ادبیات کلتور او هنر

ولې د نثر په پرتله شعر ډیر دی؟ مصطفی سالک

د مشال راډیو خبریال ملګري باز محمد عابد رانه وپوښتل چې ولې د نثر په پرتله شعر ډیر لیکل کیږي ما یې ورته څو لاملونه په ګوته کړل چې دلته یې له تاسو سره هم شریکوم.

۱ : هر قام له شعر سره مینه لري خو دا مینه په پښتنو کې ډیره ده، ماشوم چې وزیږي تر اذان وروسته د مور منظومې نارې (اللو للوو……..) اوري او چې کوڅې ته ووځي نو د ماشومانو سندرې زده کړي، بیا نو که ښوونځي ته لاړ شي په کتابونو کې شعرونه لولي او که لاړ نه شي د ولسي ادب ذوق یې وپاریږي.

داسې نه ده چې یوازې اوس په پښتو کې شعر ډیر دی بلکې پخوا هم شاعران ډیر وو. که د خپل کلاسیک زرین دور ته پام وکړو د ګوتو په شمار دیوانونه راپاته دي که خوشال بابا هم په دې کتار کې راولو نو نور لوی نومونه یې رحمان بابا، حمید بابا، د خوشال بابا زامن او علی خان دي، علي خان زموږ د کلاسیک زرین پیر په وروستیو شاعرانو کې راځي ارواښاد پوهاند تقویم الحق کاکا خیل چې د علي خان پر اړه یې څیړنې کړې دي ویل به چې کله علي خان په هشنغر( چارسده ) کې شاعري کوله پرته له علي خان ۴۰۰ نور شاعران هم په شعر ویلو بوخت وو خو یوازې د علي خان شاعري د وخت سیلۍ نه ده وړې او ۴۰۰ نور شاعران ورک شول چې دې بیلګې ته ګورو نو ویلی شو چې په کلاسیک پیر کې د اوس په پرتله ډیرو شاعرانو شاعري کوله ځکه زه فکر نه کوم چې اوس دې په چارسده کې ۴۰۰ شاعران موجود وي.

۲: په پښتو کې د شعر د ډیروالي بل علت دادی چې شعر پوهې او علمیت ته اړتیا نه لري شاعر اړ نه دی چې د یوه غزل د لیکلو لپاره پلټنې وکړي بلکې څه یې چې خیال ته راغلل هغه لیکي خو نثر پوهه او د څیړنې زړه چاودون غواړي اوکه د هنري نثر خبره کوو هغه هم خپله علمي تیوري غواړي د ژبې استادي غواړي چې دا ارزښتونه خپلول د هر قلموال د وس خبره نه ده نو ځکه ډیر یې د نثر پر ځای شعر لیکلو ته مخه کوي.

۳: د شعر جمالیاتي اړخ ډیر پیاوړی دی وزن، قافیه او ردیف شعر ته ځانګړې ښکلا ورکوي چې په نثر کې دا زړه راښکون نشته ځکه ډیر خلک د نثر پر ځای شعر ته مخه کوي.

۴: څلورم لامل یې چې شعر ډیر لیکل کیږي دادی چې شعر له احساس او نثر له عقل سره ډیر کار لري او انسان لږ کله په عقلي ارزښتونو پسې ځي او ډیر کله د هغه د زړه واګې د احساس په ګوتو کې وي.

۵: د شعر د ډیر لیکلو بل لامل دادی چې شعر یوه بل هنر یانې موسیقۍ ته غاړه ورکوي او چې دا دواړه هنرونه یو ځای شي نو کوډګر کیفیت بیامومي. د ټولنې ډیر خلک موسیقي اوري او له شعره یې خوند اخلي چې دا خوند په نثر کې نه احساسوي، دا چاره د ټولنې ډیر وګړي او په ځانګړي ډول ځوانان هڅوي چې شعر ولیکي.

۶: اوس زمانه کې د شعر لیکلو یو لامل د ټولنیزو رسنیو ډیروالی دی، نثري لیکنې اوږدې وي او د رسنیو کارونکي یې لوستلو ته زړه نه ښه کوي خو شعر بیا په پرتلیز ډول لنډ وي او په مینه یې لولي زما خپله تجربه ده چې په فیس بوک کې نثري لیکنه پر لیکه کړم نو شاوخوا ۵۰ کسان یې خوښوي خو شعر شاوخوا ۱۵۰ او ډیر وخت تر دې هم ډیر کارونکي خوښوي.

داد شعر د ډیریدو هغه لاملونه دي چې اوسمهال زما ذهن ته راغلل که نور فکر وشي ښايي نور لاملونه هم ولري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مصطفی سالک، کابل