سیاست

طالبانو پخوا ولې په هزاره میشتو سیمو یرغل نه کاوه؟

لیکنه: انسان مجله

 

عمومي وضعیت:

اول، هزاره ټولنه د جنبش روشنايي نه وروسته خورا بدله شوې ده او په تېرو څلور کالو کې هلته هم ځوانان راپورته شوي او پخوانۍ رهبري یې تر ډېره حده چلنج کړې ده. کابل کې د هزاره ګانو مظاهره د دوی د دغه نوي ټولنیز سیاسي شعور د بیدارۍ نښه ده، دغه شعوري وده د دوی عنعنوي رهبرانو هم درک کړې او ورنه په ویره کې دي، اوس د هزاره ټولنې رهبري هغه پخوا په څیر سل په سلو کې د سیاسي نخبه ګانو لاس کې نه ده، بلکه پرګنو سره ده او دغه بدلون او شعور هم پرګنو کې رامنځته شوی دی.

دویم، تېرو کلونو کې هزاره مشرانو طالبانو سره پروتوکول درلود چې په یو بل به غرض نه لري، دغه توافق د کویټې شورا او پاکستان ته نږدې هزاره ګانو په وسیله لکه محقق او حتا د خلیلي په وسیله او رضایت شوی و. دوی خپلو سیمو نه طالبانو ته اجازه ورکوله چې ورنه استفاده وکړي، حتا ټپیان یې د جاغوریو په روغتون کې تداوي کېدل، موټرې او نور وسایل یې په هزاره مېشتو سیمو کې ترمیم شي، همدارنګه داسې رپوټونه شته چې هزاره ډریورانو په وسیله به یې د نورو سیمو طالبانو ته توکي او تجهیزات لېږدول، که هر څومره د حکومت او طالبانو ترمنځ دښمني زیاته شوې ده، خو بیا یې هم هزاره سیمو ته لاس نه دی ور وړی. دلته په جنګي اقتصاد کې هزاره ګان شریک و او له دې لارې یې هم زیات عاید ترلاسه کول او هم یې سیمې په امن کې وې.

اوس پوښتنه داده چې طالبان د ایران، پاکستان او روسیې په مرسته جنګېږي، نو ایران ولې غواړي د خپل نفوذ لاندې سیمې د طالب په وسیله وځپي، یا هم پاکستان ولې غواړي په دې کار سره دغو سیمو کې خپل نفوذ له لاسه ورکړي او بل هزاره سیاسي نخبه‌ګان ولې له دغه سیاست سره مرسته کوي؟

دلته دوه سناریوګانې د سړي ذهن ته درېږي، بهرنۍ او داخلي؛

بهرنۍ سناریو یوه داده چې پاکستان، ایران، روسیه او حتا ترکیه غواړي په هره وسیله چې د افغانستان حکومت تر فشار لاندې راتللی شي، دغه هېوادونه هغه کار کوي. ننګرهار کې د داعش له ځپلو او کمزوري کېدو وروسته، چې عمدتاً یې په کابل کې هزاره ګان په نښه کول، کمزوري شوی دی او دا کار هم تر ډېره طالبانو ته نږدې ګروپونو سپاه صحابه، لشکر جنګوي او حقاني نیټورک کاوه، خو لاس به یې په داعش پاکولو، له دې کاره یې هدف دا و چې هزاره ګان د حکومت په ضد راپورته او بل د هزاره ګانو منځ کې فاطیمنو او له سوریې نه راستانه شویو ډلو ته د را بره کېدو او نفوذ زمینه مساعده کړي. او همدغه فاطمیونو ډله د خیزش مردمي په نامه راپورته او د خلکو منځ کې د خلکو د ساتندویانو په توګه مطرح شي او د افغانستان حکومت به یې ځکه مخه نشي نیولی چې تر شا به یې ولس ولاړ وي.

کله چې د داعش له کمزوري کېدو او د هزاره ملیشو په ضد د حکومت د اقداماتو سره دغه نقشه خرابه شوه، نو دا ځل یې مستقیم طالبانو ته امر وکړ چې هزاره سیمې تر برید لاندې راولي.

داخلي سناریو، لکه څنګه چې د داعش له بریدونو وروسته له سیاسي اعتراضونو هزاره سیاسي نخبه ګانو ګټه پورته کوله، دا ځل له دغو بریدونو هم ګټه پورته کوي او له دې جنګ نه په داخل کې پر حکومت فشار راوړي تر څو حکومت ورته مراجعه وکړي او د دغو سیمو د بیا مدیریت په نامه ورنه پیسې او وسلې ترلاسه کړي او نور سیاسي امتیازات ورته ومني.

حکومت په څو دلایلو چټک غبرګون وښود، اول خو هزاره ګان یو مذهبي او نژادي اقلیت دی او د دوی په اړه نړۍ کې ذهنیت داسې جوړ دی چې دا قوم له محرومیت، محکومیت او ظلم سره مخ دی. د هزاره په اړه دغه نړیوال تصور په اول قدم کې د دوی روشنفکرانو او مدني فعالانو جوړ کړی دی او په دویم قدم کې د بشري حقونو کمیسیون. د نسل وژنې نړیوال کنوانسیون کې نسل وژنه هغه اقدام او عمل ته ویل کېږي چې یوه خاصه انساني کتله، د نژاد، رنګ، مذهب او ایډیالوژیکي تفاوت یا بل دلیل په خاطر هغوی ته فزیکي، رواني ضربه ورسېږي یا هم نور محدودیتونه پرې وضع شي، دې ته نسل وژنه ویل کېږي.

هزاره ګانو په نړیوالو دا منلې ده چې دوی له ژنوسایډ سره مخ دي او که حکومت یې د ساتنې غم ونه کړي نو په نړیوال ډګر کې ګرم او ملامتېږي.

دویم، دلیل یې داخلي او سیاسي دی، دا نننۍ مظاهرې هم د دوی رهبرانو نه وې رابللې او اکثریت په کې نوی نسل او هماغه د جنبش روشنايي کسان وو، حکومت د دې په ځای چې محقق او کریم خلیلي یا د هزاره ګانو سنتي مشرانو نه مرسته وغواړي د همدې مظاهرو مشران یې راوستل او ښکاره یې ورته وویل، چې ټول افغانستان کې جنګ روان دی، فراه د سقوط تر پولې رسیدلې ده او د دوی امکانات او هوايي ځواک محدود دی او په دې محدودو امکاناتو یې هم دومره اقدامات کړي دي. حکومت د دې په ځای چې د نورو چینلونو نه کار واخلي مخامخ ورسره وغږیدل او بل د بامیانو په سفر کې ولسمشر ورسره ژمنه وکړه چې منطقوي اردو په چوکاټ کې خپل ځوانان تنظیم کړي، منطقوي اردو به له پخوانیو او له اردو څخه د تښتېدلو او ترخیص شویو عسکرو جوړېږي او کنترول به یې د محلي مشرانو په ځای د دفاع وزارت سره وي.

حکومت د هزاره ټولنې په منځ کې دغه نسلي بدلون ته په کتو اقدامات کړي دي او زاړه او پخواني چاینلونه یې نظر انداز کړي، وګورو چې د حکومت دا سیاست څومره کولی شي چې په هزاره ګانو کې د ایران، پاکستان او فاطیمنو مخه نیولی شي او تر څنګ یې نړیوالو ته ډاډ ورکولی شي چې دوی د دغه اقلیت د امنیت ساتلو ته ژمن دي.

دا لیکنه انسان مجلې خپره کړې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

انسان مجله

انسان یوه فلسفي، فرهنګي او خبري مجله ده چې له کابله خپریږي. دا لیکنه لومړی د همدې مجلې په ویب پاڼه کې خپره شوې او موږ یې د هغوی په اجازه دلته بیا خپروو.