغه نه منل ددې سبب کیږي چې د مقابل اړخ ستا په اړه بد احساس وکړي.

۴- د ګډ ژوند ستونزې له نورو سره شریکول
د ګډ ژوند په لومړیو کې ستونزې او مشکلات وي، ښه ده چې ستونزې په خپلو کې سره شریکې شي او په ګډه د حل لاره ورته ولټول شي، خو ډېری جوړې دا تېروتنه کوي پرته له دې چې ستونزې یې له مېړه\مېرمنې سره شریکې کړي له نورو(درېیم کس) سره یې شریکوي، چې دا په ګډ ژوند خورا منفي اغیز کوي، هره جوړه باید په یاد ولري چې درېیم کس یې ستونزې نه حلوي، بلکې لا یې ترمنځ ستونزې جوړوي.

۵- یو بل ته کافي وخت نه ورکول
د خوشاله ګډ ژوند یو راز دا دی، چې باید مېړه او مېرمنه یو بل ته پوره وخت ورکړي او ډېر وخت د یو بل په څنګ کې واوسي، خو ځینې جوړې بیا د ګډ ژوند په لومړیو کې دا تېروتنه کوي چې یو بل ته پوره وخت نه ورکوي، په خپلو کارونو ډېر بوخت وي، سهار ځي بیګا ناوخته کور ته راځي، له یو بل سره د کیښناستلو او خبرو کولو وخت نه لري چې دا کار د مېړه او مېرمنې پر اړیکو بد اغېز کوي.

۶- له وړو ستونزو نه لویې ستونزې جوړول
نېکمرغه جوړې د کوچنیو ستونزو په حل کې له بیړې کار اخلي، څو لویې ستونزې ترې جوړې نشي، خو ځینې جوړې بیا دا تېروتنه کوي چې د ګډ ژوند په لومړیو کې هرې ستونزې ته د ناورین په سترګه ګوري حتا که هغه ډېره کوچنۍ هم وي، هغوی چې کله له ستونزو سره مخ کیږي رواني تعادل له لاسه ورکوي، خپل حوصله بايلي او ژر د زړه تنګۍ احساس کوي، همدا رواني تعادل له لاسه ورکول د لویو ستونزو د رامنځته کېدو لپاره لار هواروي.

۷- د مینې اظهار نه کول
نېکمرغه جوړې هر وخت یو بل ته وايي (مینه درسره لرم) او تل یو بل په ډالیو نازوي، خو بد بختانه ځینې جوړې بیا یو بل ته د مینې د اظهار جرئت نه لري، هغوی داسې فکر کوي چې د مېړه او مېرمنې ترمنځ مینه پټه ښه ده، د دوی په اند که ښکاره ورته ووايي چې مینه ورسره لري ښايي مقابل طرف مغرور شي او داسې نشي چې پر اړیکو یې منفي اغیز وکړي، خو په حقیقت کې داسې نه ده په ګډ ژوند کې د مینې اظهار پر اړیکو خورا مثبت اغېز لري او یو بل ته د نېږدې کېدو او پر یو بل د ګرانښت سبب کیږي.

۸- بې ارزښته شیانو ته اهمیت ورکول
په خوشاله ګډ ژوند کې مېړه او مېرمنه هغه شیانو او مسایلو ته هېڅ اهمیت نه ورکوي کوم چې ارزښت نه لري، هغوی داسې مسایل له ژونده لرې کوي، د دوي ټول تمرکز په مهمو مسایلو وي، خو ځینې جوړې دي چې تل په غیر اړینو او په بې ارزښته مسایلو فکر کوي، هغوی داسې فکر کوي چې دا یې د ژوند تر ټولو مهم او اړین مسایل دي او ټول وخت یې همدې ته ځانګړی کړی وي چې په پایله کې پرته له زیان نه بل هېڅ په لاس نه ورځي.

۹- خپل ژوند له نورو سره پرتله کول
نېکمرغه جوړه د ګډ ژوند په لومړیو کې پدې فکر نه کوي چې نور څنګه ژوند کوي یا نور ددوی په اړه څه وايي، بلکې دوی د خپل ګډ ژوند په لومړیو کې د خپل راتلونکي ژوند په اړه فکر کوي چې څنګه کولی شي له خوښیو ډک ژوند ولري، خو ځینې جوړې ددې پرځای چې د واده په لومړي کال د خپل ژوند په اړه فکر وکړي، د نورو په ژوند فکر کوي او خپل ژوند له هغوی سره پرتله کوي او تل دا فکر کوي چې نور د دوی په اړه څه فکر کوي، چې دا کار د مېړه او مېرمنې ترمنځ اړیکې خرابوي.

۱۰- د یو بل کورنۍ سره اړیکې پرې کول
وایي (ژوند پرته اړیکو پرمخ نه ځي) د ښه او خوشاله ژوند یو راز هم له دوستانو، خپلوانو او د ملګرو سره د اړیکو پالل دي، ډېرې جوړې دي چې د بریا دې راز ته پام نه کوي دوی چې کله ګډ ژوند پیلوي نو په وړو خبرو له خپلو یا د یو بل له کورنیو سره د اړیکې په پرې کولو فکر کوي، دا په ګډ ژوند کې ستره تېروتنه ده، ګډ ژوند له خلکو سره د اړیکې په پرې کولو نه ښه کیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حسیب نورمل