سپورټ سرسکالو نړیوال کرکټ

د بریا لپاره د افغان لوبډلې هڅې؛ دلته د نننۍ لوبې په اړه هر اړخیز معلومات ولولئ

افغان لوبډلې چې تر دې دمه په نړیوال جام کې یوازینۍ لوبډله ده چې هیڅ لوبه نه ده ګټلې، خو اوس غواړي چې یوه لوبه وګټي او دوه مثبتې نومرې ترلاسه کړي.

ویسټنډيز چې د جولای په نن د پنجشنبې په ورځ له افغانستان سره د نړیوال جام ۴۲ مه لوبه کوي، یواځې یوه لوبه یې ګټلې او پاکستان یې مات کړی و.

ویسټ د درې نومرو په لرلو سره نهم مقام کې دی او له افغانستان څخه یو قدم مخکې دی.

که افغانستان له ویسټ انډيزڅخه لوبه وګټي؛ نو د نومرو په جدول کې له خپل ځای یا لسم مقام څخه نشي مخکې کېدلای.

دواړه لوبډلې له نړیوال جام څخه بهر دي او همدا یوه، یوه لوبه یې پاتې ده.

افغان لوبډله غواړي، چې د ۲۰۱۵ م کال نړیوال جام سره ځان برابرکړي، دوی په ۲۰۱۵ م کال کې یواځې سکاټلېنډ په یوه وېکټ مات کړی و او اوس د ویسټ انډیز په ماتولو سره غواړي، چې له هغه جام سره ځان مساوي کړي.

کرېک ټرېکر وېب پاڼې ویلي، چې نننۍ لوبه کې به حمید حسن نه وي او سعید شېرزاد به په وروستۍ لوبه کې د لوبېدو موقع پېداکړي.

دا وېب پاڼه وایي دواړو لوبډلو په ۲۰۱۸ م کال غوراوي جام سیالیو کې نړیوال جام ته ته لاره پېدا کړې ده.

د لوبې جزیات

د نړیوال جام ۴۲ مه لوبه به په هیډینګلي لوبغالي او لیډز سیمه کې ترسره شي.

دا همغه لوبغالی دی په کوم چې افغانستان له پاکستان سره پرې لوبه وکړه.

د اب و هوا  راپور

afg vs wi 3.JPG

اټکل شوی چې د پنجشنبې په ورځ به په لیډز سیمه کې باران نه وي او خو لږ، لږ ورېځ به وي او د سانتي ګېرېډ درجه به د ۱۸ او ۲۱ ترمنځ وي.

 د ویشتن ځای یا پېچ راپور

دا لوبغالی د فسټ بالرانو لپاره ډېر مساعد نه دی او قرار یا سلو دی؛ خو د سپېن بالرانو لپاره خورا ښه دی.

که هره لوبډله ټاس وګټي ډېر امکان شته چې لومړی پرې توپ وهنه وکړي.

چېسېنګ لوبډلې په دې لوبغالي یوه لوبه ګټلې، درې لوبې په چېسېنګ کې بیه شوي او یوه لوبه پرې مساوي یا ټای شوې ده.

د افغانستان احتمالي لوبډله

ګلبدین نایب، رحمت شاه، حشمت الله شهیدي، اصغرافغان، محمدنبي، سمیع الله شینواری، نجیب الله ځدران، اکرام علي خېل، راشدخان، دولت ځدران یا هم سعید شېرزاد او مجیب الرحمن.

ښایي دا به چمتو لوبغاړي وي؛ له دولت او شېرزاد څخه به یو وي، حضرت الله ځاځی، نورعلي ځدران او حمید حسن.

د ویسټ انډیز احتمالي لوبډله

سونېل امبرېس، کرېس ګېل، شی هوپ، شېمرن هېټمېئر، نېکولس پوران، جېسن هولډر، کارلوس برېتوېټ، فبیئن الېن، کېمر روچ یا شېلډن کاټریل او اوشېن توماس.

چمتو لوبغاړي؛ کېمر روچ یا شېنن ګابرېل، اشلي نرس، ایوین لیویس او ډېرين براوو.

د لوبغاړو ځواک

راشدخان د ویسټ انډيز خلاف یو ورځنیو لوبو کې څلور پاڼۍ توپ اچونه کړې او ۱۲ وېکټې یې ترې اخېستي دي.

د ده غوره توپ اچونه د ویسټ انډيز پر وړاندې په ۱۸ منډو ورکولو سره ۷ وېکټې اخېستل دي.

د لوبډلمشر او مرستیال لوبډلمشر برخه

د افغانستان لپاره ښایي له ګلبدین نایب سره مرستیال لوبډلمشر محمدنبي عیسی خېل و اوسي.

د افغانستان لپاره توپ وهونکي اصغر افغان او رحمت شاه او د ویسټ انډیز لپاره به شېمرن هېټمیئر وي.

الراونډرانو کې محمدنبي عیسی خېل او ګلبدین نایب د ویسټ انډیز لپاره جېسن هولډر دی.

بالرانو کې راشدخان، مجیب الرحمن او شېلډن کاټرېل دي.

افغان لوبډلې ویسټ انډيز ته د غوراوي جام په پایلوبه کې ماته ورکړې وه.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی