روغه سټه

د هګۍ د سپینو ماسک او پوستکي ته یې ګټې

لیکنه: الما افغان

ژباړه: آلماء افغان

تاسو کولای شئ په کور کې د چرګې د هګۍ سپین راواخلئ او د پوستکي د بیلابیلو درملنو لپاره ترې ګټه واخلئ.

د هګۍ سپین یوه قدرتمنده ماده ده چې د نورو بیلابیلو طبیعې توکو سره يې یوځای او د پوسټکې د ښکلا لپاره ترې ګټه پورته کړئ.

هره ورځ په مختلفو ډولونو د هګۍ د سپینو څخه استعفاده مو پوستکی ښکلی ساتي دلته يې درته موږ څو طریقې در زده کوو:

د مخ پاکول

د هګۍ سپین مو مو په مخ د اضافه غوړ، ګرد، خیره او مړه شوي سلولونه د لمنځه وړي، ددې لپاره چې مخ مو پاک شي ښه ده چې یوه هګۍ راواخلئ لومړی يې پاکه ومینځئ او وروسته يې ماته کړئ.

بیا مو د هګۍ سپین په مخ دومره ووهئ چې کف وکړي ، همداسې يې پریږدئ تر هغې چې د هګۍ سپین مو پر مخ وچ شي وروسته مو مخ ومینځئ.

په مخ د اضافې ویښتانو د لمنځه وړل

څنګه چې تاسو پوهیږئ د هګۍ سپین یوه سریښناکه ماده ده کولای شو د مخ اضافي ویښتان پرې په آسانئ د لمنځه یوسو.

ددې کار لپاره تاسو کولای شئ د هګۍ سپین پر مخ کیږدئ او د پاسه يې کاغذ کیږدئ تر هغې يې پریږدئ چې وچ شي او وروسته مو کاغذ له مخ څخه لیرې کړئ وبه ګورئ چې د مخ ټول اضافه ویښتان مو ورسره د لمنځه تللي وي.

د پوستکي د لکو د لمنځه وړل

د هګۍ سپین تاسو سره مرسته کوي چې د مخ لکې مو په پوره توګه د لمنځه یوسي ددې لپاره تاسو کولای شئ یو ساده ماسک جوړ کړئ او د مخ لکې مو د تل لپاره د لمنځه یوسئ.

تاسو کولای شئ د یوې هګۍ سپین یوه د چای خوړلو په قاشوغه شات او درې یا څلور څاڅکې د زیتونو تیل سره یو ځای کړئ او ښه يې سره ګډ کړئ.

وروسته دا ماسک په خپل مخ او غاړه ووهئ او تر شلو دقیقو پورې يط پریږدئ چې ښه وچ شي وروسته يې په اوبو پریمنیځئ تاسو به خپله په خپل مخ کې راغلي تغییرات ووینئ.

له حد څخه زیات د مخ د غوړو راټیټول

که ستاسو مخ له حده زیات غوړ وي او هر وخت ورسره په عذاب یاست هیڅ اندیښنه مه کوئ د هګۍ سپین يې ښه درملنه ده کولای شئ د هګۍ سپین مو پر مخ ووهئ او د څو دقیقو پریښودو وروسته يې ومینځۍ د وخت په تیریدو سره به مو د مخ اضافه غوړ راکم شي.

د هګۍ د سپینو او لیمو ماسک

د مخ د شفاف کیدو او همدارنګه د ګونځو وړلو لپاره دا ډیره ساده او ارزانه طریقه ده چې تاسو لیمو او د هګۍ سپین سره یو ځای کړئ او وروسته يې پرمخ ووهئ تر هغې يط پریږدئ چې پرمخ مو وچ شي وروسته مو مخ ومینځئ.

د هګۍ سپین او د ماستو ماسک

که غواړئ چې نرم او ښایسته پوستکی ولرئ ښه ده چې د هګۍ د سپینو او د ماستو څخه ګټه واخلئ.

تاسو کولای شئ یو د هګۍ سپین او یوه قاشوغه ماسته سره ګډ کړئ او وروسته يې پر مخ ووهئ تر څو دقیقو پریښودلو وروسته يې په اوبو ومینځئ بیا مو په مخ کې راغلی مثبت بدلون تجربه کړئ.

د شاتو او د هګیو د سپینو ماسک

د هګۍ سپین او شات مو پوستکی ځوان ساتي همدارنګه په مخ د دانو، ځوانکو او لکو څخه مخنیوی کوي ددې ترڅنګ مو پوستکی صاف او له کونځو يې ساتي.

تاسو کولای شئ یو د هګۍ سپین او یوه قاشوغه شات سره یوځای کړئ او هره ورځ يې د څو دقیقو لپاره پرمخ پریږدئ دا کار مو مخ له زر زړښت څخه ساتي.

شات او د هګۍ سپین کلاژن او ویټامین ای لري چې نه بریږدي په مخ مو دانې او لکې پیدا شي.

د هګۍ سپین د ویښتانو لپاره

د هګۍ سپن د غوړو او وچو ویښتانو لپاره ګټه لري د هګۍ سپین مو د ویښتانو د سپینوالي، خرابوالي څخه مخه نیسي همدارنګه د ویښتانو د پښې، څاڼې څخه مخنیوی کوي او ویښتانو ته مو ښکلا، ځلا او وده ورکوي.

د هګۍ سپین د مخ د تیرسریو لپاره

د هګۍ سپین مو د مخ په ښکلا کې ځانګړی رول لري، تاسو کولای شئ دوه عدده د هګۍ سپین او یوه قاشوغه د لیمو اوبه راواخلئ او سره يې ښه ګډ کړئ وروسته يې پر مخ ووهئ او د شلو دقیقو لپاره يې پرمخ پریږدئ دا کار د شپې لخوا ترسره کړئ د یوې اونۍ په اوږدو کې به تاسو ووینئ چې پرمخ مو تیر سري او نورې ستونزې حل شوي وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

الما افغان

الما افغان ننګرهار میشتې لیکواله او د حقوقو د څانګې محصله ده