سپورټ نړیوال کرکټ

د بنګلدیش خلاف د ویسټنډیز په لوبډله کې بدلون

اعلان

د میلمه ویسټ انډیزۍ لوبډلې بنګله دیش ته په سفر کې د ۲۰ اوریزه سیالیو په نوملړ کې بدلون راغی، چې پکې کیرن پولارډ د اوبید مکي سره یو ځای د ټپونو له کبله د لوبډلې څخه بهر شوي دي، خو چپ لاسي اوپنر ایون لیوس په لوبډله کې ځای خپل کړی دی.

 همدا راز د ځنګون د ټپونو له کبله الراونډر انډري رسل، چې د هندوستان سفر کې د لوبډلې سره مل نه او د کرکټ ټي ټين په نوم سیالیو کې ولوبید لا هم په لوبډله کې ځای نه دی ورکړل شوی.

بلخوا دوه تیزو بالراون کیسریک ویلیمز او شیلډن کاټریل هم د بنګنله دیش خلاف راتلونکو ۲۰ اوریزه سیالیو کې شامل شوي دي.

 د ویسټ اڼديزي کرکټ بورډ د سلیکشن کمیټې یا د لوبغاړو غوراوي ډلګۍ لخوا وروسته له هغې دغه پریکړه کیږې، چې د روان سفر په درې ۵۰ اوریزه سیالیو کې ویسټ انډیز ۲ د مقابل کې بنګله دیش ته ماتې وخوړې.

 له دې وړاندې هم د روان کال په جون میاشت کې بنګله دیشۍ کرکټ ملي لوبډلې ویسټ انډیز ته په خپل کور د درې ۵۰ اوریزه سیالیو په لړۍ کې ۲ د ۱ مقابل کې ماتې ورکړې وې.

 د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې ۲۰ اوریزه سیالیو سیریز د یکشنبې په ورځ د بنګله دیش په سیلهیټ لوبغالي کې پیل کیږي او ورپسې به دویمه ۲۰ اوریزه لوبه د ډیمسبر په ۲۰ مه او وروستۍ لوبه به په ۲۲ مه نېټه ترسره شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی