سپورټ نړیوال کرکټ

د کرکټ ویکټې 

 ایا پوهیږئ، چې د کرکټ ویکټې یا لرګي د اوچتوالي په کومې اندازې او پراخوالي سره رسمي لوبو لپاره درول کیږي ؟

 د کرکټ نړیواله لوبه چې ورځ تر بلې یې مینه وال لا هم په زیاتیدو دي؛ پکې هره برخه او هر توکی یې ځانګړي رول لري.

د بیټ او بال وروسته په دغه سیالۍ کې ویکټې ته اړتیا وي، چې په ټینس او هارډ بال دواړو لوبو کې پکاریږي.

 د کرکټ ویکټ چې له درې لرګیو څخه جوړه وي، چې په رسمي سیالیو کې ځانګړې اندازه او پراخوالي سره د ویشتن ځای یا پیچ په دواړو خواوو کې درول کیږي.

 په دغه درې لرګیو، چې ورته د کرکټ په اصطلاح ویکټې ویل کیږې، د لوبغاړو د سوځیدو ۴ ډوله پریکړه کولی شي.

د کلین بولډ ترڅنګ د ویکټ کیپر یا ویکټ ساتونکي لخوا سټمپ کول، د فیلډرانو لخوا رن اوټ یا په دغه ویکټو د توپ غورځونه په داسې حال کې چې توپ وهونکی له ټاکلې اندازې بهر وي او هم د توپ وهونکي یا بیټسمین لخوا په بیټ یا هم د بدن په کومې برخې د ویکټو وهل هغه څه دي، چې د ویشتن ځای موجوده لوبغاړي له میدان بهر کولی شي او د سوځیدو پریکړه یې کیږي.

د کرکټ دغه درې لرګي، چې دواړو خواوو ته درول شوي وي، ټاکلې اندازه لري، چې له هغې څخه به کمه زیاته نه وي.

د درې واړو لرګیو، چې په سر یې دوه بیلزونه هم ایښي وي، اوچتوالی یې) ۲۸.۵( انچه کیږي او معادل د (720 mm) ملي متر سره دی.

همدا راز د درې واړو ویکټو (لرګیو) د دریدا د پراخوالي اندازه یا فاصله ۹ انچه ده، چې ۲۳۰ ملي متره سره معادل ده.

د ویکټو بیلزونه (Bails)

د ویکټو یا درې لرګیو په سر دوه نور واړه لرګي لیدل کیږي، چې ورته بیلزونه ویل کیږي او په دې خاطر وي، چې کله توپ اچونکی ویکټ وولي او ونه غورځي، نو توپ وهونکی ناټ اوټ حسابیږي، خو دغه بیلزونه ډیر سخت نه وي نصب شوي، بلکې د یو څه اندازه تیز باد یا شمال سره هم غورځیږي.

داسې ډير کم شوي دي، چې په بال دې ویکټ ولګي او دغه بیلزونه دي ونه غورځیږي، خو د سټمپ او رن اوټ پر مهال مهم رول ځکه لوبوي، چې که د توپ وهونکي بیټ یا هم د بدن کوم غړی، چې لاس او پښه پکې تر ډیره شامله وي، ټاکلي لاین څخه د بیلز په پورته کیدو وخت سره سم داخل کې وي، نو توپ وهونکی نه سوځیږي، خو که بر عکس بهر وي، نو بیا یې د سوځیدو پریکړه کیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی