ژوند بڼه کلتور او هنر مخکښان

ملانیا ټرمپ او لباسونه یې؛ ولې نیوکې پرې کیږي؟

ژباړه: تورپيکۍ سادات

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلو توندو او غوڅو خبرو له کبله ډېرمنتقدین لري، خو مېرمنه یې مانیلا بیا د لباسونو د ترکېب له کبله ډېره نقد کیږي.

ملانیا ، چې پخوانی نوم یې مانکن دی او اصلاً د اسلونیا اوسیدونکې ده، په ۲۰۰۵ کې یې له ټرمپ سره واده وکړ.

د هغې پخوانی هېواد اسلونیا د یوګسلاویا کمونیستي هېواد یوه برخه وه.

ملانیا د امریکایي ولسمشرانو د مېرمنو په تاریخ کې یوازینۍ هغه ده، چې په یوه کمونیستي ماحول کې لویه شوې، خو ورسره شناخته خلک وایي، چې له پخوا نه شیک پوشه او په لباس اغوستو کې ځانګړې وه.

په ۱۹۷۰ کې زیږیدلې مانیلا پخوا د کورونو د ډیکوریشن په برخه کې کار او د دې برخې له اعلاناتو سره مرسته کوله .

هغه د امریکا په تاریخ کې یوازینۍ لومړۍ مېرمنه ده، چې بربنډ عکس یې په مطبوعاتو کې خپورشوی.

ملانیا د ۱۹۹۸ په سپتمبر کې د موډونو د یوه نندارتون پرمهال په نیویارک كې له مشهور سوداګر ډونالډ ټرمپ سره اشنا او په ۲۰۰۵ کې یې له هغه څخه د بلې مېرمنې له جلا کیدو سره واده وکړ.

د برتانیې یوې ورځپاڼې د ملانیا د لوڅو عکسونو له خپرولو سره ادعا کړې وه، چې هغې ټرمپ سره ترواده مخکې جنسي خدمتونه کول، خو ملانیا یې د تور ردولو ترڅنګ ۱۵۰ میلونه ډالره تاوان وغوښت.

ملانیا په ۲۰۱۶ کې ولسمشرۍ ته د ټرمپ تر نوماندۍ وروسته په دې تورنه شوه، چې د خبرو مېړنۍ نه ده او د وینا پروخت د مخکیني ولسمشر اوباما د مېرمنې میشل تقلید کوي.

ملانیا که په ویناوالۍ کې تقلید کوي، خو په لباس اغوستو کې ځانګړې او په نړیواله کچه د پام وړ ده.

دلته د نوموړې د ځینو لباسونو په اړه چې په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۷ کې یې اغوستي، معلومات درکوو:

د ۲۰۱۸ د جون ۲۱مه


په دې ورځ د امریکا لومړۍ مېرمنې د تګزاس ایالت د ماشومانو له توقیف خونې څخه د لیدنې پرمهال یو داسې جاکټ اغوستی و، چې پرې لیکل شوي وو:((ما ته مهمه نه ده، تاسو ته څنګه؟))

د اپرایل ۲۵مه


په دې ورځ ملانیا ټرمپ د فرانسې له ولسمشر امانوئل مکرون سره د لیدنې پروخت دا لباس اغوستی و. د نوموړې دغه لباس توند غبرګونونه وپارول.

د ۲۰۱۷ د نومبر ۲۷مه


په سپینه ماڼۍ کې د کریسمس د جشن پروخت ملانیا دا لباس اغوستی و. پردې لباس یې منتقدینو ټوکې وکړې.

د نومبر ۲۱مه


دا لباس ملانیا په یوه ملي مراسمو کې اغوستی و، دې لباس یې د لباس د ډېرو طراحانو پام ځانته واړوه او په یوه موډ بدل شو.

د نومبر۲۰مه


په دې ورځ د کریسمس مراسم و، خو ملانیا دا لباس اغوستی و. دا لباس منتقدینو له دې مراسمو سره نامناسب وباله او نیوکې یې پرې وکړې.

د نومبر ۱۰مه


دا لباس ملانیا له ټرمپ سره د چین له یوه ژوبڼ څخه د لیدنې پروخت اغوستی و. د چین د ۶ ورځیني سفر لپاره نوموړې د ۴۲ زره ډالرو لباسونه اخیستي وو.
منتقدینو ویل، چې په دومره پیسو د امریکا یو محصل یو کال زده کړې او نور لګښتونه کولای شي.

د نومبر ۹ مه


دا لباس، چې د ګوچي د برانډ اړوند دی، ملانیا د اروپا د سفر پرمهال اغوستی و. له دغه لباس سره نوموړې څو ورځې د خبرونو په سر کې وه.

د نومبر ۷مه


په دې ورځ ملانیا دا لباس اغوستی و. د دې لباس بیه ۴۱ زره ډالره ده. په دې لباس هم توند غبرګونونه وپاریدل.

د سپتمبر۲۲مه


په دې ورځ ملانیا د بالمین د باغوانۍ لباس اغوستی و. د دې لباس بیه ۱۳۸۹ ډالره ده.

د سپتمبر۲۰ مه


دا ورځ ملانیا ته د لباس له لاسه یې بیخي لانجمنه وه. په دې ورځ ملانیا د بېوزلو ماشومانو په ننګه یوې غونډې ته وینا کوله .

د غونډې سرلیک و:((هیڅ ماشوم باید په وږي نس ویده نه شي!)) خو ملانیا پکې د وینا پرمهال د ۳ زره ډالرو لباس اغوستی و.

د سپتمبر۱۴مه


په دې ورځ ملانیا او ټرمپ فلوریدا ایالت ته تلل، دوی الوتکې ته له ختو مخکې یو ډول، خو له راکوزیدو سره بل ډول لباسونه اغوستي وو.
دې بدلون د دواړو خلاف توند غبرګونونه وپارول.

د سپتمبر۲مه


په دې ورځ ملانیا له ټرمپ سره تګزاس ایالت ته تلې وه او پر خولې یې تګزاس لیکل شوی و.

بیا هم د سپتمبر ۲ مه


په همدې ورځ ملانیا د رالف لورن برانډ لباس هم اغوستی و. د دې لباس بیه هغه وخت ۱۵۹۰ ډالره وه .

د جولای ۵ مه


په دې ورځ ملانیا پولینډ ته په سفر تلې وه او د ۲۴سوه ډالرو لباس یې اغوستی و.

د مۍ ۲۶ مه


په دې ورځ ملانیا د اوو صنعتي هېوادونو په غونډه کې له ډونالډ ټرمپ سره یو ځای برخه اخیستې وه .

دلته نوموړې د ولچه او ګابانا برانډونو قیمتي لباسونه چې بیه یې یوپنځوس نیم زره ډالره کیده، اغوستي وو.

منتقدینو ویل، چې له دې لباس سره نوموړې د خپل هېواد اقتصادي قوت نورو ته ښيي.

د مۍ ۲۴ مه


په دې ورځ ملانیا له پاپ سره لیدنه لرله او داسې پوښلی لباس یې اغوستی و.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

تورپیکۍ سادات