لوبې

افغانستان او ویسټ انډیز د لومړي ځل لپاره خپلو کې یو ورځنۍ لوبې کوي

افغانستان به د لومړي ځل لپاره په راتلونکي جون میاشت کې د ویسټ انډیز په خلاف ۳ یو ورځنۍ او ۳ شل اوریزې لوبې ترسره کړي.

تېره ورځ د ویسټ انډیز کرکټ بورډ په رسمي ډول اعلان وکړ چې دا دواړه لوبډلې به د ۳ شل اوریزو او ۳ پنځوس اوریزو (یو ورځنیو) لوبو لړۍ د جون میاشتې په پېل کې ترسره کړي.

دا چې ویسټ انډیز اوس د افغانستان سره د یادو لوبو دوه اړخیزه سیریزونه اعلان کړل؛ لامل یې هم دا دی چې ویسټ انډیز له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته تردې مهاله د لوبې کوم دوه اړخیزه لړۍ نه ده ګټلې.

خو د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې بیا شل اوریزه سیالیو کې ددې ترڅنګ چې نړیوال ریکارډونه یې هم جوړ کړل؛ د زمبابوې ترڅنګ یې له ایرلینډ څخه د شل اوریزه او پنځوس اوریزه سیالیو سیریزونه په خپل نوم کړل.

راتلونکي ۳ شل اوریزه او ۳ پنځوس اوریزه سیالۍ چې د افغانستان او ویسټ انډيز ترمینځ اعلان شوي دي، پېل به یې د جون په دویمه په شل اوریزه سیالۍ، او پای به یې په وروستۍ پنځوس اوریزې سیالۍ کې د همدې جون میاشتې په ۱۴مه نېټه ترسره شي.

په ترتیب سره به د افغانستان او ویسټ انډیز ترمینځ د جون میاشتې په دویمه، دریمه او پینځمه نېټه شل اوریزې سیالۍ ترسره شي. همدارنګه به د جون په نهمه، یولسمه، او څوارلسمه نېټه د دواړو لوبډلو ترمینځ یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شي.

تېره ورځ د ویسټ انډیز کرکټ بورډ یو لوړ پوړي چارواکي د لوبو راروان شل اوریز او پنځوس اوریز دوه اړخیز سیریزونه د ویسټ انډییز کرکټ ملي لوبډلې لپاره ډېر مهم وبلل.

د ویسټ انډیز دې چارواکي د سیریزونو د ترسره کولو موخه د نړیوال جام څخه وړاندې د یو ورځنۍ او شل اوریزو نړیوالو درجه بندۍ کې وړاندې والی (پرمختګ) وباله.

د ویست انډیز کرکټ بورډ ویلي ” موږ د نړیوال پنځوس اوریز جام څخه وړاندې په شل اوریزو او پنځوس اوریزه سیالیو کې پرمختګ ته اړتیا لرو او اوس یې ښه وخت دی. “

دا مهال ویسټ انډيز د نړیوالو یو ورځینو سیالیو په درجه بندۍ کې نهم او افغانستان بیا لسم مقام لري.

افغانستان او ویست انډیز دواړه هڅه کوي چې په دې درجه بندۍ کې مخکې شي او لږ تر لږه اتم مقام خپل کړي.
هېره دې نه وي چې نړیوال جام ته یوازې ۸ اتو لوبډلې په مستقیمه توګه لار پیدا کولی شي؛ نو له همدې امله ویسټ انډیز ډیره هڅه کوي چې د افغانستان سره ددې سیالیو په مرسته لږ ترلږه په نړیواله درجه بندۍ کې له ۹ نهم مقام څخه ۸ اتم مقام خپل او نړیوال جام ته په مستقیم ډول لاره پېدا کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلو تر اوسه پورې هېڅ یو ورځنۍ لوبې نه دي ترسره کړي.

د یادونۍ وړ ده چې تېرکال د افغانستان او ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې په نړیوال شل اوریز جام کې سره مخامخ شوي وو؛ چې په هغه لوبه کې ملي لوبډلې د ۱۳۲ منډو څخه دفاع کړې وه؛ او د شل اوریز نړیوال جام ګټونکې لوبډلې (ویسټ انډيز) ته یې په ۶ منډو ماتې ورکړې وه.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */