ټولنیز ژوند کورنی ژوند

تازه واده کړي جوړې کومي معمولي تېروتني کوي؟

ژباړه: نوراحمد فضلي

نوي تازه واده سوي جوړې تر ډېره بریده د پوهنتون د لومړي کال محصلینو ته ورته دي. هغوی هم انسانان دي او تېروتني کوي خو کولای سي چي خپلي تېروتني راکمي کړي، په دې مطلب کښي د تازه واده سوو جوړو د تېروتنو په اړه څو ګټوري سپارښتني درته لرو:

۱.مېړه او ماینه د واده تر مراسمو په هاخوا بل هیڅ شی نه ويني!
ځیني جوړې هومره د واده په مراسمو کښي غرقېږي چي نورو مسلو ته ئې هیڅ فکر کېږي نه، دا په داسي حال کښي ده چي د واده مراسم که هرڅومره په زړه پوري او شانداره وي تر یوې ورځي نه اوږدېږي او تر هغه وروسته تاسي باید یو نوی ژوند را پیل کړئ.

۲. جوړې یو و بل تغیرول غواړي
په قوي احتمال تاسي ځکه د خپل مېړه سره واده کړی دئ چي د هغه سره مینه لرئ، ځکه نو د هغه د بدلولو/تغییرولو له پاره هیڅ دلیل نه پاتېږي. که رښتیا ووایم اکثره غټان نه بدلېږي. نو بهتره خبره ده چي تاسي خپل د ژوند شریک/شریکه لکه څنګه چي دئ/ده هماغسي ومنئ او د هغه/هغې د خاصو ځانګړنو له وجي ورسره مینه ولرئ. که د مېړه یا ماینې د تغیر په لټه کښي په دې معنا چي هغه زهیروئ او د واده ریښې مو سُستوئ.

۳. جوړې یو د بل د کورنیو سره ښې اړیکي نلري
په افغاني ټولنه کي دا بېخي یو معمول دئ چي کله د زوم کورنۍ ئې د زوم له خُسرګنۍ سر ټکوي او کله هم ناوې له خپلي خُسرګنۍ څخه ناراضه وي. بېلابېل لاملونه کېدلای سي؛ د کوزدې پر مهال پر زوم او د زوم پر کورنۍ باندي سنګین رواجونه چي له جملې څخه ئې ملاماتوونکي ولورونه، د اخترونو، پنځلسي، نوي کال او… جوړې او بیا چي کله واده وسي، د زوم په کور کښي د نوي را واده کړي مږور سره د خواښي، هیندرندو او کله هم خپله د مېړه له لوري د هماغو نادودو چي د نامزادۍ په دوران کښې له دوی سره وکړل؛ جبرانول له دې نوي را واده کړي معصومي نجلۍ څخه- دا ټول هغه څه دي چي په دواړو طرفو کښي ئې زیان او تاوان یوازي او یوازي زوم او ناوې ته رسېږي؛ حتا کله کله خو دا نوی ژوند هومره را لنډ سي چي میاشتي هم ونه نیسي؛ ځکه نوي کور ته نوې را واده سوې نجلۍ دا هرڅه ونه سي زغملای نو یا خو د ځان وژني هڅه وکړي او یا په نورو بېلاریو سر سي. کله داسي هم سوي دي چي د واده ترمخه دا نوې اړیکه بیرته وشلېږي؛ ولي چي هلک د نجلۍ د کورنۍ له خوا پر نوموړي د ایښودل سوو بارونو تر عهده نه سي وتلای؛ نو ځکه خو د پیسو پیداکولو پسې مهاجرت ته مخه کړي چي ډېر کله خپل ژوند هم وبایلي. بناً که د خپل ژوند د ملګري/ملګرې د کورنیو سره ستونزي لرئ هرڅومره ژر چي کېدلای سي د هغوی د اصلاح فکر وکړئ او د جوړجاړي له پاره راوړاندي سئ. ځکه په دې مابین کښي چي چاته زیان رسېږي او تر فشار لاندي راځي؛ هغه ستاسي مېړه/ماینه دي.

۴. جوړې په مناقشه یا جنجال کښي خپل احساسات نه کنټرولوي
تُندخویه روحیه درلودل او فریاد کول مو درد ته نه دوا کېږي او د ستونزو په هواري کښي مو مرسته نه کوي په داسي حال کښي چي منطقي خبري اتري د پوره سکون او ارامښت سره خورا مثبتي پایلي لري. که مو د مناقشې پر مهال خپل احساسات کنټرول نه سوای کړای، ستاسي ګډ ژوند په خطر کښي لوېږي ځکه نو باید خپل ټول وس په کار واچوئ، د جنجال له پرېښودلو نیولې بیا د یوه متخصص سره تر مشورې پوري.
زوجین در مشاجرات احساسات خود را کنترل نمی کنند.

۵. جوړې له اړینو بحثونو ډډه کوي
د هیچا نه خوښېږي چي د ناخوښو مسلو په باب وږغېږي خو تر واده وروسته له دې څخه هیڅ چاره نه لرئ! پام مو وي چي هیڅکله ستونزي مه صرفنظر کوئ.

۶. جوړې د په مخ کښي پرتو مساېلو په باب جنجال کوي
ټولي جوړې کله د په مخ کښي پراتو مسایلو په مورد جروبحث کوي، دا مسایل له: په کتغ کښي د مالګي له نشتونه نیولې بیا تر کالو پرېوللو او اوتو کولو پوري ټول په ځان کښي شاملوي. خپل وخت مو پر ارزښتناکو کارونو ولګوئ. په حقیقت کښي هغه بدترین کار چي ستاسي د ژوند ملګری ئې کوي دا وي چي خپلي خیرني جرابي په خونه کښي درغورځوي تاسي باید خپل ځان خوشبخته څوک وګڼئ!

۷. جوړې کله رخه کوي
پام مو وي چي تاسي خپل مېړه یا خپله ماینه د ژوند د ملګرې په حیث انتخاب کړې ده، او رخه ستاسي وخت تلفوي. په دې کار سره ستاسي مېړه/ماینه په دې باور کېږي چي پر هغه باور نه لرئ او زهيريږي. دا مه هېروئ چي حسادت په ګډ ژوند کښي د زهرو حکم لري!

۸. جوړې کله مجردانو ته ورته سلوک کوي
له واده وروسته نو هغه وخت دئ چي تاسي غټان سئ! تاسي شاید د مجردۍ پر مهال خپل وخت د دوستانو او ملګرو سره تېراوه مګر له واده وروسته دا کار د منلو وړ نه دئ. اوس تاسي پوهېږئ چي کوم کار مناسب او کوم غیرمناسب دئ. ځکه نو مناسب کار وکړئ!

۹. جوړې خپل غُرور نه پرېږدي
که له طرفینو څخه یو هم د بخښني غوښتلو علاقه ونلري او د خپل ملګري/ملګرې غوښتني صرفنظر کړي د واده پایې مو سُستېږي، غُرور مو د ستونزو د حل مخه نیسي. رښتیا دا دي چي تاسي باید د خپلو اقداماتو مسئولیت ومنئ.

۱۰. جوړې یو د بل له پاره وخت نه لري
تاسي باید خپل ګډ ژوند لکه یو ګل غوندي فرض کړئ؛ ګل چي له اوبو، لمر او ساتني پرته مړاوی کېږي ګډ ژوند هم مراقبت او ساتني ته اړتیا لري. داسي پلان ترتیب کړئ چي ډېر وخت د خپل ژوند له ملګري سره تېر کړئ.

۱۱. جوړې د اولاد پیداکېدو ته تلوار کوي
ځیني جوړې له واده وروسته سملاسي پلار و مور کېږي. د امکان په صورت کښي د یوې مودې له پاره انتظار وکړئ ولي چي د اولاد تر پیداکېدو وروسته به د خپل ژوند د ملګري سره د یوازي پاته کېدو له پاره وخت پیدانکړئ سمه ده چي اولادونو ته د کورنۍ په کانون کښي د ټولو سترګي وي!

۱۲. جوړې تر پورونو لاندي کېږي
د واده په لومړیو کښي پورونه کول به خورا ستونزمن وي. د یوه ښه پلان له مخي چي څومره ژر کېدلای سي خپل پورونه ادا کړئ څو د شپې په ارامه بیده سئ!

۱۳. جوړې له واده څخه غیر واقع بینانه تمي لري
که داسي انګېرئ چي واده یوازي په پارک کښي قدم وهل دي، تېروتي یاست! ګډ ژوند له بلا لوړو ژورو ډک دئ او وخت نیسي چي ستاسي د واده اړیکه ټینګه او محکمه سي. داسي فکر مه کوئ چي تر واده وروسته به ټولي ستونزي هوارېږي. په یاد مو وي چي ځیني ستونزي هیڅکله نه حلېږي خو مهمه دا ده چي د هغوی سره ژوند وکړای سئ.

۱۴. جوړې پرېږدي چي حالات له بده بدتر سي
هیڅکله مه پرېږدئ چي ستونزي مو مغلقي او پېچيده سي. که له کومي مسلې کړېږئ هغه پر ژبه راوړئ. که داسي احساسوئ چي د ټولو مسئولیتونو پېټی پر تاسو دئ له دې کارونو تېر سئ. تر ټولو بد کار دا دئ چي پرېږدئ د ملګري کړاو مو ستاسي په وجود کښي وده وکړي. دا کار بې له دې چي ستاسي ترمنځ عشق او مینه ختمه سي؛ بله کومه پایله نلري.

۱۵. جوړې یو د بل په احساساتو نه پوهېږي او یا بې تفاوته پاتېږي
انسانان یودبله متفاوت دي او په بېلابېلو حالاتو کښي متفاوت غبرګونونه ښکاره کوي. تاسي تر یوڅه وخت وروسته کولای سئ چي د خپل مېړه/ماینې پر ځینو عکس العملونو پوه سئ خو هیڅکله د هغه د کارونو په مورد پرېکړه او قضاوت مه کوئ بلخوا هغوی ومنئ او د خپل شریک/شریکې د آرامولو له پاره هر کار چي مو په وسه کېږي؛ ترسره کړئ.

۱۶. جوړې یو د بل له مشورې پرته تصمیم نیسي
د مجردۍ په دوران کښي تاسي شخصاً د بېلابېلو مسایلو په باب تصمیم نیوی، مثلاً په دې اړه چي له کار وروسته چېري ولاړ سئ، خپلي رخصتۍ چېري تېري کړئ، پیسې پر کومو کارونو ولګوئ، او…
خو تر واده وروسته ستاسي د ژوند ملګری/ملګرې هم حق لري چي په یادو تصمیمونو کښي شریک/شریکه اوسي.

۱۷. جوړې د یو و بل د تېروتنو او تفاوتونو په نسبت تحمل نه کوي
کله چي واده کوئ په حقیقت کښي مېړه/ماینه د هغه/هغې د ټولو منفي او مثبتو ځانګړنو سره منئ. نو؛ دا به انصاف نه وي چي د جزيي مسائلو په مقابل کښي عصباني سئ.

۱۸. جوړې د یوه و بل شخصي حریم ته درنښت نه کوي
هر کس اړتیا لري چي یوڅه وخت یوازي ځان ته ورکړي او په ارامه فضا کښي خپل د خوښي کار وکړي. د خپل ګډ ژوند ملګري ته مو ددې امکان چمتو کړئ.

۱۹. جوړې د یوه و بل په قدر نه پوهېږي
د ژوند ملګري ته ستاسي د خوښي او علاقې وړ ټول دلایل ذکر کول او د هغه/هغه له زحمتونو قدرداني کول وخت ته اړتیا لري خو دا کار د یوه کامیابه ګډ ژوند د اساس ایښودلو له پاره ضروري دئ. که د خپل مېړه/ماینې زحمتونه هېر کړئ او یا له هغه/هغې څخه تر حد زیاتي غوښتني ولرئ؛ د ستونزو ور پر ځان را خلاصوئ.

۲۰. جوړې د یوه و بل د عاطفي ضرورتونو په پوره کولو کښي پاته راځي
د مېړه او ماینې له مهمو وظایفو یوه دا ده چي له عاطفي اړخه خپل د ګډ ژوند شریک/شریکې ته پاملرنه وکړي او د هغه/هغې د رضایت زمینه برابره کړي خو متاسفانه چي دا مسله له پامه غورځول کېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي