ژوند بڼه کورنی ژوند

خوشاله جوړه داسې ګډ ژوند کوي

لیکنه: صادق طارق
اعلان

ځینو نه به اورئ، چې ګډ ژوند او پکې خوشاله اوسیدل اسانه کار نه دی.

خو دا خبره سمه نه ده؛ هغوی چې داسې وایي خپله شخصي ستونزه لري او د هغو ستونزو له وجې د ګډ ژوند له ملګري / ملګرې سره سمه ګوزاره نه شي کولای.

دلته به د خوشاله ګډ ژوند ځینې هغه ځانګړنې شریکې شي، چې خوشاله خلک یې لري.

هیله ده ستاسې د ګډ ژوند په ښه کولو کې مرسته وکړي.

د یو بل خبره واورئ

دا خبره به ښایي تاسې ته عادي ښکاره شي، خو یو مهم اصل دی.

په افغانستان کې بیخي دا ستونزه جدي ده، چې څوک د چا نه اوري.

دا کار ورته دومره اړین نه ښکاري، خو واقعیت دا دی چې که تاسې یو چا ته لږ ترلږه غوږ ونه نیسئ، هغه به څه احساس کوي، چې درناوی او ارزښت ورته ورکوئ؟

د خوشاله ګډ ژوند جوړه حتماً د یو بل د زړه خبرې اوري او په مینه ځواب ورکوي.

د ورځې تماس وساتئ

خوشاله جوړه یو بل ته دا احساس نه ورکوي، چې اړیکه یې یوازې د کور تر احاطې محدوده ده.

دوی د ورځې په جریان کې هم یو د بل احوال اخلي، موضوعات شریکوي او دا احساس یو بل ته لېږدوي، چې یو بل ته یاد دي او پوښتنه سره کوي.

په افغانستان کې ښایي نارینه یا ښځینه په عامه توګه دا موضوع ډېره ممکنه ونه ګڼي، اما ممکنه ده.

کیدای شي نارینه له خپلې مېرمنې د هغې د صحت پوښتنه وکړي، د اولاد د ناروغتیا حال واخلي، یا وپوښتي چې څه کور ته یوسي او یا بله خبره…

ګډ کارونه کوي

په ګډ ژوند کې ګډ کارونه کم نه دي. مثلاً: ښه ده چې د کور په چارو کې مېرمنې سره مرسته وشي، یا د ماشومانو پالنه او روزنه کې ورسره همکاري وشي.

د دې ترڅنګ شرایطو  ته په کتو سره ګڼ نور کارونه کیدای شي.

که ښځه تعلیم او دنده ولري، کیدای شي په دفتري او رسمي کارونو کې نارینه او ښځینه دواړه له یو بل سره مرسته وکړي او په دې ډول خپلې اړیکې ژورې او پياوړې کړي.

قدردانه اوسئ

نارینه او مېرمنه که یې د یو بل د خواریو قدرداني ونه کړي، ګډ ژوند یې سم مخته نه ځي.

لازمه ده، چې نارینه د مېرمنې د کور کارونه، پخلی، د ماشومانو روزنه او نور ټول هغه څه دي، چې درناوی یې وکړي.

همدا شان مېرمنه باید د خپل ژوند د ملګري د خواریو او ستړیاوو، چې د کورنۍ لپاره یې کوي، قدردانه وي.

د قدردانۍ دغه احساس هم د ګډ ژوند اړیکه پياوړې کوي.

ښکلې خبرې سره وکړئ

په ګډ ژوند کې ضرور ده، چې یو بل ته ښکلې او خوږې خبرې وشي.

ځکه وایي، چې: خپله ژبه هم کلا ده، هم بلا ده.

که د ژوند د ملګرو ترمنځ داسې خبرې موجودې نه وي، یو د بل زړونه ماتوي او ګډ ژوند ته یې زیان رسیږي.

د یو بل د خوشاله کولو فکر وکړئ

د یو بل د خوشاله کولو لپاره موږ مشخصه مشوره نه شو درکولی، ځکه د هر چا د ژوند شرایط فرق کوي.

کیدای شي یو څوک په داسې شرایطو کې وي، چې زیات غریب یا زیات مالداره وي.

د یو بل د خوشالولو لپاره حتمي نه ده، چې تاسې به حتماً مالداره یاست.

په دې برخه کې ضرور دا ده، چې د یو بل د احساساتو خیال وساتل شي، خبره واوریدل شي او د پوره ارزښت او درناوي احساس ورکړل شي.

ستونزې هېرې کړئ

ګډ ژوند یې ستونزو او بې ناندریو هم نه دی؛ په افغانستان کې خو بیخي دا کیسه عامه ده.

نو تاسې که غواړئ ښه ګډ ژوند ولرئ، یو د بل ستونزې له یاده وباسئ، یو بل وبښئ او هیڅ عقده او رخه زړه کې مه ساتئ.

رومانټیک اوسئ

د ګډ ژوند زیاتې اړیکې له پيله رومانټیکې وي، خو تر پایه داسې دوام نه کوي.

تاسې هڅه وکړئ، چې رومانټیکې اړیکې مو زر پای ته ونه رسیږي.

په دې برخه کې کوښښ وکړئ، چې تل رومانټیک اوسئ.

د دې لپاره، چې په ګډ ژوند کې مو رومانټیک حالت پای ته ونه رسیږي؛ هڅه وکړئ چې تر پایه لکه د لومړنیو مېنانو یو بل وپالئ، چکر ووهی، خاصې ډالۍ یو بل ته واخلئ او ښه عاشقانه ژوند ولرئ.

یو ځای ویده شئ

د ګډ ژوند د خوشالۍ یو ښه اصل دا هم دی، چې د خوب پر وخت یو ځای په خوب ځای کې پریوځئ.

که یو بل نه مخکې د خوب ځای ته ورشئ، داسې مانا لري لکه په جلا ډول هم چې خوب خوند درکوي او ارامه ویدیدی شئ.

په دې خاطر، چې یو بل ته په دې اړه منفي احساس ورنه کړئ، یو ځای د خوب ځای ته ورشئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صادق طارق