ژوند بڼه کورنی ژوند ګټه وټه

میرمنې ولې سره زر خوښوي؟ څو رازونه یې

لیکنه: الما افغان

د سرو زرو د استعمال سره کیدای شې د نورې نړۍ میرمنې هم مینه ولري خو؛ افغانستان بیا هغه هیواد دی چې، میرمنې يې د کمزورې اقتصاد سره،سره بیا هم د سرو زرو د استعمال ځانکړې لیوالتیا لري ،چې یو له هغو زه هم یم خو؛ داچې د سرو زرو سره ډیری میرمنې بې سارې مینه لري زه يي درته رازونه وایم:

۱.میرمنې يي د ښکلا او خوښۍ راز بولې

هو!
پرته له شکه چې سره زر د میرمنو په ښکلا کې مهم رول لري.

دلته په ډیری خوښیوو کې هغه میرمن ډیره د پام وړ وي چې سره زر يې تر نورو ډیر وي.

سره زر میرمنو ته ځانکړې ښکلا ورکوي نو؛ طبیعې ده هغه میرمن چې نور يې او یا هم هنداره يې ستايي د خوښۍ خاص احساس لري.

دلته هوښیار د ژوند ملګري میرمنو ته د سرو زرو په اخیستو بیا نه پریږدي چې د میرمنې دا خوښې او ښکلا واخلې.

۲. سیالې او ارزښت

بلې!

میرمنې تل په خوښیوو کې هڅه کوی ځان له نورو سره سیال او با ارزښته ښکاره کړي خو؛ زه فکر کوم د نورو سینګارونو سر بیره د سرو زرو درلودل دوی د نورو میرمنو سره همسیاله او با ارزښته کوي.

ډیری میرمنې په دې آند دې چې، که خاوندان يې دوی ته په سرو زرو اخسیتلو تاوانې شې نو؛ ارزښت يې له دوۍ سره هم خوندي پاتې کیږي.

ما ډیری داسې میرمنې هم لیدلې چې، په ډیرو خوښیوو کې د همدې لپاره ګډون نه کوي چې، دوۍ د یاد سینګاره محرومې دې.

۳.میرمنې يي ښه سرمایه بولې

هو!

دا راسره ومنئ چې، هغه میرمنې چې د سرو زرو خاوندانې دې نه وايې چې، دوۍ به له غربت سره مخامخ شي ځکه؛ سره زر د ګټې وټې هغه وسیله ده چې، ورځ تر بلې خپل ارزښت زیاتوي ولې کموي يې نه نو؛ له همدې امله میرمنې تل هڅه کوي چې، پر خپلو خاوندانو ځانته سره زر واخلي ترڅو؛ د سختۍ پرمهال بیرته د خپل خاوند لاسنیوی وکړي.

۴.د سرو زرو شتون د میرمنو زړه تسکینوي

ښکاره ده هغوۍ چې،سره زر لري، ځان ورته د نورو میرمنو په منځ کې با ارزښته،مهم ،همسیال ،ښایسته او سرمایه داره ښکارې نو؛ همدا لامل کیږي چې میرمنه د ډیرو ستونزو پر وړاندې د تسکین او برلاسیتوب احساس وکړي.

دا طبیعې ده هغه میرمنې چې، سره زر لري زړه يي ډاډه وي او فکر کوي چې سختې پر دوۍ برلاسې نه بلکې؛ دوۍ پر سختو برلاسې دي.

مشوره:

لکه څنګه چې سره زر د اسلام مبارک دین هم میرمنو ته روا ګرځولې او دا يې د میرمنو د زینت راز یاد کړی د پیسو د درلودو په صورت کې يې له میرمنو مه سپموۍ.

هڅه وکړۍ میرمنې مو په سرو زرو خوښې وساتۍ.

او د راتلونکو پيښيدونکو هغو ستونزو لپاره يي میرمنو ته واخلۍ چې، تاسو يي د راتلو ویره لرۍ او فکر کوۍ چې یو وخت به تاسو د سرو زرو پلور ته اړتیا پیدا کوئ او د سرو زرو شتون به مو ستونزې حلوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

الما افغان

الما افغان ننګرهار میشتې لیکواله او د حقوقو د څانګې محصله ده