سپورټ نړیوال کرکټ

د هند او ویسټ انډیز ترمنځ د درې ۲۰ اوریزه سیالیو سیریز سبا پیلیږي

 د هندوستان او ویسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دوه ټیسټ او ۵ پنځوس اوریزه لوبو وروسته سبا د درې ۲۰ اوریزه سیالیو لړۍ هم پیل کیږي.

 هندوستان ته د ویسټ انډیزۍ کرکټ ملي لوبډلې د رسمي سفر په لړ کې د دواړه لوبډلو ترمنځ تر دې مهاله دوه ټیسټ او ۵ یو ورځینۍ ۵۰ اوریزه سیالۍ ترسره شوې دي، چې په دواړو ټیسټ او ۳ پنځوس اوریزه لوبو کې هندوستان او یواځې یوې ۵۰ اوریزه سیالۍ کې ویسټ انډیز بریا خپه کړې ده، خو څلورمه ۵۰ اوریزه سیالي د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په مساوي توګه پای ته رسیدلې وه.

 د ویسټ انډیز او هندوستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دغه روان سفر د تیرې اکټوبر میاشتې په ۴ مه نېټه په لمړۍ ټیسټ لوبې سره پیل شوی، چې پکې هندۍ لوبډله په ګټه کې ده.

 که څه هم ویسټ انډیزۍ لوبډلې د هندوستان خلاف په تیرو سیالیو کې ښې لوبې نه دي ترسره کړې، خو په ۲۰ اوریزه سیالیو کې یو ځانګړی ترکیب او آنداز لري، چې هندۍ لوبډلې ته هم یو سر خوږی جوړولی شي.

 د کرکټ نړیوالې شورا د رسمي ویب پاڼې (اي اس پي ان کریک انفو) د معلوماتو له مخې ننۍ لمړۍ ۲۰ اوریزه سیالي د افغانستان پر وخت د ماښام په ۶ بجو سره پیلیږي او هم به ورپسې دوه نورې ۲۰ اوریزې لوبې د روانې نوامبر میاشتې په ۶ مه او ۱۱ مه نېټه په هندوستان کې ترسره شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی