ټولنیز ژوند کورنی ژوند

هره ښځه هیله لري چې د ژوند ملګری یې په دې ۸ رازونو وپوهېږي!

ژباړه: نوراحمد فضلي

که ستاسي خوښېږي چي د خپلو ښځو زړونه وګټئ، په دې ليکنه کي چي موږ درته کوم ټکي ذکر کوو، دقت او پام وکړئ. د هري ښځي آرمان او ارزو ده چي د ژوند ملګری یې پر دې حقايقو وپوهېږي. نارينه له ښځو دا ۸ غوښتني لري. شوني دي تاسي هم له هغو نارينه وو له جملې څخه ياست چي غواړي خپلي مېرمني له ځانو خوښي وساتي، خو دا کار څنګه کولای سي؟ هو! تر يوه حده سم فکر کوئ، د ښځو فهمول هماغسي لکه د نړۍ فهمول و پېژندل سخت او پېچيده دي. ښځي بېلابېلي او متفاوتي غوښتني و اړتیاوي لري خو یو لړ اړتیاوي یې ګډي او مشترکي دي؛ ډېري مهمي خو آسانه دي چي پوره کول یې د نارينه وو تر توان لاندي کار دی.

نارينه او ښځي یو ډول دماغ لري
په کال ۲۰۱۵ کي يوه مقاله خپره سوه او دا یې ثابته کړه چي د نارينه وو او ښځو دماغ یو ډول دی او دا خپله خلک دي چي د یوه وبل سره متفاوت دي. په ټوليزه توګه، د نارينه وو او ښځو مغز یو وبل ته ورته دئ او یوازي یو ناچيزه تفاوت لري چي هغه د دوی په اجتماعي جوړښت پوري تعلق پیداکوي. ځکه نو که تاسي وینئ چي نارينه یو خاص رفتار لري او ښځي یو بل ډول عمل یا برخورد کوي، دا تفاوت یې د جنسیت په وجه نه بلکي د هغو تاثیراتو له وجهي دئ چي ټولني یا اجتماع پر هغو پرېښی دی.

نو دا چي وايي نارينه له مريخ څخه دي او ښځي له زهرې څخه – دا چشي دي؟ خیر! موږ ټول له ځمکي را پیدا سوي یوو. موږ یو له بله ډېر باریک توپيرونه لرو خو دا زموږ له مغز یا دماغ له جوړښته سرچينه نه اخلي. موږ باید د هر فرد سره د هغه شخصيت او وړتیاوو ته په پاملرني سره چي لري یې – برخورد یا عمل وکړو.

مهرباني همېشه زړه راکښوونکې ده
نارينه تصور کوي چي خشونت او خښمېدل همېشه جذابیت لري خو څېړني بیا یو بل شی ثابتوي. سره له دې چي ښځي کله د جدی نارينه وو پر خوا ور ماتېږي (ور جذبېږي) خو دا نظريه یا تيوري په اوږدمهال کي جواب ویونکې نه ده. په حقيقت کي ښځي د خپل اوږدمهاله ژوند له پاره خشن او جدی نارينه نه انتخابوي، هغوی تر ډېره پر مهربانو نارینه وو زړونه بايلي.

ځکه نو، ښځي مهربان نارينه زیات خوښوي، خوښېږي یې چي له هغوی سره واده وکړي، له هغوی اولادونه ولري او… که مو د يوه بدخلقه او نامهربان نارينه په څنګ کي ښځه وليدل په قوي احتمال چي ډېري وېري او جبر له مخي، نه د خپلي علاقمندۍ له مخي، د هغه سره اړیکي (واده) ته هو ویلي دي. د يوه مهربان نارينه انتخاب هیڅوخت پښېماني نه لري.

چټل او ناموزون لباس اغوستل، جذابیت نه لري
هر کس د جامو اغوستلو خاص ډول او يوه خاصه طريقه لري، ځیني کلاسیک یا پخواني ډولونه خوښوي او ځیني نور بیا سپورټي یا ورزشي خو د هیچا هم چټل، کرغېړن او ناموزون ظاهر نه خوښوي. شوني دي چي د ښځو کاوبوای، ایټالیايي جوړ بوټونه یا فرانسوي هغوی خوښ وي خو په دې شرط چي هغوی سم په پښو کړئ. ناپاک بوټونه او شکېدلی پتلون هیچا ته جذاب نه دی. ځکه نو پاک او مرتب کالي واغوندئ او خپل ظاهر ته په ارزښت قایل سئ. تر هرڅه دمخه د افرادو ظاهر دئ چي پر نورو تاثیر کوي.

داسي مه ښياست چي یو کامل او له ځانه پوره کس ياست!
هیڅوک هم کامل او له ځانه پوره نه دی، که داسي نه ده؟ که تاسي همېشه د ځان تعریف کوئ خو په عمل کي بیا بل ډول ځان ښکاره کوئ، د مقابل طرف ذوق او علاقه مو ختموئ. ځیني وختونه همدا نیمګړتیاوي او عیبونه دي چي خلګ یو وبل ته سره نژدې کوي. ځکه نو خپل عیبونه و نیمګړتیاوي مه پټوئ ولي چي لمر هیڅکله د وریځي تر شا نه پټېږي. داسي کس د ځان ملګری انتخاب کړئ چي تاسي لکه څنګه چي یاست، هماغسي ومني.

زه، ټول نه يم
کله چي نارينه وايي:” زه ښځي ستايم “ یا” زما په نظر ښځي له نارينه وو بهتري دي “ یا حتا” زه د ښځو سره مينه لرم “ آیا پوهېږئ چي له دې ډول جملو د ښځو برداشت چشي دئ؟ همدا چي د هغوی مخاطب ټولي ښځي دي، نه یو خاص شخص لکه د ژوند عشق او ملګرې یې. ځکه خو د ښځو خوښېږي چي نارينه د دوئ توپيرونو ته پام وکړي. هره ښځه خپلي خاصي او په ځان پوري اړوندي ځانګړتیاوي لري ځکه نو نه باید هغوی جمع کړل سي.

زه د خپل استقلالیت سره مينه لرم
شوني دي د ډېرو ښځو به واده کول آرزو وي خو د هغوی واده د همبستګۍ یا کنټرولېدو په معنا نه دی. هغوی د خپل استقلالیت سره مينه لري او هیڅکله نه غواړي چي له لاسه یې ورکړي. که دا پوښتنه له يوه مجرد کس څخه وکړئ چي تر اوسه یې واده ولي نه دئ کړی، یو له جوابونو څخه چي تاسې ممکن واورئ، د هغوی استقلال به وي.

موږ د خپلو زړونو او پر ځان باور له پاره سینګار کوو
د نیویارک ټایمز سره په مصاحبه کي یوې مجربي آرایشګري وویل:” موږ ښځي د خپلو ځانو له پاره سينګار کوو. سمه ده چي هره ښځه د خپل سینګار له پاره دلیل لري خو د دوی دلیل د نارينه وو توجه را اړول نه دي. “ښځي د خپل پر ځان ډاډمنتیا او زیات اعتماد په خاطر سينګار کوي. په حقيقت کي کله چي هغوی سينګار کوي، لا ښه او موثره اړيکه جوړوي، له پخوا څخه ځواکمني کېږي او د هر ډول شرایطو سره د مخامخ کېدا له پاره چمتو کېږي.

هغه نارينه هم چي ادعا کوي د ښځو نا سینګار کړې څېره ئ=یې خوښېږي، په حقيقت کي یوازي تظاهر کوي. هغوی هم له دې څخه چي د ژوند ملګرې ئې له پخوا یا مخکیني حالت څخه ډېره ښايسته سي، د ځان سره فخر کوي. البته تر هغه وخت چي ښځي په خپل دې کار کي افراط ونه کړي.

موږ له نابرابرۍ ستړي سوي یوو
اکثره نارينه ښځو ته په کښته سترګه ګوري، په دې معنا چي دوی ښځي کمزوري او متکي ګڼي، په داسي حال کي چي دې ډول تصور ته ټولني شکل او بڼه ورکړې ده.

د ښځو خوښېږي چي تېز او روښانه رنګونه واغوندي، د ناراحتۍ پر مهال وژاړي یا که د يوه نارينه په شان له کوره دباندي حضور ولري. رومانتیک یا احساساتي اوسېده هیڅکله د ضعیف یا کمزوري اوسېدو په معنا نه دي، نو غوره ده چي دې ټولو نابرابریو ته د پای ټکی کښېښودل سي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي