بارک اوباما خلک ټرمپ ته پرېښودل خو خپله اوس چیرې دی؟

په داسې حال کې چې امریکایان او نړۍ د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اجرایي او لانجمنو فرمانونو په شور ماشور کې ورک دي. ددې هیواد پخوانی ولسمشر بارک اوباما له ولسمشرۍ څخه د بې غمه کیدو وروسته سمدستي تفریح ته وتلی دی.

نوموړې په بریتانوي ویرجن ټاپوګانو کې د خپل میلیاردر ملګري ریچارډ برانسون یو شخصي ټاپو ته ورغلی او له تیرو څو ورځو راهیسې یې همدلته له نوموړې او خپلې میرمنې میشل اوباما او ځینو دوستانو سره په دې سیاحتي ټاپو کې میلې کولې.

په سوشل میډیا کې د اوباما له خپرو شویو عکسونو څرګندیږي چې ښايي نوموړی لومړنی کس وي چې له ولسمشرۍ څخه پر تګ خوشاله ښکاري.

د اوباما میلیاردر ملګري ریچارډ برانسون په یو بلاګ کې لیکلي چې اوباما په دې څو ورځو کې له ده سره یو ځای په دې ټاپو کې د اوبو پر سر د بادبان الوزول (kite-surfing ) زده کړل او یوه مسابقه یې هم له ده وګټله.

په خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري چې د سپینې ماڼې اندېښنې د اوباما له ذهن وتلي.

د ټرمپ د لوړې له مراسمو وروسته بارک اوباما لومړی کلفورنیا ته ولاړ هلته یې له څو ورځې رخصتۍ وروسته بریتانوي ویرجن ټاپو ګانو ته مخه کړه او دغلته د میلیاردر ریچارډ برانسون یو شخصي ټاپو ته ورغی چې یوه اونۍ یې تیره کړه.

برانسون په دې اړه په خپل ویبلاګ کې وايي: کله چې بارک اوباما او میشل اوباما دې ټاپو ته ور ورسیدل نو اوباما ورته وویل، تر ولسمشرۍ مخکې یې په هووای کې د اوبو له سپورتونو سره مینه لرله خو په تیرو اتو کلو ولسمشرۍ دوره کې یې ددې سپورت د پاللو لپاره وخت ونه موند.

په یوې وروستۍ ترسره شوې سروي کې تر نیمايي زیاتو خلکو ویلي چې که ممکنه وی دوی بارک اوباما بیرته د ولسمشر په توګه غواړي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */