سیاست

برما: روهینګیه مسلمانانو څوک دي او څه ورسره روان دي؟

 

په برما کې ولې تر یو میلون زیات روهینګیه مسلمانان په نړۍ کې تر ټولو ډير زپلی اقلیت ګڼل کیږي؟

ژباړه او راټولونه: پاڅون بهرام خیل

نوي څه دي؟

د اګست په وروستیو کې د میانمار په رخین ایالت کې یوې ډلې وسلوالو د پوځ او پولیسو پر پوستو برید وکړ چې ۳۰کسان په کې ووژل شول. دې برید د برما یا میانمار پوځ ته یو وار بیا د روهینګیه مسلمانانو پر کلیو د یرغل پلمه برابره کړه چې د عیني شاهدانو او فعالانو په وینا په تیرو درې اونیو کې سلګونه روهینګیه ښځې، ماشومان او سړي وژل شوي، زرګونه کورونه سوزول شوي او لسګونه زره روهنګیان له خپلو کورونو تېښتې ته اړه شوي.

د چارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې خبرداری ورکړ چې له میانمار څخه بنګله دیش ته د تښتیدونکو روهینګیانو په شمیر کې حیرانونکي زیاتوالی راغلی او یوازې په تیرو درې اونیو کې تر یو نیم لکو زیات روهنګیان له خپلو کورونو تښتیدلي دي.

بي بي سي د یو این ایچ سي ار د چارواکو له خولې ویلي چې یوازې په تیرو څلور ویشت ساعتونو کې پنځه دیرش زره روهنګیان د بنګله دیش پر سرحد ور اوښتي چې دا په دومره کم وخت کې تر ټولو په ګڼ شمیر کې مهاجرت ګڼل کیږي.

که څه هم د بنګله دیش حکومت په رسمي توګه دې هیواد ته د روهنګیه ګډوالو په وراوښتو بندیز لګولی، خو خبریالان وايي چې بنګله دیشي پوله ساتي دا مهال روهنګیه کډوالو ته اجازه ورکوي چې له ناف سیند څخه ور واوړي.

د میانمار لپاره د ملګر و ملتونو د بشري حقونو ځانګړې استازې په رخین ایالت کې حالات سخت کړکیچن بللې او د میانمار د حکومت پر مشرې انګ سان سوچي یې سخت انتقاد کړی چې د روهنګیانو مرسته نه کوي. نوموړې ویلي دا ځل په رخین روهینګه میشتې سیمه کې شوې تباهې د تیر کال د اکټوبر په مقایسه څو چنده زیاته او ناورین څو برابره ستر دی.

بنګله دیش کې مرسته رسونکې ادارې وايي چې میانمار تښتیدلو کډوالو کې زیات یې له څو ورځو راهېسې وږي او تږي دي. دا نوي رسیدلي کډوال وايي ددوی پر کلیو یرغل کې د میانمار د پوځ ترڅنګ ځايي بودایي سخت دریځو هم برخه لرله چې د دوی کلي او کورونه یې په اور سوزولي دي.

د میانمار حکومت وايي دغلته د سخت دریځو پر ضد عملیات کوي، خو سیمه کې ازاد خبریالان نه شته چې دا دعوه یې تایید کړي.

بنګله دیش ته یوه تازه اوښتې روهنګیه میرمن د کډوالو په کمپ کې

روهنګیه څوک دي؟

ډیر کله نړیوالې رسنۍ او نړیوال مدني بنسټونه روهنګیه په نړۍ کې تر ټولو ډیر زپلی او کړیدلی اقلیت بولي.

دوی مسلمان اقلیت دی چې د اکثریت بودایانو په هیواد میانمار ( برما ) کې له پیړیو راهیسې میشت دي. دا مهال شا او خوا یولس لکه ( یو میلون عشاریه یو) روهنګیه مسلمانان په برما کې اوسیږي.

د روهینګیانو ژبه روهینګیه یا روینګا ده چې بڼه او لهجه یې د برما د رخین ایالت او د برما د نورو قومونو له خلکو بشپړه توپیر لري. تر یو میلون زیات روهینګیه اقلیت، په برما کې د ۱۳۵ اقلیتونو په ډله کې په رسمي توګه نه پیژندل کیږي او دوی ته په ۱۹۸۲ م کال کې د برما د حکومت د پریکړې له مخې د برما د تابییعت ورکول رد شول چې ورسره دا مسلمان اقلیت په رسمي توګه بې وطنه شو.

نژدې د میانمار ټول روهینګیان ددې هیواد په لویدیځ ساحلي ایالت رخین کې میشت دي او د حکومت له اجازې پرته له دې ځایه د وتلو یا د میانمار په بله سیمه کې د میشتیدلو حق نه دی ورکړل شوی. دا د برما یو تر ټولو بې وزله ایالت دی چې یو پنډغالي یا کمپ ته ورته دی او د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې په کې نه شته.

د روهنګیانو په وړاندې د څو لسیزو راهېسې د روان زورزیاتي له کبله په سلګونو زره روهنګیان ګاونډیو هیوادونو په ځانګړې توګه بې وزله بنګله دیش ته د مځکې او یا سمندر له لارې تښتیدلي دي.

 

روهینګیان اصلا د کوم ځای دی؟

د ګڼو تاریخ پوهانو او روهینګیه ډلو په وینا دا سیمه چې پخوا یې برما او اوس یې میانمار بولي له دولسمې میلادي پیړۍ راهیسې په کې مسلمانان اوسي. د ” اراکان روهنګیه ملي سازمان“ په وینا:
” روهنیګه وګړي، په اراکان سیمه کې چې رخین بولي، له پخوانیو پیړیو راهېسې اوسي. او دا یې د نیکونو ټاټوبی دی“

پر دې سیمه له ۱۸۲۴ م کال راهېسې تر ۱۹۴۸ م کال پورې له یوې پیړۍ په زیاتې مودې کې د بریتانویانو د واکمنۍ پر مهال دې سیمې ته چې اوس یې میانمار بولي له هندوستان او بنګله دیش څخه ګڼ شمیر کې کارګر کډه شوي او همدلته میشت شوې دي. د بشري حقونو سازمان وايي، دا چې هغه مهال میانمار یا پخوانۍ برما د بریتانوي هند یو ایالت بلل کیده، نو دا ډول کډوالي په کور دننه کډوالي ګڼل کیږي.
ددې کارګرو مهاجرت ته ځايي خلکو په منفي نظر کتل او پرې نه وو خوښ.

کله چې میانمار په ۱۹۴۸ م کال کې له پخواني بریتانوي هند خپلواکي واخیسته ددې هیواد نوي حکومت د بریتانوي واکمنۍ پر مهال دغلته ورغلي کډوال غیرې قانوني کډوال وبلل، او پر همدې بنسټ یې په څو قانوني تعدیلونو سره، روهنګیه مسلمانانو ته هم د تابیعت ورکول رد کړل.

د حکومت دې پریکړو د میانمار ګڼ بودایان وهڅول چې روهنګیه مسلمانان بنګالیان وبولي او پر ضد سیستماتیک زورزیاتي پيل کړي څو روهنګیه وګړي په برما یا میانمار کې له خپلو اصلي سیمو وباسي.

روهنګیه وګړي ولې زپل کیږي؟ او ولې دوی د میانمار د اصلي وګړو په توګه نه پيژندل کیږي؟

لږ موده له هغې وروسته چې میانمار له بریتانیا څخه په ۱۹۴۸ م کال کې خپلواکي واخیسته. ددې هیواد د تابیعت مصوبه تصویب شوه چې په کې په ګوته شوي چې کوم قومونه به د میانمار تابیعت لرونکي ګڼل کیږي.

د بشري حقونو د نړیوال سازمان د یو راپور له مخې په دې ډله کې روهنګیه وګړي د میانمار د تابیعت لرونکي نه وو بلل شوي. خو پر دې سربیره په دې مصوبه کې هغو کسانو ته چې کورنۍ یې له دوو نسلونو څخه په میانمار کې اوسیدلي وي اجازه ورکړه چې د پیژند پاڼې د ترلاسه کولو غوښتنه وکړي.

په لومړي کلونو کې روهنګیه مسلمانانو ته دا ډول پیژند پاڼې او ان تابیعتونه هم ورکړل شول. په دې موده کې څو روهنګیه سیاستوال د برما په پارلمان کې د غړیو په توګه هم انتخاب شول.

خو کله چې په ۱۹۶۲ م کال کې په برما کې پوځي کودتا وشوه، نو دغلته د روهنګیانو لپاره هر څه په ډراماتیکه توګه بدل شول. د برما یا میانمار ټولو وګړو او تابیعت لرونکو باید ملي تذکرې اخیستی وی، خو دا مهال روهنګیانو ته د هغو بهرنیانو په توګه چې برما کې اوسي د اقامت کارتونه ورکړل شول. له دې اقدام سره د روهنګیانو په وړاندې په میانمار کې د کار، زده کړو او نورو امتیازاتو دروازې وتړل شوې.

په ۱۹۸۲ م کال کې په میانمار کې د تابیعت نوی قانون تصویب شو، دې قانون سره د لومړي ځل لپاره په رسمي توګه برمايي روهنګیان بې وطنه وګړي وبلل شول. د نوي قانون له مخې روهنګیان بیا هم د میانمار د ۱۳۵ پیژندل شویو اقلیتونو په ډله کې و نه ګڼل شول.

په دې نوي تصویب شوي قانون کې په درې کچو د میانمار تابیعت وویشل شو. ددې لپاره چې تر ټول ابتدايي تابیعت تر لاسه کړې باید یو څوک ثابته کړي چې کورنۍ یې له ۱۹۴۸ م کال مخکې میانمار کې اوسیدله، همدارنګه باید په برمايي ژبو روانې خبرې وکړی شي. خو روهنګیانو نه شوه کولای دا دواړه شرایط پوره کړي. ځکه دوی ته چا ددې د اثبات کاغذونه نه ورکول یا یې نه منل چې دوی له پیړیو راهیسې دغلته اوسیږي. د برمايي ژبو په برخه کې هم دوی ځکه روانې خبرې نه شوې کولی چې دوی خپله جلا ژبه درلوده.

نو ددې قانون په نتیجه کې په میانمار کې د روهنګیه مسلمانانو پر زده کړو، سفر، کار، واده او مذهبي مراسمو محدویتونه لګول پیل شول. دوی په دې هیواد کې په انتخاباتو کې د رای ورکولو حق نه لري او نه کاندیدی شي. همدارنګه ځینې مسلکونه لکه طبابت، وکلات، او نور هم نه شي غوره کولی.

په ۱۹۷۰ مې لسیزې کې د میانمار پوځي حکومت د رخین ایالت کې د روهنګیانو په وړاندې زپونکي اقدامات پیل کړل او له همدې کبله ګڼ روهنګیان ګاونډي هیواد بنګله دیش، مالیزیا، تایلینډ او د جنوبي اسیا ځینو نورو هیوادونو ته وتښتیدل چې هلته هم چا نه دوی نه غوښتل.

هغه مهال راپورونه ورکړل شول چې په دې زپونکو اقداماتو کې د میانمار امنیتي ځواکونو پر روهنګیانو جنسي تیري کړي، بې محکمې یې وژلي، شکنجه کړي یې دي او ګڼ نور زور زیاتي یې ورسره کړي.

په ورپسې درې لسیزو کې هم د روهنګیه مسلمانانو پر ضد د میانمار د واکمنو او دغلته د سخت دریځو بودايي مذهبي ډلو له خوا زپونکي اقداماتو دوام درلود.

د ۲۰۱۶ م کال په اکټوبر کې د نهو برمايي سرحدي پولیسو له وژل کیدو وروسته د میانمار پوځ د رخین ایالت پر کلو یرغل وکړ.

حکومت ددې پولیسو د وژنې پړه د روهنګیه اقلیت پر وسلوالو جنګیالیو اچوله. دې وژنې پر هغو کلیو چې روهنګیان په کې اوسیږي یو وار بیا د میانمار د پوځ د پراخ یرغل بهانه برابره کړه، په دې یرغل کې د بشري حقونو د نړیوالو ډلو په وینا د میانمار پوځ سلګونه روهنیګان ووژل، جنسي تیري یې وکړل، او کورونه او کلي یې وسوزول.

د ۲۰۱۶ م کال په نومبر میاشت کې ملګرو ملتونو یو چارواکي د روهنیګانو په وړاندې د میانمار د حکومت اقدامات نژادي تصیفه او د یو قوم د ورکاوي هڅه وبلله. خو دا لومړي ځل نه و چې دا ډول تورونه پر میانماري حکومت پورې شول. تر دې مخکې هم د بشري حقونو ګڼو ډلو خبرداری ورکړی و چې د میانمار حکومت غواړي روهنګیه اقلیت له دې هیواد په یو مخ ورک کړي.

د ۲۰۱۳ م کال په اپریل میاشت کې د بشري حقونو د څار نړیوالې ډلې په یو راپور کې وویل چې د میانمار حکومت د روهنګیه مسلمانانو د قومي او نژادې تصفیې په چاره بوخت دی.

د زپونکو اقداماتو تازه څپه

په دې وروستیو کې د میانمار امیني ځواکونو یو وار بیا د رخین ایالت په روهنګیه میشتو کلو یرغلونه پیل کړي او دا مهال دغلته د کورونو په سوزولو، د روهنګیانو په وژلو، جنسي تیریو او زور زیاتیو بوخت دي.

د میانمار حکومت ددې پوځي اقداماتو لپاره پلمه دا رواړي چې د اګست د میاشتې په وروستیو کې دغلته د پولیسو او پوځ پر پوستو بریدونه شوي چې یو شمیر میانماري سرتیري په کې وژل شوي.

ځايي اوسیدونکي او فعالان وايي، د میانمار پوځ په روهنګیه کلیو کې په بې وسلې سړیو، ښځو، ماشومانو ړندې ګولۍ وروي. پوځ وايي، دوی پر خپلو پوستو له برید وروسته په ځوابي عملیاتو کې یوازې سل کسان وژلي. خو فعالان وايي، په سلګونو ښځې ، ماشومان او بې وسلي سړي په تیرو دوه اونیو کې د میانمار پوځیانو وژلي. ژوندي یې سوزولي او په زرګونو کورونو ته یی اور اچولی او لسګونه کلي یې له خاورو سره سم کړي.

له شا او خوا درې اونیو راهېسې چې یو ځل بیا پر روهنګیه سیمو یرغل پیل شوی، د بشري حقونو ډلې او عیني شاهدان وايي په رخین روهنګیه میشتي ایالت کې له لږ تر لږه لس سیمو څخه یې پورته کیدونکي دودونه لیدلي. تر سل زرو زیات خلک له تاوتریخوالي تښتیدلي . له دې څخه په زرګونو کسان د میانمار او بنګله دیش ترمنځ په حایله سیمه کې بند پاتې دي.

ملګرې ملتونه وايي، په زرګونو هغه عام روهنګیان چې بنګله دیش ته اوښتل، د بنګلدیش سرحدي ګزمو بیرته په میانمار کې په شا کړي او دا مهال د میانمار او بنګله دیشي ځواکونو د ټوپکو د شپیلیو منځ کې پراته دي.

له میانمار څومره روهنګیان تښتیدلي دي او چیرې تللي؟

له ۱۹۷۰ م کلونو راهسې نژدې یو میلون روهنګیان ، د میانمار( برما) د حکومت او پوځ د زپونکو اقداماتو له کبله له میانمار څخه تښتیدلي دي. د ملګرو ملتونو د هغو وروستیو شمیرو له مخې چې د مې په میاشت کې یې خپرې کړي یوازې له ۲۰۱۲ م کال راهیسې د روان کال تر مې میاشتې پورې یوسلو اته شپیته زره 168,000 روهنګیان له میانماره تښتیدلي وو، چې وروستۍ کډوالۍ دا شمیر له دوه چنده هم زیات کړی . د کډوالۍ نړیوال سازمان یا اۍ او ایم وايي، د هغه تاوتریخوالي راوروسته چې تیرکال رامنځ ته شو د ۲۰۱۶ م کال له اکټوبر څخه د ۲۰۱۷ م کال تر جولای میاشت پورې اته اویا زره روهنګیه مسلمانان بنګله دیش ته اوښتي چې په سختو او ناوړو شرایطو کې ژوند کوي.

ګڼو روهنګیانو خپل ژوند له خطر سره مخ کړی او د بنګال د خلیج او او اندامن سمندرګي له لارې په وړو کښتیو کې مالیزیا ته تللي دي. له ۲۰۱۲ م کال څخه تر ۲۰۱۵ م کال پورې تر یوسلوشل زرو ډیرو روهنګیانو دا خطرناک سمندري سفر پر غاړه اخیستی. ملګري ملتونه اټکل کوي چې دا مهال د میانمار په ګاونډیو هیوادونو کې نیم میلونه روهنګیه مسلمان مهاجر خواره دي. پر دې سربیره د یو لکو شل زرو په شاه او خوا کې روهنګیان دننه په میانمار کې بې کوره شوي دي.

د اګست له وروستیو څخه د راپیل شوي تاوتریخوالي راهیسې هم تر یو لکو زیات روهنګیان اړ شوي چې د خپلو کورونو څخه د بنګله دیش د سرحد په لور وتښتي.

رویټرز خبري اژانس د ملګرو ملتونو په حواله وايي چې له دې ډله لږ تر لږ لس زره یې د بنګله دیش او میانمار تر منځ په بې څښتنه سیمه کې بند پاتې دي.

 

اونګ سان سوچي او د میانمار حکومت د روهنګیانو په اړه څه وايي؟

د میانمار صدراعظمه او د حکومت مشره اونګ سان سوچي، تل د روهنګیانو د کړکیچ په اړه د خبرو کولو او نظر څرګندولو څخه ډه ډه کوي.

اونګ سان سوچي د میانمار د ازادي د ګټونکي اتل سان سوچي لور ده خو تر پوځي کودتا وروسته پنځلس کاله په کور نظر بنده وه.

نوموړې په همدې موده کې د سولې د نوبل جایزه واخیسته او تر زندان څخه له خوشې کیدو وروسته یې د میانمار تاریخي انتخابات وګټل. ددې حکومت او خپله اونګ سان سوچي د رخین ایالت کې د روان تاوتریخوالي پړه پر روهنګیانو اچوي او ادعا کوي چې د ترهګرو فعالیتونو ترسره کونکي دي.

که څه هم د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې اونک سان سوچي د خپل هیواد پر پوځ کنټرول نه لري، خو نړۍ کې پرې له دې کبله سخت انتقاد کیږي چې د روهنګیه اقلیت په وړاندې د خپل هیواد د پوځ پر زور زیاتي یې خوله او سترګې دواړه پټې کړي دي. همدارنګه نوموړې چې یو وخت يې په نړیواله کچه درناوی کیده له دې کبله هم له سختو انتقادونو سره مخ ده چې تر یو میلون څخه د زیاتو روهنګیه مسلمانانو د ملاتړ لپاره یې غږ نه دی پورته کړی.

ددې حکومت همدارنګه هغه راپورونه هم په کلکه ردوي چې ګوندې میانماري پوځیان د روهنګیانو په قومي ورکاوي او تصفیې بوخت دی او دغلته یې د روهنګیانو په وړاندې ستر بشري جنایات ترسره کړي.

د ۲۰۱۷ م کال په فیبرورۍ میاشت کې ملګرو ملتونو یو راپور خپور کړ چې په کې ویل شوي وو د ۲۰۱۶ م کال د اکټوبر راهیسې د روهنګیانو په وړاندې د برمايي پوځ په اقداماتو کې دا ډیر احتمال لري چې پوځ دې د بشري ضد جنایات ترسره کړي وي. ملګرو ملتونو په دې اړه یو خپلواک څیړونکي پلاوي ته د څیړنو لپاره د اجازې غوښتنه وکړه.

هغه مهال که څه هم د میانمار چارواکو په مستقیمه توګه ددې راپور په اړه نظر څرګند نه کړ خو ویې ویل چې هیواد یې حق لري په ټوله معنی د هغه څه په وړاندې چې دوی زیاتیدونکي ترهګري بللې خپله دفاع وکړي.

د روان کال د اپریل په میاشت کې د میانمار صدراعظمې اونګ سان سوچي په یوې نادرې مرکې کې بي بي سي ته وویل ” د قومي تصفیې “ جمله ډیره قوي ده او د رخین د وضیعت د توصیف لپاره سمه نه ده. نوموړې وویل ” فکر نه کوي چې په رخین ایالت کې دې د روهنګیانو قومي تصفیه روانه وي، او دا کلمه دغلته د وضیعت د بیانولو په اړه ډیره زیاته ده. “

په ۲۰۱۶ م کال سیپټمبر کې اونګ سان سوچي د ملګرو ملتونو د پخواني مشر کوفي عنان سره په خبرو کې ومنله چې د رخین سیمه کې به د راپیدا شوي بیلتون د سمون لپاره اقدامات وکړي. که څه هم ګڼو خلکو د کوفي عنان په مشرۍ د روهنګیانو د قضیې لپاره د ملګرو ملتونو د کمیسون د موندنو هرکلی وکړ، خو ځینو په دې برخه کې د سانک سوچي ژمنې یوازې د نړیوال فشار د کمولو هڅه وبلله او بس .

ملګرو ملتونو هغه مهال د کوفي عنان په مشرۍ ټاکلي کمیسون ته ددې ماموریت نه و سپارلی چې د میانمار په روهنګیه میشتو سیمو کې د بشري حقونو د ځانګړو سرغړاویو په اړه څیړنې وکړي. خو د اوږدمهالې اقتصادي پراختیا، تعلیم، روغتیا او نورو ټولنیزو مسلو څیړنه یې کوله.

د کمیسون له څیړنو وروسته د اونګ سان سوچي حکومت ژمنه وکړه چې ددې کمیسون سپارښتنې به تر خپله وسه عملي کړي. کمیسون د میانمار پر حکومت تیڼګار کړی و چې د روهنګیانو پوځي زپنه او د دوی پر کلیو یرغلونه دې پای ته ورسوي او د دوی پر تابیعت او خوځښت لګیدلي محدودیتونه دې هم لرې کړي.

په اګست کې ددې راپور له خپریدو وروسته د میانمار حکومت ددې راپور هرکلی وکړ او ویې ویل چې سپارښتنې به یې په سیمه کې حالاتو ته په کتو تر هغه ځایه چې ممکنه وي عملي کړي.

د میانمار حکومت په شمال کې پرتو روهنګیه میشتو سیمو ته د خپلواکو ژورنالیستانو او مرستندویه کارکونکو پر ورتلو محدودیت لګولی دی. د اونګ سان سوچي دفتر همدارنګه مرستندویه ادارې تورنې کړي چې له هغو سره مرسته کوي چې ددوی په وینا ” ترهګر “ دي.

په جنورۍ میاشت کې په میانمار کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړې ګزارشګرې یانګي لي وویل، نوموړې ته د رخین ایالت ډیرو سیمو ته د سفر اجازه ورنه کړل شوه او یوازې له هغو کسانو سره خبرو ته پرېښودل شوه چې حکومت مخکې له مخکې ددې سره د خبرو لپاره تایید کړي وو.

د میانمار حکومت همدارنګه د ملګرو ملتونو هغې څیړونکې ډلې غړیو ته د ویزو ورکولو څخه هم ډه ډه کړې چې غواړي په روهینګیه میشتو سیمو کې د بشري حقونو سرغړاوي وڅیړي.

 

د روهنیګیانو په اړه بنګله دیش څه وايي؟

په بنګله دیش کې په ګډوډو کمپونو کې نژدې نیم میلون روهنګیان دا مهال اوسي. بنګله دیش هغه روهنګیانو ته چې له پولې ور اوړي او له کمپونو بهر کیږي د غیرې قانوني کسانو په سترګه ګوري او بندیانوي یې. ډیر کله بنګله دیش هڅه کوي چې دې هیواد ته د روهنګیانو د ور اوښتولو مخه ونیسي.

ددې کال د جنورۍ په میاشت کې بنګله دیش پریکړه وکړه چې په لسګونو زره روهینګیه کډوال ددې هیواد یو لرې پراته ټاپو ته چې ډیر کله د سیلابونو لاندې وي واستوي. د بشري حقونو ډلو ویلي چې دا ټاپو د استوګنې وړ نه دي. ددې پلان له مخې به بنګله دیشي حکومت د میانمار څخه ورغلي روهینګیه کډوال د بنګال په خلیج کې د ”ټینګر چار “ په نوم لرې پراته ټاپو ته استوي.

د بشري حقونو ډلې وايي دا ټاپو د مونسون په باراني فصل کې په بشپړه توګه د سیلابونو لاندې وي. ملګرو ملتونو دا په زور بیا ځای پر ځای کیدنه ډیره پیچلې او لانجمنه بللې ده.

د بنګله دیش پوله ساتي هڅه کوي وراوښتونکي کډوال د سیند اغاړه له میانمار سره په حایله بې څښتنه سیمه کې ایسار کړي

په دې تازه وختونو کې د بنګله دیش حکومت د میانمار حکومت ته وړاندیز کې چې په رخین سیمه کې چې روهینګیه میشتې سیمه ده ورسره د روهینګیه وسلوالو پر ضد شریک پوځي عملیات کوي. د بنګله دیش د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه ویره ښودلې چې د میانمار په روهنګیه میشتو سیمو کې د تاوتریخوالي نوې څپه به بنګله دیش ته د کډوالو نوې بهیر ورمات کړي.

نړیواله ټولنه د روهینګیانو په اړه څه وايي؟

نړیواله ټولنه روهینګیه مسلمانان ” په نړۍ کې تر ټولو ډير زپل کیدونکی او تر تعقیب لاندې اقلیت بولي.“

ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړیوالو ادارو لکه د بښنې نړیوال سازمان، د بشري حقونو د څار ادارې پرلپسې د روهنګیانو په وړاندې د میانمار او شا او خوا هیوادونو پر چلن سخت انتقادونه کړي.

ملګرو ملتونو ویلي دا ډيره ممکنه چې د میانمار د پوځ له خوا په روهینګیه میشتو سیمو کې شوي بشري جنایات دومره ستر وي چې جنکي جنایات وبلل شي.

په مارچ میاشت کې ملګرو ملتونو یو پریکړه لیک تصویب کړ چې له مخې باید په روهینګیه میشتو سیمو کې یو خپلواک نړیوال ماموریت د شوي بشري جنایاتو په اړه څیړنې وکړي.

په دې اړه که څه هم په لوړه کچه د تحقیقاتو کمیسون و نه ټاکل شو، خو د میانمار د مسلمانانو د وضیعت په اړه به د ملګرو ملتونو څیړونکي په همدې میاشت کې د ملګرو ملتونو ادارې ته تازه معلومات وړاندې کړي او وروسته به د خپلو موندنو بشپړ راپور خپور کړي.

د بشري حقونو ډلو د میانمار د حکومت هغه ناغیړي غندلې چې د ملګرو ملتونو څیړونکو ته یې سیمې ته د تلو او له نژدې د څیړنو اجازه نه ده ورکړې.

د بشري حقونو د څار ډلې میانمار ته خبرداری ورکړی چې که د ملګرو ملتونو څیړونکو ته د شویو بشري جنایانو په اړه د څیړنو اجاره ورنه کړي، ځان به د شمالي کوریا په څیر د منزوي شویو هیوادونو په ډله کې ودروي.

روهنګیه ماشومان د بنګله دیش پر پوله له اغزن تار څه د اوښتو هڅه کوي

په دې تازه وروځو کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتیریس ویلي ” د رخین په روهینګیه میشتې سیمه کې د وضیعت او روان تاوتریخوالي په اړه سخت اندېښمن دی.“

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې مشر زید الرعد وايي، په روهینګیه میشتو سیمو کې ورستۍ پېښې ډیرې نهیلي کونکي دي. نوموړې ویلي، د میانمار د پوځ له خوا د لسیزو زور زیاتی او پر ځايي خلکو ظلم ددې سبب شوی چې دغلته اوس وسلوال مخالفت راپیدا شي. زید رعد زیاته کړې په رخین روهینګیه میشتې سیمې کې د وروستي تاوتریخوالي مخه نیول کیدای شوه چې ونه نیول شوه.

د ملګرو ملتونو چارواکو ویلي، دوی د کوفي عنان په مشرۍ په دې برخه کې د څیړونکي کمیسون د موندنو او سپارښتنو ملاتړ کوي چې د میانمار له حکومته یې غوښتي د روهینګیه مسلمانانو له سیمې ته پوځیان وباسي او دې خلکو ته ابتدايي حقونو او د ژوند اسانتیاوې برابرې کړي.

د نړۍ سترو هیوادونو لکه امریکا، بریتانیا، اروپايي ټولنې یو شمیر اسلامي هیوادونو هم له روهینګیه مسلمانانو سره د د میانمار چلن غندلی دی، خو تر اوسه پورې له مالیزیا پرته چې د بهرنیو چارو وزیر میانمار ته پر ستونزه د خبرو لپاره تللی بل کوم هیواد له غندنو اخوا جدي ډیپلوماټیک یا بل اقدام نه دی کړی.

د ارکان د روهینګیه ژغورنې پوځ څوک دي؟

د ارکان د روهینګیه ژغورنې پوځ چې رسمي نوم ” یقین ایمان غورځنګ “ دی د مارچ میاشت کې یې یوه اعلامیه خپره کړه چې په کې یې ویلي وو ” دوی د روهینګیانو د ژغورنې او تحفظ لپاره ځان مسول ګڼي.“

په میانمار کې د روهنګیه مسلمانانو له منځه راپورته شوې دې ډلې ویلي، خپله ټوله هڅه به وکړي چې د نړیوال قانون سره سم د خپلو روا حقونو او خپل ځان څخه د روا دفاع لپاره اقدامات وکړي.

د میانمار حکومت دا ډله تروریستي ډله بللې ده.

په مارچ کې د یقین ایمان غورځنګ په خپله اعلامیه کې ویلي وو، دوی په نړۍ کې د هیڅ ترهګرې ډلې سره تړلي نه دي، او دوی به د ملکي وګړو په وړاندې د هغوی عقیدې او مذهب ته له پام پرته هیڅ ډول اقدام ونه کړي، بلکې یوازې به د میانمار له پوځ څخه د خپلو خلکو د ساتنې اقدامات کوي.

دې وسلوالې ډلې په خپلې اعلامیه کې زیاته کړې وه” …. موږ په لوړ غږ او روښانه ټکیو اعلانوو چې زموږ دفاعي بریدونو هدف یوازې د نړیوالو قوانینو سره سم د برمايي رژیم زپونکي اقدامات دي او تر هغې دوام ورکوو څو مو چې غوښتنې نه وي منل شوي.“

د ډلې په دې وروستیو کې په رخین ایالت کې د پولیسو او پوځ پر پوستو د یو برید مسولیت پر غاړه اخیستی.

د بشري حقونو ځینو ځايي ډلو دا وسلوال هم په ځينو مواردو کې پر ولسي برمایانو په ځانګړې توګه بودایانو په بریدونو کې پړه بللي دي.

ویل کیږي چې دا ډله له هغو روهینګیانو سره اړیکې لري چې په سعودي عربستان کې میشت دي.

یادونه: ددې راپور ډيره برخه د الجزیرې د انګلیسي ویب پاڼې له یو لیکنې ژباړل شوې ده. 

 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */