ټولنیز ژوند ژوند بڼه کلتور او هنر کورنی ژوند

نارینه له خپلو مېرمنو دا تمې لري

لیکنه: بشر درویش

ژباړه: بشر دروېش

نارینه او ښځینه دواړه له یو بله؛ په خاص ډول په ګډ ژوند کې ګڼې غوښتنې لري.
دغه غوښتنې ممکن په خوله له یو بله ونه کړي، خو ښه ده چې د یو بل په توقعاتو وپوهیږي او د پوره کولو لپاره یې لاس په کار شي.
دلته به هغه غوښتنې درسره شریکې کړو، چې په عام ډول یې نارینه له خپلو مېرمنو څخه لري:

یوازې جنسي اړیکې نه دي
په عام ډول ځینې خلک فکر کوي، چې نارینه به له ښځینه وو جنسي اړیکې غواړي.
په دې کې شک نشته، دا به یوه ترټولو مهمه غوښتنه وي؛ خو ټولې غوښتنې په همدې مسئله کې نه راټولیږي.
نارینه له جنسي توقعاتو ور اخوا له خپلې مېرمنې عاطفي توقعات هم لري.
دا توقعات ممکن په خوله د اظهارولو نه وي، خو مېرمنې یې باید په اړه ځان وپوهوي او د پوره کولو زمینه سازي یې وکړي.

مینه غواړي
سمه ده، چې جنسي اړیکې نارینه وو ته یو خاص ارزښت لري، خو له دې ور اخوا دوی له مېرمنو د مینې زیاته تمه لري.
د مینې تمه شرایطو ته په کتو سره فرق کوي. په ځینو برخو کې کیدای شي نارینه دا وغواړي، چې مېرمنه یې د خلکو مخکې د ده لاس ونیسي، ور وګوري یا په کوم بل انداز د مینې اظهار وکړي.
په خصوصي ډول د مینې پیغام لاسته راوړل، ماساژ یا ورته نور هم کیدای شي د دوی د مینې لاسته راوړلو اړوند توقعات وي.

پرخپلو وړتیاوو باور غواړي
لکه څنګه چې ښځینه د خپل ښایست ستاینه غواړي، نارینه همداسې د خپلو وړتیاوو د ستایل کیدو لېواله دي. دوی دا توقع په خاصه توګه له خپلو مېرمنو څخه لري.
نارینه دا هم خوښوي، چې خاص مهارتونه یې بیا – بیا یاد او ورته په مهمه سترګه وکتل شي.
کوم ښځینه، چې په دې برخه کې لازم رول نه لوبوي؛ طبیعي ده چې د ژوند ملګري ترې خوابدي کیږي.

باید درک شي
نارینه باید احساس کړي، چې درک کیږي او مېرمنه یې د ده د درک کولو وړتیا لري.
د یو بل درک کولو ټولو نه اسانه لاره دا ده، چې یو بل ته ځیر- ځیر وکتل شي، حرکاتو، خبرو، عکس العملونو او احساس ته د یو بل پوره پاملرنه وشي.
دا کار په خاص ډول په دوه په دوه مجلسونو او زړه خوالو کې زیات ممکن دی.

په همدې طبیعي ډول یې ومنئ
نارینه او ښځې تقریبا په دې عادت کې سره شریک دي، چې باید په همدې طبیعي بڼه(څېره، کرکټر او خواصو) د خوښې او منلو وړ وي.
دوی هم نه شي زغملی، چې له طبیعي بڼې وراخوا ورته نور فرمایشونه ورکړل شي.

په خبرو کې یې زیاتې خبرې مه لټوئ
کیدای شي نارینه ستړي ستومانه کورته راشي او په کومه خبره کې یې له مېرمنې سره خبره راشي.
دوی سره په دې او بل حالت کې نه ده په کار، چې زیات جر وبحث وشي او د هرې خبرې ځواب یې وویل شي.
که چا داسې وکړل، پوه دې شي، جې د ژوند ملګری به ترې خپه کیږي.

دا ټکي هم په پام کې نیول ضرور دي:
– نارینه له مېرمنو یې درناوی غواړي، که مېرمنې دوی خوشاله ساتل غواړي، احترام دې ورته ولري.

– د نارینه وو د افکارو په اړه دې مېرمنې له منفي نظر ورکولو هم د ډډې کوشش وکړي.

– نارینه ځینې وخت یوازیتوب خوښوي. هوښیارې او با درکه مېرمنې د خپلو نارینه وو د یوازې توب خوښولو وخت او احساس درک کوي او یوازې یې پریږدي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي