ټولنیز ژوند طبیعت

انسانیت؛ څه دی او په څه کې دی؟

لیکنه: کرټي ډاګا
ژباړه: نوراحمد فضلي

انسانیت کېدلای سي چي د انسان اوسېدو د کیفیت په توګه تعریف کړو؛ د انسان یو عجیب و غریب فطرت، چي په مټ یې هغه له نورو موجوداتو توپيرېږي. انسان اوسېدل په دې معنا نه دي چي یو فرد دي انسانیت ولري. که تاسي غواړئ چي په فرد کي د انسانیت پر کیفیت باندي پوه سئ، د نورو خلګو سره د هغه/هغې چلند او کړه وړه وګورئ؛ په ځانګړي ډول هغه خلګ چي په بدل کي دوی ته هیڅ شی نه ورکوي.

په یوه فرد کي د غوره انسانیت بېلګه اغلې ټرزا عجیبه ښه بیانوي. انسانیت دا دی چي له نورو څخه په هر ممکنه ځای او حالت کي مواظبت او ورسره مرسته وکړې. انسانیت دې ته وايي چي د نورو خلګو سره په داسي وخت کي مرسته وکړې چي هغوی په هماغه وخت کي بېخي ډېر ضرورت ورته لري، انسانیت یاني کله چي نور ستا مرستي ته اړتیا ولري او ته تر خپلو ځاني او شخصي ګټو تېر سې. انسانیت دې ته وايي چي د ځمکي پر مخ د هر یوه ژوندي موجود سره بې پایانه مینه ولرې. تر دې په هاخوا، د انسانیت یو ښه مثال کولای سو په لاندي کیسه کي ووینو:

یو مهربان باچا یو وخت ولیدل چي یوه کفتره او باز جنګ سره کوي. نوموړي ددې وړتیا لرله چي د الوتونکو او حیواناتو په ژبو پوه سي او د هغوی سره خبري وکړای سي. کفتري له باچا څخه وغوښتله چي له باز څخه یې وژغوري. باچا باز ته وویل چي که کفتره پرېږدي دی به یې په بدل کي چي څومره غواړي هغومره قیمت پرې کړي. باز له باچا څخه وغوښتل چي د کفترې د غوښي د وزن په اندازه دي ورته بدل ورکړي. باچا د باز شرط ومانه، دې مهربانه باچا له خپل وجوده د کفتري د وزن په اندازه د غوښو په پرې کولو پیل وکړ. یوه اندازه غوښه چې ورکړه، لا هم ګوري چي د کفتري وزن ورباندي زیات دی. بالاخره نوموړي خپل ټول ځان باز ته ور وسپاره چي وې خوري. دلته نو کفتري او باز دواړو خپل مخونه د هغو پرښتو خوا ته واړول څوک چي پر ځمکه باندي راکښته سوي دي او د باچا د مهربانۍ او انسانیت اندازه ازمويي. باچا ته یې د نوموړي د انسانیت په خاطر، سربېره پر دې دنیا په هغه دنیا کي هم د جنت غوندي ستر اجر ور نصیب کړ.

له دې کیسې څخه د انسانیت یو بې مثاله نمونه څرګندېږي ددې له پاره چي خلګ په خپل ورځني ژوند او کړنو کي د انسانیت پر اهمیت او ارزښت باندي پوه سي. دلته پر یوه خورا مهم حقیقت پوهېدل په کار دي؛ د یوه فرد ژوند د هغه/هغې د ډګریانو په شمېر نه دی بریالی مګر د هغه/هغې د ورځنیو انساني ډیګریانو په شمېر چي نوموړي یې په خپل ورځني ژوند کي یوه په بله پسي ترلاسه کوي.

د غریب او معیوبه انسان لاسنیوی او خدمت کول د یوه فرد تر ټولو غوره انساني مرسته ده چي نوموړی/نوموړې ئې په خپل ټول ژوند کي چاته رسوي. دا مهمه ده چي پوه سو چي موږ ډېر خوشبخته یوو چي د اړتیا پر مهال چي مو څه غوښتي یا یې غواړو؛ هغه را رسېدلي یا رارسېږي. د اړمن کس سره مرسته کول په دې معنا دي چي ته خپله داسي فکر کوې چي تر خپل لګښت په کافی اندازه زیاتي سرچینې لرې.

کوم خلګ چي د هرڅه لرلو سره سره بهانې کوي چي دوئ په کافی اندازه امکانات نه لري دا خلګ به هیڅکله بشري مرستي ونه سي کړای ځکه کله چي یو کس داسي ذهنیت لري چي دی خپله پر ځان بسیا نه دی، نو څنګه به نوموړی/نوموړې د بل چا سره مرسته وکړای سي. انسان همېشه د هغه د ښو کړنو په وجه یادېږي او دلته پر دې پوهېدل مهم دي چي د بشر دوستۍ له وجي د نورو سره تر مرستي او هغوی ته خدمت کولو ښه او بهتر عمل بل نسته.

که یوازي په دې خاطر چي موږ د خوراک او ساتېري له پاره پیدا سوي یوو، نو موږ باید یو شی همېشه په یاد ولرو؛ حتا حیوانات هم موږ ته ورته عمل کولای سي؛ نو بیا ولي الله ج موږ انسانان پیداکولو ددې تر شا هم باید یو سبب وي.

همدا انسانان دي چي د انسانیت پر ارزښت پوهېدلای سي او همدا انسانیت دی چي د پوهي او درک په نتیجه کي کوم چي واقعاً د انسان شتون ته زښت ارزښت ورکوي. حتمي نه ده چي د بشري او انساني کړنو ترسره کولو په موخه دي د میلیونو او بیلیونو کاروبار ولرې. یوازي په ورین تندي یوه وچه ګوله ډوډۍ او اوبه ورکول هم انسانیت دی. کله چي ته د خپل چیک اپ له پاره په زرونو پیسو ورکولو ته تیار یې، خو کله چي نوبت ستا د مزدور/کارمند د معاش ته رسيږي؛ ته غواړې چي یوه افغانۍ هم تاته پاته سې.

بشري او انساني کړني باید هیڅکله د شهرت او ځان ښودلو په غرض ترسره نه سي. که شهرت او مقام غواړئ تاسي په آسانۍ سره هغه د خپل کاروبار له طریقه ترلاسه کولای سئ. د یوې سپین سري ښځي سره د هغې درنده بسته لېږل انسانیت دی، د سړک له یوې څخه بلي غاړي ته د یوه معیوب کس اړول انسانیت دئ، د مور سره د کور په کارونو کي مرسته کول انسانیت دی؛ په حقیقت کي د هر اړمن او محتاج کس سره مرسته کول انسانیت دی.

څومره ژر چي موږ په خپل ورځني ژوند کي د انسانیت پر اهمیت او ارزښت باندي وپوهېږو، د ځمکي پر مخ زموږ د اوسېدو او هستېدو موخه به په اتومات ډول سرته ورسول سي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي