سپورټ نړیوال کرکټ

ویسټ انډیزی ایون لیوس په نړیواله درجه بندۍ کې هم شپږیزه ووهله

د  ویسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلې چپ لاسی برید کوونکی بریدګر لوبغاړي ایوین لیوس د بنګله دیش خلاف په وروستیو درې ۲۰ اوریزه سیالیو کې په خپلې‌ چټکې لوبې ترسره ولو او منډو جوړولو سره د کرکټ نړیوالې شورا په نړیواله درجه بندۍ کې د مخکښو توپ وهونکو په لیست کې راغی.

 ایون لیوس په وروستۍ ۲۰ اوریزه سیالۍ کې په ۳۶ توپونو د ۸ شپږیزو او ۶ څلوریزو پر مټ ۸۹ برید کوونکې منډې جوړې کړې، چې ورسره ویسټ انډیزۍ لوبډله د سیریز بریا ته هم ورسیده.

 د بنګله دیش او ویسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې ۲۰ اوریزه سیالیو د لړۍ پای ته رسیدو وروسته د ۲۰ اوریزه سیالیو نړیواله درجه بندي اعلان شوه، چې پکې ویسټ انډیزی ایون لویس د پاکستاني بابر اعظم، نیوزیلینډي کولین منرو او اسټرلوي ایرون فینچ وروسته څلورم مقام خپل کړی دی.

 که څه هم ویسټ انډیز د کرکټ په ډګر کې بې رحمه توپ وهونکي لري، خو د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې ډیر مخکښ نه دي.

 په دغه اعلان شوې درجه بندۍ کې له ایون لیوس وروسته په پنځم مقام کې پاکستانی بابر اعظم، ورپسې اسټرالوي ګلین مکسویل، هندی لوکیش راهول، نیوزیلنډي مارټین ګوپټیل، انګلستانی الیکس هیلز او هندی روهیت شرما په لسم مقام کې ځای لري.

 په دې نوې تازه اعلان شوې درجه بندۍ کې افغان لوبغاړي شهزاد محمدي خپل پخواني ۱۲ م مقام څخه ۱۴ م ته وروسته شوی دی.

 بلخوا د ویسټ انډیز او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې ۵۰ اوریزه سیالیو د سیریز په لړې کې بنګله دیشي الراونډر شاکیب الحسن په بهترینې کار کردګۍ سره د کرکټ نړیوالې شورا د الاونډرانو درجه بندۍ کې له پخواني دریم مقام څخه دویم ته رسیدلی، خو افغان لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل یې په دغه کار له خپل دویم مقام څخه دریم ته وروسته کړی دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی