اقتصاد

ولې ځان ته دنده نه شئ پیدا کولای؟!!

که تر اوسه مو د خوښې مطابق کار نه وي موندلی، یوازې یو دلیل لري!!…

کوم دلیل؟ د ګومارنې پر قوانینو نه پوهیږئ.

ګومارنه اسانه مسئله ده، خو که په هغه فورمول، چې ډېرې وړې ستونزې هم پرې اواریږي، بلد نه وئ، نو څه؟ دا وخت به هغه اسانه او وړې ستونزې هم موږ ته په لاینحل ستونزو بدلیږي.

که ځیرک وئ تر اوسه به ستاسې په ذهن کې یوه پوښتنه خامخا راګرځي. که رښتیا هم د کار په لټه کې وئ، د ګومارنې فورمول، د فورمول کارونې وخت او د استعمال څرنګتیا باید درک کړئ.

په یاد مو وي، چې د ګومارنې له پنځه ګوني فورمول څخه مخکې باید دا درک کړئ، چې څنګه، چېرې او څه وخت له دې پنځو مواردو ګټه واخلئ.
د ګومارنې فورمول ډېر اسانه دی. تر ټولو مهم څیز د ګومارنې د زرین اصل پېژندل دي.

ریزومي- داسې جوړه وئ، چې ګومارونکي ستاسې د څېرې تر لیدو مخکې تاسې خوښ کړي.

ظاهر– کله مو، چې ګومارونکی وویني، په لیدو مو یې سترګې خوږې شي.

خبرې– کله، چې تاسې خبرې کوئ، خوند ترې واخلي.

پام– هغه تکنیکونه، چې موږ یې در ښیو، ګومارونکي پرې د ځان پر لور جذب کړئ.

ډډه– بېځایه چالاکي مه کوئ.

حتما دا جمله مو د بحث له پیله نه په ذهن کې راګرځي. له پنځه ګومي فورمول نه دا غوره ده، چې لومړی په دې پنځو مواردو وپوهیږئ. تر دې لا مهم څیز دا دی، چې څه وخت او څنګه یې وکاروو.

د ګومارونکي په مغزو کې څه دي؟

خامخا به مغز وي. ولې مې دا وویل؟ ځکه، چې باید وپوهیږو هغه هم زموږ په څېر انسان دی. په دې تفاوت، چې د یوڅه په لټه کې دی. ایا د ګومارونکي راز مې درته ووایه؟ ګومارونکی داسې وانګیرئ لکه مشتري، چې د یوڅه د پیرلو په لټه کې وي.

فکر وکړئ، چې تاسې د یوه کولر په پیرلو پسې پلورنځي ته لاړئ. ۱۵زره افغانۍ مو هم په جیب کې کېښودې. اوس دلته د پلورونکي هنر مهم دی.لومړی باید کولر در وښيي. د ښېګړو په اړه یې وغږیږي او د تضمین ډاډ در کړي. نورې اضافي ښېګړې یې هم درته وايي او ستاسې ماغزه سم در مینځي. تاسې او خدای څه مو ولیدل؟ که سم کار وکړي، ممکن یو اضافي جوسر هم در باندې وپلوري.

اوس بده نه ده، چې وپوهیږود ګومارونکي په مغزو کې څه تیریږي؟!

ستاسې له لیدو مخکې د هغه په ذهن کې دا را تیریږي، چې کاش کې دا همغه سړی وي، چې زه یې په لټه کې یم! کاشکې، چې د دې نورو په څېر نه وي، کاش، چې کورمغزه نه وي!! داسې سړی نه وي، چې ځان عقل کُل بولي او دا نور خلک ورته هسې رمې ښکاري.

د مرکې پر وخت، ټول فکر کوي، چې ګومارونکي مو په وړو تېروتنو پسې ذره بین ګرځوي. که یو شمېر عقده يي کسان پرځای پریږدو، ۹۰ په سلو کې ګومارونکي ستاسې پر وړو تېروتنو سترګې پټوي. پّ دلیل یې پوهیږئ؟ ګومارونکی تل له ځان سره وايي: « زر کوه، یوڅه له ځانه وښیه، چې ودې ګومارم. نورې تېروتنې ونه کړې».

خو څومره وخت لرئ، چې ګومارونکي ته ځان ثابت کړئ؟

یو ساعت، دوه ساعته؟ که رښتیا راباندې ووايئ، له یو شمېر خورا مسلکي او جګپوستې مرکې پرته په نورو مرکو کې تاسې په لومړنیو دریو او څلورو دقیقو کې ارزول کیږي، چې وګومارل شئ او که رد شئ.

مرکه د کانکور په څېر ده. تاسې ډیر وخت درس لوستی او د هرې پوښتنې لپاره دوه دقیقې وخت لرئ. د ځواب پر وخت باید ټول اړوند مطالب ذهن ته راوړئ. تاسې دلته تشریحي ځوابونه ور کوئ. که ګومارونکی وپوهیږي، چې تاسې په خپله خبره ټینګ یې او ډیر غږیږئ، که هرڅومره لایق هم وئ، نه مو ګوماري، خو که انعطاف وښيئ او ثابته کړئ، چې دده د خوښې وړ کس یا له هغه یوڅه کم یئ، د ګومارنې پرېکړه مو کوي. له وړو تېروتنو در تیریږي. همدا لومړنۍ درې- څلور دقیقې ستاسې برخلیک ټاکونکی وخت دی. په دې څلورو دقیقو کې کلانکارۍ او تیروتنې ونه کړئ.

( ژباړه)

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */